صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د افغانستان په جګړه كې د پاكستان ګټه نه شته

د افغانستان په جګړه كې د پاكستان ګټه نه شته

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

له افغان دولت سره داسلامي حزب يوځاى كېدل او كابل ته داسلامي حزب دامير ګلبدين حكمتيار راتلل او له هغه څخه د دولت اوخلكو تود هركلي دا وښودله، چې دولت په افغانستان كې دتلپاتې سولې د راتلو لپاره پوره ژمنتيا او آزادي لري اوخپلو سوله ييزو هڅوته دخپلو خلكو له غوښتنو سره سم دوام وركوي. له بلې خوا په خپله داسلامي حزب مشر په لغمان كې دخپلو خلكو اوپلويانو په وړاندې داخبره وكړه، چې دى خپل هېواد ته ،له امتياز پرته دسولې دراوستلو لپاره راغلى دى. همدارنګه حكمتيار دغويى په ۱۵ مه دجمعې په ورځ په هغې ستره اوتاريخي غونډه كې چې دده په وياړ په غازي لوبغالي كې جوړه شوې وه دسولې په راوستلو ټينګار وكړ،او له ټولو خلكو او جهادي رهبرانو څخه يې وغوښتل، چې دسولې اوامنيت په راوستلو كې سره يوموټى شي... همدارنګه حكمتيار پر وسله والو طالبانو غږ وكړ،چې له جګړې لاس واخلي او هغه جګړه دې ودروي چې قربانيان يې يواځې افغانان دي.

ده زياته كړه: هغوى چې د جهاد په نوم جګړه كوي، دخپلې جګړې لپاره هېڅ ډول شرعي اوعقلي دليل نه لري...

حكمتيار وويل: پرطالبانو غږ كوم چې له جګړې لاس واخلي... ډېرو ګاونډيو هېوادونو دافغانستان په جګړه كې خپله ونډه ادا كړې ده، نور دې دغه هېوادونه دافغانستان په كورنيو چارو كې لاسوهنه نه كوي... دحكمتيار له وينا څخه دا په ډاګه شوه، چې دملي يووالي حكومت داسلامي حزب په ملګرتيا اود خپلو خلكو په پوره ملاتړ سره دسولې راوستلو لپاره پوره ژمن دى. له بلې خوا ګاونډي هېوادونه اوپه ځانګړي ډول پاكستان په دې پوره پوه شو، چې بالاخره افغانان دسولې په راوستلو كې سره يوځاى كېږي، اودپاكستان سياسي او اقتصادي ګټې له سترګواښ سره مخامخ كېږي، نو اوس دخپلو ګټودبقا لپاره په يوه ناكامه لاره فكر كوي اوهغه په كې د افغانستان دجګړې پراختياده، چې همدا اوس په ننګرهار، تخار،بدخشان،بغلان، كندز اويوشمېرنورو ولايتونوكې طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو پر يوشمېر ولسواليو ډله ييز بريدونه پيل كړي دي او دپاكستان دآى ايس آى په مستقيمه لارښوونه كوښښ كوي چې كومه ولسوالي اويا ولايت له سقوط سره مخامخ كړي، خوليدل كېږي چې دهرې ورځې په تېرېدلو سره دطالبانو دمنصور په نامه پوځي عمليات له ناكامۍ سره مخامخ كېږي، او دافغان امنيتي ځواكونو پوځي عمليات په بريالي ډول پرمخ روان دي او دهرې ورځې په تېرېدلو سره طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اړوي. ددغه ډول حالت په شتون كې په افغانستان كې دترهګرو دپوره ځپلو لپاره دامريكا اوناټو سرتېري بيا هم افغانستان ته را روان دي، چې دامريكا دسمندري ځواكونو ۳۰۰ كسيزه ډله دوري مياشتې په وروستيو كې په هلمندكې ځاى پرځاى شوې ده، اوكېدلاى شي چې امريكا په روان كال كې له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰  پورې نور سرتېري هم افغانستان ته راولېږي. له بلې خوا دسيمې هېوادونه هم افغانستان له ترهګرۍ سره دمبارزې په كار كې يوازې نه پرېږدي. دغويي په ۱۶ مه دشنبې په ورځ ولسمشر غني دتاجكستان له ولسمشر امام علي رحمان سره تلېفوني خبرې وكړي. ولسمشر غني لومړى له امام علي رحمان څخه دافغان
 سرتېرو د درملنې په برخه كې مننه، وكړه اوبيايې له ترهګرو سره دګډې مبارزې غوښتنه وكړه، چې په مقابل كې دتاجكستان ولسمشر امام علي رحمان له افغان دولت سره دخپلې هرډول همكارۍ ټټروواهه اوله ترورېزم سره يې دګډې همكارۍ پر دوام ټينګار وكړ او ترورېزم يې دټول بشريت دښمن وباله.

همدارنګه ولسمشر محمد اشرف غني دغويي په ۱۷ مه ديكشنبې په ورځ په ارګ كې دايران دبهرنيو چارو له وزير جواد ظريف سره وكتل، دواړو لورو، دخپلو اړيكو اوهمكاريو په دوام ټينګار وكړ، ولسمشر غني په دغې كتنه كې وويل:

موږ نن ددې شاهدان يو چې دافغانستان او ايران ترمنځ په اړيكو كې دهمكاريو اوچت ليدلورى رامنځته شوى دى. موږ بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ داړيكو يو داسې تهداب جوړكړو، چې لنډمهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله لرليد په كې څرګند وي...

ولسمشرغني زياته كړه: دافغانستان ثبات بايد دسيمه ييز رقابت قرباني نه شي....دافغانستان جګړه داخلي جګړه نه ده... ترورېستي ډلې زموږ ګډ دښمنان دي او افغانستان هېڅكله تروريستي ډلې په غېږكې نه نيسي...

په مقابل كې دايران دبهرنيو چارو وزير جواد ظريف وويل: ... موږ تل دافغانستان له خلكو سره يو او په راتلونكي كې به هم ورسره يو او دملي يووالي دحكومت پوره ملاتړ كوو. موږ له افغانستان سره ستراتېژيكو او اوږدمهالو  همكاريو ته ژمن يو، موږ دپايدارې اره همكارۍ لپار ه   تيارى لرو،چې خپل استازي دكاري كمېټو لپاره معرفي كړو،ترڅو خپل كارونه ډېر ژر پيل كړي... موږ دافغانستان له حضور پرته په هېڅ ډول غونډه كې ګډون نه كوو... دافغانستان امنيت دايران دامنيت لپاره مهم دى.په دغې غونډه كې دايران له لوري له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هم ټينګار وشو اوپه افغانستان كې يې دجګړې دوام په سيمه كې دامنيت لپاره سترګواښ وګاڼه. ددې امكان شته، چې له افغان دولت سره دسوله ييزو هڅو په بهير كې دسيمې نور هېوادونه هم په افغانستان كې دپاكستان په ملاتړ له تروريزم سره روانه جګړه وغندي او دافغانستان دسولې له بهير سره خپله همكاري په ډاګه كړي.

 

له بلې خوا له افغان دولت سره داسلامي حزب له يو ځاى كېدلو، وروسته له طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو سره  دسولې له بهير سره ديوځاى كېدلو لړۍ دپيل كېدلو په حال كې ده.

ددغه حالت په شتون كې په افغانستان كې دجګړې دوام دپاكستان په ګټه نه دى، اوكېداى شي چې په پاكستان كې دترهګرو دمركزونو اوځالو په شتون كې ګاونډي او دسيمې هېوادونه دخپل امنيت لپاره دې ته لاړ شي، چې له خپلو هېوادونو څخه په پاكستان كې دترهګرۍ مركزونه په نښه كړي، نو له وخت نه په ګټې اخيستنې سره پاكستان بايد په دې پوه شي، چې نور په افغانستان كې د دوى په لارښوونه روانه جګړه هېڅ ډول ګټه ورته نه لري او ددې وخت رارسېدلى ، چې پاكستان په افغانستان كې دسولې له روان بهير سره په ډېر صداقت او امانت دارۍ سره مرسته وكړي او نور دترهګرو له تمويل ، تجهيزاو روزنې څخه لاس واخلي.

سمېع الله _سمېع

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha