صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د ډيورنډ د كرغېړنې كرښې پر سر د افغانستان او پاكستان ترمنځ د ستونزې حل د نړيوالو رښتينې هڅې غواړي

د ډيورنډ د كرغېړنې كرښې پر سر د افغانستان او پاكستان ترمنځ د ستونزې حل د نړيوالو رښتينې هڅې غواړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

كله چې د وخت انګليسي استعمار چې په امپراتورۍ كې يې لمر نه ډوبېده دافغانستان دوخت پر پاچاه امير عبدالرحمان خان د زياتو فشارونو آن د مرګونو ګواښونو په پايله كې په ۱۸۹۳زيږديز كال كې د لرو او برو پښتنو او بلوڅو په ګډون پر افغانانو د ډيورند منحو سه اوكر غېړنه كرښه ومنله او وتپله او دافغانانو پر زړه د انګليسي استعمار د خنجر د تور داغ او ناسور ټپ بڼه يې وركړه، نو له امله يې له ډېره بده مرغه د لرو او برو پښتنو او بلوڅو په ګډون افغانانو په تېرو نږدې ۱۲۴كلونو (۱۸۸۳-۲۰۱۷م)كې زيات كړ اوونه وګالل او دډيورند ددغې منحوسې او كرغېړنې كرښې په دواړو غاړو كې پراته پښتانه او بلوڅ ورونه قومونه او ولسونه يې جلا كړل

 او آن تر دې پورې چې ددغې كرغېړنې كرښې يوې غاړې ته يې جوماتونه ،حجرې،دېرې او څړځايونه او بلې غاړې ته يې ددغو خلكوكروندې، باغونه كورونه او بانډې راغلې او دوخت انګليسي استعمار دوخت له پاچاه امير عبدالرحمن خان سره دخپلو شويو ژمنو دپلي كولو په برخه كې له زياتې ناغېړۍ او جفا څخه كار واخيست او په ډېرې سپين سترګۍ سره يې له افغانستان څخه د پښتنو او بلوڅو پراخه ،ښېرازه او سمسوره سيمه چې بايد له خپلو شويو ژمنو سره سم يې په (۱۹۹۳)زيږدېزكال كې دافغانستان دوخت حكومت ته سپارلې واى، ويې ونه سپارله او په ډېرې سپين سترګۍ او بى شرمۍ سره يې په ۱۹۴۷زيږديز كال كې خپل جوړ شوي ګوډاګي او مصنوعي هېواد پاكستان ته وسپارله او دانګليسي استعمار ديوې سترى پروژې په توګه پنجابي حكومتونو ددغې كرښې په دواړو غاړو كى په پرتو ولسونو له زياتو تير يو څخه كار واخيست او آن تر دې پورې چې دغه ورونه قومونه او ولسونه يې بنديان كړې دي، كورونه يې سوځولي دي ،باغونه كروندې او جوماتونه يې له منځه وړي دي او آن په مرموزه توګه يې وژلي او له داسې نور و زياتو ناخوالو سره يې مخ كړي دي چې لړۍ يې لا تراو سه هم روانه ده چې د ترهګرو په پلمه ددغې كرغېړنې كرښې هغې غاړې ته  د شمالي او جنوبي وزيرستان پر مظلومو ،بې ګناه او بې دفاع ولسونو باندې دتېري كوونكو پنجابي پوځيانو دوه كلنې وحشيانه او بى رحمانه ړندې بمبارۍ يې د ثبوت څرګندې بېلګې دي او ددغو ولسونو پر ضد دپنجابيانو د زياتو تېري كوونكو عملونو په اړه له واقعيتونو څخه پرده پورته كوى   چي آن د اروپايي ټولنې په ګډون يې د آزادۍ غوښتونكو سازمانونو، ژغورنده غورځنګونو او دبشر دحقوقو دنړيوالو سازمانونو زيات او سخت غبرګونونه ،غوسې او نيوكى هم را پارولې دي. د اروپايي پارلمان مرستيال وايي: بايد لوېديځوال پر ډيورند کرښې له سره کتنه وکړي او د افغانستان تاريخي حق پر ځاى کړي. د بيزنس سټندرد خپرونې د راپور له مخې ريچارد چارنسکي (Ryszard Czarnecki) وويل: د ترورېزم د پاى ته رسولو لپاره هغه وخت راغلى چې د ډيورند کرښې په اېستلو کې تاريخي تېروتنه جبران او د تاريخي حقيقتونو پر اساس له سره وکښل شي.  د اروپايي ټولنې د پارلمان مرستيال زياته کړه: د دې لپاره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ کرښه د نړيوال ترورېزم پر مرکز بدله شوې، لازمه ده چې اروپا او امريکا په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپله پاليسي بدله کړي. ښاغلي چارنسکي وويل: ((پاکستان د دې لپاره چې پر ډيورنډ کرښه برلاسى وي، په سيمه کې لاسوهنو او بې ثباتۍ ته دوام ورکوي))  چارنسکي همداراز وويل: لوېديځ هېوادونه دې د دې مصنوعي پولې په اړه خپل پخوانى دريځ بدل کړي او په دې سيمه کې د تاريخ او حقيقتونو پراساس دې پخوانۍ پوله احيا کړي؛ بلوڅ او پښتانه دې، چې په زور جلا کړاى شوي، بېرته له اصلي سيمې سره يوځاى او د افغانستان تر حاکميت لاندې راوستل شي.(()بلوچستان او د پاکستان پښتني سيمې چې په زور له برېتانوي هند سره يوځاى کړاى شوي بايد بېرته خپل اصلي هېواد افغانستان  ته وګرځول شي))د اروپايي پارلمان مرستيال يادونه کړې چې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر يوولسمه د لوېديځوالو لپاره د خطر زنګ و، چې بايد په سيمه کې خپله پاليسي بدله کړي؛ خو لوېديځو هېوادونو د دې پر ځاى چې د خطر دا زنګ واوري سيمې ته يې پوځيان ولېږل او اجازه يې ورکړه چې ستونزه لا ژوره شي. ده وويل: له  ۲۰۰۱ كال راهيسې په افغانستان کې ډېر سرتېري وژل شوي او دا مرګ ژوبلې به دوام وکړي؛ نو اوس هغه وخت راغلى چې د ډيورند کرښې په برخه کې خپله تاريخي غلطي اصلاح کړو.  د اروپايي پارلمان مرستيال باور لري چې په افغانستان کې د ميلياردونو يورو د مصرفولو او د جګړې لپاره د هلو ځلو پر ځاى بايد پر ډيورنډ کرښې پر بيا کتنې تمرکز وشي. چارنسکي په دې خبره د ټينګار ترڅنګ چې افغانستان تل د ډيورند کرښه په هند کې د بريتانوي استعمارگرو له لوري پر افغانستان تپلې کرښه بللې، ويلي چې ډيورنډ د بريتانوي هند له لوري د دې لپاره هڅه وه چې ځان ته ستراتېژيک عمق تضمين کړي او د افغانستان او  هند د براعظم لور ته د روسانو د پرمختګ د مخنيوي لپاره حايله سيمه رامنځته شي.

ده ويلي: «دا مصنوعي پوله په ۱۸۹۳ کال بريتانوي استعمار وکښله چې په نتيجه کې يې د افغانستان د خاورې لويې برخې چې اوس بلوچستان او د پښتنو سيمې بلل کېږي، بريتانوي هند ته ورکړې)). د اروپايي پارلمان مرستيال له ډيورنډ کرښې سره د خان عبدالغفار خان (پاچاخان) مخالفت ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي چې نوموړي نه يوازې د بريتانويانو د استعمار پر مهال له دې کرښې سره مخالفت کاوه ،بلکې د پاکستان د جوړېدو مخالف هم و. د اروپايي پارلمان مرستيال وايي: پاکستان د ډيورنډ کرښې په خاطر تل په کابل کې له غښتلي حکومت سره مخالفت کړى دى. ده دا هم ويلي چې په پاکستان کې په قصدي ډول د پښتنو او بلوڅو سيمې وروسته پاتې پرېښودل شوي، د هغو قبيلې يې له يوې بلې سره ښکېلې کړي او د سختدريځۍ او افراطيت د ودې زمينه يې په کې برابره کړې چې اسلام اباد په سيمه کې خپلو ستراتېژيکو هدفونو ته ورسېږي. ريچارد چارنسکي وايي: د طالبانو په شمول د افغانستان ټولو حکومتونو د ډيورنډ کرښې له منلو انکار کړى دى. د اروپايي پارلمان مرستيال په اسلام اباد کې د طالبانو د پخواني سفير عبدالسلام ضعيف له قوله وايي چې پاکستان له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ م پورې درې ځلې هڅه وکړه چې پر طالبانو ډيورند كرښه ومني، خو طالبانو ونه منله. ريچارد چارنسکي پر ډيورنډ کرښه د پاکستان له لوري د ازغن سيم او دېوال جوړول او د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کې پر افغان ځواکونو د پاکستاني پوځيانو له لورې
ډزې د ډيورند کرښې د منلو لپاره د پاکستان د هلوځلو دوام بولي
.د رسنيو له لارې دخپرو شويو رپوټونو پربنسټ پر اروپايي ټولنې سربېره دسيمې اونړۍ نورو هېوادونو، بې پرې او آزادي غوښتونكو ټولنو او ژغورنده غورځنگونو هم د ډيورنډ ددغې منحوسې كرښې په اوږدوكې پر پرتو ولسونو او قومونو باندې دپنجابي پوځيانو دتېريو دپاى ته رسولو او ددغې كرغېړني كرښي پر سر دافغانستان او پاكستان تر منځ د سترې ستونزې او لا نجې د ډېر ژر حل كولو له پاره د امريكا په مشرۍ پر نړيوالې ټولنې،لوېديځوالو اوپه سركې يې دملګرو ملتونو پر نړيوال سازمان غږ كړى دى چې پرافغانستان دډيورنډ ددغې تپل شوې منحوسې اوكرغېړنې كرښې پرسر د افغانستان اوپاكستان ترمنځ ددغې سترې شخړې داوارولو له پاره پربېړنيو اواغېزمنو اقداماتو لاس پورې كړي اوله دې لارې دې له يوې خوا ددغې كرښې په اوږدو كې پرخلكو باندې د زړه سوي له مخې خپل ستر مسئوليت پرځاى كړي اوله بلې خوا دې دافغانستان ، هند اوامريكا په ګډون دسيمې اونړۍ هېوادونو ته دستر سرخوږي په توګه په دغو قبايلي سيموكې دپاكستان د استخباراتو دكلونو كلونو د روزل شويو تروريستي ډلو اودهغوى د ځالو دشتون سترې ستونزې ته دپاى ټكى كېږدي.

شاولي _قرار شينوارى

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha