صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د ديابت يا د شكر ناروغۍ مخنيوى

د ديابت يا د شكر ناروغۍ مخنيوى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

ديابت يا دشکر ناروغي د ميتابوليکي ستونزو يوګروپ دى چې په کې دوينې ګولوکوز د اوږدې مودې له پاره لوړ پاتې کېږي. دغه ناروغي دوه اساسي تايپونه لري. په لومړي تايپ کې پانقراس نه شي کولاې د بدن د اړتيا وړ انسولين توليد کړي چې په ۹۰ فيصده پېښوکې د اوتواميون ستونزو له امله د پانقراس د بيتا ژونکې تخريب کېږي.

 اکثره ناروغان يې ځوانان دي او د انسولينو له تطبيق پرته د کوما او مړينې له تهديد سره مخامخ کېږي په دوهم تايپ کې دبدن په انساجوکي د انسولينو ضد مقاومت موجود وي او ژونکې نه شي کولاى چې توليد شوي انسولين په مناسبه توګه وکاروي او سربېره پر دې پانقراس هم د اضافي انسولينو د توليد وړتيا له لاسه ورکوي. د اميدوارۍ په وخت کې د ځينو اميدوارو ميندو دوينې د ګلوکوزو کچه لوړېږي چې د بلاربښت د وخت د شکر په نامه يادېږي او له حمل څخه وروسته د دوى شکر بيا اصلاح کېږي،  خو دغه ميندې د ژوند په راتلونکو کلونوکې د شکر په دوهم تايپ د اخته کېدو ډېر چانس لري. همدارنګه ځينې جنتيکي ستونزې،ارثي ناروِغي، درمل اونورې ناروغۍ  هم په وينه کې د ګلوکوز د لوړوالي سبب ګرځي. په دې وروستيو کلونو کې زيات شمېر خلک په دې ناروغۍ اخته شوي او دغه راز ناروغان ورځ په ورځ زياتېږي، د بېلګې په توګه په ۲۰۱۶ کال کي په ټوله نړۍ کي ۴۲۲ ميليونه وګړي دشکر پر ناروغۍ اخته وو، چې داشمېر د تېروکلونو په پرتله ډېر لوړدي. لکه څنګه  چې په ۲۰۱۳ کال کې ۳۸۲ ميليونه  انسانان په دې ناروغۍ اخته وو،  څيړنو دا څرګندې کړيي چې په ۱۹۸۰ کال کي د ټولي نړۍ د نفوسو ۴،۴ فيصده په شکر اخته وو،  خو اوس مهال د کامل نفوس ٪۸،۵ د شکر په ناروغۍ اخته دي هغه څېړنه چي په ۲۰۱۵ کال کې ترسره شوې دا څرګنده شوي ده چې د شکر ۴۱۵ ميليونه ناروغانو له  ٪۹۰ څخه ډېر په دوهم تايپ اخته وو د شکر ناروغي او دهغې اختلاطات د مړينې د زياتوالي سبب ګرځي داسې ګومان کېږي، چې له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې  هر کال له ۵ ،۱ څخه تر ۵ ميليونو وګړو پورې دشکر او د شكر د اختلاطاتو له امله مړه شوي دي. له بده مرغه دشکر ناروغي په اسيايي او افريقايي هېوادونو کې د زياتوالي په حال کې ده او ګومان کېږي چې په ۲۰۳۰ کال کې به د شکر د ناروغانو شمېر په هغوسيموکې چې کم يا متوسط اقتصادي عوايد لري ډېر لوړشي. پر نوروستونزو سربېره د شکر ناروغي د اقتصادي ستونزو لامل هم ګرځي.  نه يوازې دا چې په شکر اخته ناروغان نشي کولاى خپلې دندې په ښ : Post on Facebook Facebook Add to your del.icio.us del.icio.us Digg this story Digg StumbleUpon StumbleUpon Twitter Twitter

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha