صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | په پاكستان كې سياسي بدلون د افغاني سولې په ګټه ښكاري

په پاكستان كې سياسي بدلون د افغاني سولې په ګټه ښكاري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په پاكستان كې له تېرو دوه كلونو را په دې خوا يو شمېر سياسي ګوندونو دا دعوه كوله چې د پاكستان صدر اعظم نواز شريف او دده د كورنۍ غړي په اداري فساد كې ښكېل دي او دوى د خپلو عوايدو نه په بهر كې ډېره شتمني پيدا كړې ده او د ډېرو ښكلو او شاندارو كورونو څـښتنان دي. په دغه اړه دپاكستان سياسي ګوندونو او په ځانګړي توګه د تحريك انصاف ګوند غړو د پاكستان د پارلمان پر وړاندې سختې مظاهرې پيل كړې

او دپاكستان له سترې محكمې څخه يې و غوښتل چې نواز شريف له خپلې دندې څخه ګوښه كړي ،چې د پاكستان  سترې محكمې هم وعده وكړه چې د صدراعظم نواز شريف كورني عايدات او د هغه د شتمنۍ په اړه به پوره تحقيق وكړي.د سترې محكمې له تحقيق او څېړنې وروسته دادى اوس په ډاګه شوه چې رښـتيا هم نواز شريف او د هغه دوه ګوني زامن حسن او حسين او دهغه  لور مريم غير قانوني شتمني پيدا كړې او په لندن كې په ډېرو عصري كورونو كې ژوند كوي . دسترې محكمې د همدغه څېړنې له مخې د ۱۳۹۶لمريز كال د زمري په ۶مه د جمعې په ورځ د پاكستان د سترې محكمې پنځو قاضيانو فيصله صادره كړه او وې ويل چې نواز شريف او دهغوى زامنو ونه شو كړاى ،چې په هغوى باندى لګېدلي د اداري فساد تورونه رد كړي. په دغه اړه قاضي اعجاز افضل خان په ستره محكمه كې وويل: نواز شريف نورحق نه لري چې خپل ځان د پاكستان د پارلمان د يو صادق استازي په توګه ونوموي ... په دغه ډول د پاكستان سترې محكمې نواز شريف له خپلې دندې څخه لرې كړ.

 دپاكستان د سترې محكمې په دغه پريكړه باندې د پاكستان يو شمېرسياسي ګوندونه ،په ځانګړي ډول د تحريك انصاف ګوند غړي ډېر خوشاله شول او دغه كار يې په پاكستان د ديموكراسۍ برياليتوب وګاڼه. د نواز شريف له لرې كېدو نه اوس په دې خبرې روانې دي چې د پاكستان ددفاع اوسنى وزير د موقت صدراعظم په توګه وټاكي او بيا وروسته د نواز شريف  ورور شهباز شريف د پاكستان د صدراعظم په توګه ونوموي. نواز شريف د يو پاخه سياست مدار په توګه د پاكستان په سياسي ژوندانه كې ډېر رول درلود، او دايې درېېيم ځل و چې په۱۳۹۲ لمريز كال  دپاكستان د صدراعظم په توګه ټاكل شوى و. دپاكستان د صدارت دوره د پنځو كلونو لپاره ده كېداى شي چې د پاتې مودې لپاره شهباز شريف دپاكستان د صدراعظم په توګه پاتې شي. داځكه چې د نواز شريف مسلم ليګ ګوند قانوني حق لري چې د نواز شريف پر ځاى د خپل ګوند بل غړى وټاكي نواز شريف په ۱۳۷۱لمريز كال كې كله چې د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ په كابل كې د مجاهدينو  حكومت جوړ شو نو كوښښ يې وكړ، چې په افغانستان كې سل كلنه اردو له منځه يوسي او دهغې ټول پوځي تخنيك پاكستان ته كباړ كړي او همداسې وشول. نوموړي په خپله هم په پاكستان كې خپل پارلمان ته په يوه وينا كې وويل، چې دافغانستان سل كلنه اردو يې نسيت و نابود كړې ده ..نواز شريف وكړاى شول چې دهمدغه ناروا كار له مخې دپاكستان له خلكو څخه د خپلې سياسي واكمنۍ د  ترلاسه كولو لپاره كار واخلي. نواز شريف اوس هم په دې وياړي چې ۲۵كاله يې دنړيوالو اصولو پر خلاف د افغانستان د اردو ټوله پوځي  شتمني د كباړ او په نورو ډولونو پاكستان ته لېږدولې ده چې اوسمهال هم د افغانستان د اردو پوځي تجهيزات دپاكستان په اردو كې ليدل كېږي. نواز شريف په خپل ټول سياسي ژوند كې له افغانستان سره خپله دښمني په كلكه ساتلې ده، چې په افغانستان كې د ملي يووالي حكومت په رامنځته كولو سره نواز شريف خپلي دښمنۍ ته لا زور وركړ، او دپاكستان د آى ايس آى اداره يې  لا دې ته تشويق كړه چې افغان طالبان او نورې وسله والې مخالفې لا پياوړې كړي او په افغانستان كې دجګړې د دوام لپاره خپل ټول امكانات په كار واچوي . افغان دولت د خپلو سوله ييزو  هڅو  په بهير كې هڅه وكړه ،چې له پاكستان سره د سولې د تامين په اړه يوې روغې جوړې ته ورسېږي ، خو د نواز شريف حكومت د خپل دوه مخي سياست له مخې هڅه كوله چې په افغانستان كې د سولې ټولې لارې وتړي او يا په تېر كال كې د امريكا ،چين، افغانستان او پاكستان په ګډون څلور اړخيزې غونډې په ټپه ودروي او هم يې هڅه وكړه چې د طالبانو د مشرانو د وژلو له امله د طالبانو واحد مشري او واحده مركز له منځه يوسي. دا ځكه چې نواز شريف وېره درلوده  چې افغان طالبان د تل لپاره د خپل هېواد او خلكو په وړاندې جګړه نه كوي او كېداى شي چې له افغان حكومت سره د سولې د خبرو لپاره كښېني ،چې په دغه برخه كې نواز شريف تر ډېره حده بريالى و، او په پاكستان كې يې د امريكا په مرسته د نړيوال ترورېزم ،روزنه په ډېره پراخه توګه وكړه، او دهغوى بې شمېره مركزونه يې له امريكا څخه پټ وساتل  او جګړه يې په افغانستان كې لا پراخه كړه. اوس مهال دپاكستان دوه مخى سياست د امريكا د چارواكو او په ځانګړي ډول د امريكا  د كانګرس لپاره په ډاګه  شوى دى، او ټول په دې پوهېدلي چې پاكستان له امريكا څخه د ترورېزم سره دمبارزې لپاره په ميلياردونو ډالر تر لاسه كړي دي ،خو ترورېستان په پاكستان كې ميشت دي ، او نورو هېوادونو لپاره په يو ستر ګواښ بدل شوي دي. د روان كال د چنګاښ په ۱۲مه پاكستان ته د امريكا د سنا د مجلس د پوځي  خدمتونو د كمېټي د مشر جان مككين په مشرۍ د پنځه كسيزه پلاوي لېږل ددې لامل شو ،چې د سنا دمجلس غړي په دې قانع شي چې پاكستان د ترورېزم په ځپلو لكه څنګه چې لازمه ده د امريكا له ګټو سره سم كارنه كوي او په دې اړه يې  په نواز شريف باندې خپل باور له لاسه وركړى . له بلې خوا د سنا د مجلس غړو هڅه كوله چې د امريكا په ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې زور واچوي چې په نوې ستراتېژۍ كې په پاكستان د ترورېزم پر خلاف عملياتوته  ځاى وركړي ، او هم په پاكستان باندې  فشار واچوي چې په افغانستان كې د سولې په راوستلو كې برخه واخلي، نو ددغه ډول واقعيتونو په شتون سره په پاكستان كې د نواز شريف  په لرې كېدو او دنوي صدراعظم په  راتګ سره كېداى شي پر پاكستان د امريكا د نوې ستراتېژۍ په رامنځته كېدلو سره  داسې فشار او غوښتنې  رامنځته شي چې له يوې خوا د نړيوال ترورېزم په له منځه وړلو كې پوره برخه واخلي ، او له بلې خوا په افغانستان كې د سولې د راوستلو لپاره د سولې پيل شوى بهير په ډېر صداقت سره بيا پيل او ددې شرايط برابر كړي چې وسله وال  طالبان له افغان  حكومت سره د سولې خبروته چمتو كړي ، چې د پاكستان د نوې واكمنۍ دا ډول  هڅې په خپله په پاكستان كې دسولې او ثبات لپاره هم ډېرې ګټورې تمامېږي.

سمېع الله- سمېع 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha