صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د يوناما له مشر سره د حکمتيار کتل او د طالبانو تماسونه

د يوناما له مشر سره د حکمتيار کتل او د طالبانو تماسونه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو پرون (سې شنبې ) د افغانستان د اسلامي حزب له مشر ګلبدين حکمتيار سره وکتل ،دغه استازي د سولې د روانو هلو ځلو ملاتړ كړى دى. ښاغلي ياماموتو د افغانستان د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې د تطبيق هرکلى وکړ او ويې ويل چې د دې موافقې کليدي ګام د ښاغلي حکمتيار بېرته راتګ و.

ياماموتو ويلي: دوى د افغانستان له اساسي قانون سره سم اود موجودو ارزښتونو له مخې په سياسي فضا کې د  اسلامي حزب د مشر حكمتيار هلې ځلې ستايي: «د خبرو له لارې د سولې حصول ته د حکمتيار ژمنتيا او له نورو ښکېلو خواوو د ده دا غوښتنه چې له سوله ييزې لارې د خپلو هدفونو لټه وکړي، د ستاينې وړ ده.»وړمه ورځ هم په کابل کې د چين سفير د حکمتيار هستوګنځي ته لاړ او له هغه سره د خبرو په مهال يې وويل چې په چين کې حکمتيار ته د اتل په سترګه کتل کېږي. د ملګرو ملتونو د استازي كتنه په دې مانا ده ،چې طالبانو ته هم شين چراغ وركړي ،چې د سولې له بهير سره يوځاى شي، خو له دې كتنو د حكمتيار موخه دا ده ،چې خپل ځان د ملګرو ملتونو ،نړيوالې ټولنې او د افغانستان د سيمه ييزو او نړيوالو ملګرو له اړخه له ملاتړه باوري كړي. دا په اصل كې د سولې او د افغانستان د سياسي ثبات لپاره د ستاينې وړ هلې ځلې دي ، افغان حكومت بايد په ډېره ښه توګه له دغه راز حالته ګټه پورته كړي او ډاډه يوو ،چې ولسمشر غني به د خپل مدبرانه مديريت له بركته حالات د افغانستان د راتلونكي ثبات پر لوري وخوځوي.د حكمتيار راتګ او د سولې له بهير سره د هغه يوځاى كېدل ،د ولسمشر د هغې ژمنې تحقق دى ،چې په خپل كمپاين كې يې له ولس سره كړې وه او هغه دا چې د خپل سر په بيه به هم سوله راولي. د حكمتيار راتګ او سولې له بهير سره د هغه يوځاى كېدا په ټولو وسله والو مخالفو ډلو مثبته اغېزه كړې ده. داسې ويل كېږي ،چې د طالبانو يو شمېر مشرانو په كور د ننه او له بهره له حکمتيار سره تماسونه نيولي دي. د حزب اسلامي ويندوى قريب الرحمن سعيد وايي: په دغو تماسونو کې د سولې پر لارو چارو او امکاناتو خبرې شوې دي.ښاغلي سعيد ويلي: وروسته له دې چې د افغانستان له دولت سره د حکمتيار سوله نهايي او عملي شوه، د طالبانو يو شمېر مشران ډاډه شول چې د سولې لاره هم شته. ده همداراز وويل: يو شمېر طالبان غواړي چې له دغه فرصته ګټه پورته كړي او د اسلامي حزب له لارې د سولې په پروسه کې ګډ شي. ګلبدين حکمتيار کابل ته له راتلو وروسته پر طالبانو ږغ وکړ چې دى (حکمتيار) دې د خپلو غوښتنو او ارمانونو د پوره کېدو لپاره خپل استازى وټاکي. د اسلامي حزب ويندوي وايي: که طالبان د سولې له بهير سره يوځاى شي، اسلامي حزب حاضر دى چې د سولې د هرې موافقې د اجرا ضمانت وکړي او ترپايه له طالبانو سره همکاري وکړي، خو طالبانو ويلي ،چې موږ دا ادعا په کلکه ردوو، دا ډول هېڅ تماس له ښاغلي حكمتيار سره نه دى نيول شوى او نه بايد په دې اړه د حزب غړي بې ځايه او له حقيقت څخه لرې پروپاګند وکړي، دحزب مسوولينو ته په کار ده چې د اسلامي امارت له درنې پاليسۍ څخه بده استفاده ونه کړي. د اسلامي امارت موقف دادي چې دښمن ته وسله پرمځکه کېښودل او د هغوى د شومو اهدافو په تحقق کې مرسته کول، شرعاً ناجايز او د هېواد د ميليونونو شهيدانو له آرمانونو سره په تضاد کې دي. په اصل كې دا تماسونه نيول شوي دي، په طالبانو كې ډېر سوله غوښتونكي خلك شته،  خو د هغوى كورنۍ له پنجابيانو سره (( ګرو )) دي ،كه هر چا د سولې لپاره تمايل ښكاره كړى ،وژل شوي ،كورنۍ يې ګواښل شوې او زنداني شوي دي، اوس هم پوښتنه دا ده ،چې د طالبانو په نامه وياند
ذبيح الله مجاهد ته چا ويلي ،چ
ې له حكمتيار سره يې د ډلې تماسونه رد كړي ،آى اېس آى او  كه يا هم آى اېس آى ته نږدې كس؟ ښايي طالبانو د پنجاب له وېرې خبره پټه كړې وي، خو په اصل كې د سولې لپاره هلې ځلې تر بل هر وخت ډېرې تېزې شوې او دا ځل دا هڅې بنسټيزې او د افغانستان په خير دي. دا هلې ځلې بايد نورې هم علني شي او طالبان له خپل هېواد سره د پنجاب په لمسون خيانت ونه كړي. د هغوى د راتلو لپاره هر ډول ضمانت شته او بښل كېږي، خو كه بيا هم وسله وال حركت او وژنو ته زور وركړي، نو بيا هېڅكله د بښلو نه دي. موږ د دغو هلو ځلو ستاينه كوو او طالبان بايد له دغو سوله ييزو هلو ځلو او مهم چانه ګټه پورته كړي.

هدايت الله نوري

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha