صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د هېواد د تاريخي آبداتو او فرهنګي ميراثونو په ساتنه كې بايد ډېره پاملرنه وشي

د هېواد د تاريخي آبداتو او فرهنګي ميراثونو په ساتنه كې بايد ډېره پاملرنه وشي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

له كله راهيسې چې په افغانستان كې دامريكا په مشرۍ دتروريزم پرخلاف جګړه پيل شوې ده، نو نه يوازې دا چې دافغانستان خلكوته دسراو مال ډېر زيانونه اوښتي دي، بلكې دافغانستان دخلكو معنوي او مادي شتمني هم خوندي نه ده پاتې شوې او يوشمېر تاريخي آبدات او لرغوني آثار يا زيانمن شوي اويا داچې له منځه تللي دي.

 په افغانستان كې دكورنيو جګړو پرمهال هم زموږ دفرهنګي شتمنيو دچور اوتالان په وخت كې دملي موزيم آثار دجګړه مارو له خوا په امن كې پاتې نه شول او بهرته قاچاق او وتښتول شول. په تېرو كلونو كې كه له يوې خوا په افغانستان كې جګړه روانه وه، خو له بلې خوا، دولت او په ځانګړي ډول داطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه وكړه، چې له يوې خوا دخپلو فرهنګي او تاريخي آثارو د چور او قاچاق مخه ونيسي اوله بلې خوا خپل ملي موزيم بيا فعال او د خپل موزيم چور شوي هنري اوتاريخي آثار په هېواد كې دننه او بهر، دنړيوالو فرهنګي موسسو او فرهنګيانو په مرسته ترلاسه اوپه خپل ملي موزيم كې يې دخپل تاريخي هويت دساتلو لپاره بېرته خوندي كړي، چې په دغې برخه كې زموږ يوشمېر ملي سوداګرو او فرهنګيانو هم پوره برخه واخيسته او وخت په وخت يې هڅه وكړه، چې خپل هنري او تاريخي آثار راټول او ملي موزيم ته يې وسپاري.

همدارنګه دهېواد دتاريخي او هنري آثارو دساتنې لپاره په تېرو ۱۶ كلونو كې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا، په كابل كې كورنۍ فرهنګى غونډې اوپه نړيواله كچه سيمينارونه  جوړ شول، چې په دغو سيمينارونوكې دفرهنګي آثارو دساتنې نړيوالې موسسې يونسكو پوره برخه اخيستې او داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت او نورو فرهنګي ټولنو سره يې خپله همكاري جاري ساتلي ده. له بلې خوا دافغانستان په بېلابېلو برخو كې فرهنګي ذخيرې ترمځكې لاندې پټې دي او دفرهنګي آثارو يوشمېر قاچاقبران هڅه كوي، چې په نوموړو سيموكې په غير حرفوي ډول كيندنې وكړي،چې ددغو غير حرفوي كېندنو په وخت كې زيات قيمتي لرغوني هنري آثارله منځه ځي. داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دلرغون پېژندنې رياست په دغې برخه كې هڅه كړيده، چې دخپلو امنيتي ځواكونو په مرسته يوشمېرلرغونې فرهنګي سيمې چې له هنري اوتاريخي آثارو څخه ډكې دي وساتي، خو بيا هم په دغې برخه كې دقاچاقبرانو لاس په پوره ډول نه دى لنډشوى:

همدا اوس داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له هلوځلو سره سره دفرهنګي آثارو قاچاقبران لاس ترزنې نه دي ناست. ددغه رنګه حالت په شتون كې زموږ امنيتي ځواكونو هڅه كړې، چې دهېواد په مختلفو سيمو كې دفرهنګي آثارو قاچاقبران وپېژني او خپل تاريخي اوفرهنګي لرغوني آثار بېرته ترې ترلاسه او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مسوولو مقاماتو ته يې وسپاري.

ددغه رنګه هڅو په بهير كې زموږ ملي موزيم اوملي آرشيف ورځ په ورځ دتاريخي او فرهنګي لرغونو آثارو له دركه غني كېږي او هڅه كېږي،  داسې پروګرامونه جوړ كړي، چې په خپله خلك دفرهنګي آثارو اوتاريخي آبداتو په ساتنه كې په پوره ډول مرسته وكړي، دغه كار هغه وخت په ښه ډول سرته رسول كېږي،چې دهېواد ټولې رسنۍ دخپلو ټاكلو پروګرامونو له مخې هره ورځ خلكوته دخپلو فرهنګي اوتاريخى آثار دارزښت او ساتنې په برخه كې پوهاوى وركړي، چې دهمدې اړتيا له مخې دروان كال دوري مياشتې په وروستيو كې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا د دولتي اوغير دولتي رسنيو دمسوولينو په ګډون يوه غونډه جوړه شوه. په غونډه كې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري وويل، چې دفرهنګي آثارو اوتاريخي آبداتو ساتنه دخلكو له همكارۍ پرته ناشونې ده. موږ هڅه كوو، چې مختلفې موسسې او ټولنې دې ته وهڅوو، چې په دغې برخه كې له موږ سره مرسته وكړي، له نېكه مرغه څو موسسې دې ته حاضرې شوي دي چې په دغې برخه كې له موږ سره مرسته وكړي. همدارنګه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست وويل: موږ له رسنيو  غواړو، چې دلرغونو فرهنګي اوتاريخي آثارو دسيمو په ساتنه كې له موږ سره مرسته وكړي اوپه دغې برخه كې خلكو ته پوره پوهاوى وركړي.نوموړي زياته كړه ، چې په ټول هېواد كې له لس زرو څخه زيات تاريخي آبدات شتون لري...

له بلې خوا ، دهرات دوالي محمد آصف رحيمى او نورو فرهنګيانو له خوا دمركزي حكومت اوپه ځانګړي ډول داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په همكارۍ داسى هلې ځلې روانې دي، چې په نږدې راتلونكې كې يو ملي كنفرانس دتاريخي آثارو دساتنې په برخه كې دهرات په ولايت كې دتوريزم، ښاري مديريت او دفرهنګي آثارو دساتنې ترعنوان لاندې جوړكړي، چې په نوموړي كنفرانس كې به سفيران، وزيران او ملي اونړيوالې موسسې ګډون وكړي او په دغه نړيوال كنفرانس كې به د افغانستان دتاريخي اوفرهنګي آثارو د ساتنې په برخه كې لازمې پرېكړې وشي. دا چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په خپل ټول توان سره هڅه كوي، چې دخپلو تاريخي اوفرهنګي ميراثونو دساتنې لپاره هلې ځلې كوي، نو ددې په څنګ كې په كار ده، چې دبهرنيو سيلانيانو لپاره هم تورېستي سيمى په نښه كړي او ډاډمن امنيت يې تامين كړي.ترڅو بهرني سيلانيان ترې وخت په وخت ديو ټاكلي ټكس په بدل كې ليدنه وكړي. له بله پلوه په بهركې دافغاني فرهنګي او هنري آثارو دښودلو لپاره دنندارتونونو لړۍ بايد پياوړې شي.

په تېرو كلونو كې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په دې وتوانيده چې په څو بهرنيو هېوادونو كې دافغاني هنري آثارو نندارتونونه جوړ كړي، چې ددغه رنګه هڅو پايلې ډېرې ګټورې وې،داځكه چې له يوې خوا بهرنيان دافغانستان له هنري آثارو سره آشنا شول اوله بلې خوايې اقتصادي ګټه هم درلودله، نوهيله ده چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خپلو ټولو فرهنګي موسسو سره په همغږۍ كې له يوې خوا دخپلو فرهنګي چارو دلاپياوړتيا او ساتنې لپاره په دوامدار ډول كاروكړي او له بلې خوا دخپلو هنري او تاريخي آثارو دپېژندنې لپاره له هېواده، بهر په نړيوالو نندارتونونو كې پوره برخه واخلي او هم په خپلواكه توګه دهېواد دننه هم نندارتونونه جوړ كړي، ترڅو په دې وسيله په خپله هېوادوال هم  له خپلو لرغونو آثارو اوتاريخي آبداتو سره پوره آشنايي پېدا كړي.

سمېع الله _سمېع

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha