صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | هر راز مالي مرستې بايد د منظم پروګرام او مديريت له مخې په پوره روڼتيا ولګول شي

هر راز مالي مرستې بايد د منظم پروګرام او مديريت له مخې په پوره روڼتيا ولګول شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

له جګړه ځپلي افغانستان سره چې دنړۍ داړوندو مرستندويو هېوادونو له خوا په مختلفو برخو كې كومې مرستې كېږي اړينه ده چې په ټوليزه توګه دغه مرستې دافغانستان داسلامي جمهوري دولت د بودجې له لارې، ديوسالم مديريت پر اساس او دلومړيتوبونو په پام كې نيولو سره په اړينو برخوكې په پوره روڼتيا او اغېزمنه توګه ولګول شي ،ترڅو له هره پلوه مثبتې پايلې له ځان سره ولري.

البته له هېواد سره دنړيوالو مرستندويانو دمرستو په لړ كې په دې وروستيو كې دچين ولسي جمهوريت له افغانستان سره د((دوه اويا ميليونه)) ډالرو وړيا مرسته كړيده، په هېواد كې دډله ييزو خپرندويو سرچينو په حواله دروان لمريز كال دغويي مياشتې په ((اتلسمه)) نېټه دماليې وزير په افغانستان كې دچين له سفير سره د رسنيز كنفرانس په ترڅ كې څرګنده كړه، چې د((دوه اويا)) ميليونو امريكايي ډالرو په ارزښت دوړيا مرستې تړون يې لاسليك كړي دى. دامرستې به په افغانستان كې په كور جوړولو، د دولتي ادارو په كامپلكس اودافغانستان لومړيتوبونو ته په كتو سره پر ځينو نورو پروژو ولګول شي دماليې دوزير په وينا چين له افغانستان سره دمرستو په برخه كې يوله مخكښو هېوادونو څخه دى. دغه هېواد په افغانستان كې دبنسټيزو چارو ، كور جوړولو اوپه سترو رغنيزو برخوكې مرستې كړي چې له دې ډلې يو هم دغه د((دوه اويا ميليونه)) امريكايي ډالرو په ارزښت دوړيا مرستې تړون دى او دغه مرستې به په بېلابېلو برخو كې ولګېږي. نوموړي داهم ويلي چې افغانستان له چين سره داوږد مهالې ملګرتيا ارزښت ته ژمن دى او زموږ ترمنځ ګڼ فرصتونه پراته دي. په دغو فرصتونو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيكې پراخې شي او دواړه لورې به وكولى شي چې په افغانستان كې ترې ګټه واخلي. دغه راز په افغانستان كې دچين سفير هم ويلي چې موږ له افغانستان سره په بيلابېلو برخوكې مرستوته ژمن يو او موږ به له افغان حكومت سره په ګډه كار و كړو چې دا مرستې په اغېزمنه توګه ولګېږي. ديادونې وړ ده چې چين له افغانستان سره دفزيكي اوټولنيز خونديتوب، پوهنې، بنسټيزو چارو، كور جوړونې او ځينو نورو برخوكې په ګډه كاركوي.

له شك پرته چې د ګاونډي هېواد چين ياده مرسته او هم په مختلفو برخوكې دهمكارۍ ژمنتيا له افغانستان سره دنوموړي هېواد دښه ګاونډيتوب او حسن نيت ښكارندويي كوي او افغان ولس ترې منندوى دى. البته دنوموړې مرستې ترڅنګ پخواهم يوشمېر هېوادونو دځينو تړونونو دلاسليكولو له مخې له افغانستان سره د دوامدارو مرستو او هراړخيز ملاتړ ډاډ وركړى او عملاً هم دپام وړ مرستې دافغانستان دحكومت په واك  كې وركړ شويدي چې په ټوليزه توګه افغان پتمن ولس له دغو مرستو څخه هم مننه كوي اولاهم د دوى دانسان پالو مرستو په هيله دى، ځكه زموږ هېواد ته په واقعيت سره چې دتېرو كلونو دبدمرغې جګړې له كبله په مختلفو برخوكې درانه زيانونه او ښتي دي، نو ترڅو پورې چې په ټوليزه توګه يې هر ډول ورانۍ او ويجاړۍ جوړې شوې او رغاول شوې نه وي، ديو سالم او كارنده مديريت په رامنځته كېدو دهېواد دځمكنيو كاني زير مو دراسپړلو او په مسلكي ډول داستخراج اودملي شتمنۍ په توګه ترې داستفادې له امله زموږ جګړه ځپلى هېواد د خودكفايۍ وړتيا پيدا كړې نه وي، نو دنړيوالې ټولنې او نورو مرستندويانو هراړخيزو مرستو ته به اړتيا لري، خو اساسي خبره بيا داده چې له هېواد سره هر ډول مرستې بايد دافغان دولت دبودجې له لارې ديو سالم مديريت او منظم پروګرام له مخې په ټوليزه توګه دلومړيتوبونو په پام كې نيولو سره په اړينو برخوكې په پوره روڼتيا اوبشپړ شفافيت په اغېزمنه توګه ولګول شي ترڅو له هره پلوه مثبتې پايلې له ځان سره ولري، نوپردې اساس كومې مرستې چې دنړيوالې ټولنې او نورو مرستندويو هېوادونو له خوا كېږي دافغان دولت داړوندو ارګانونو او مراجعو له خوا بايد د يو سالم مديريت او منظم پروګرام له مخې په بشپړه سپېڅلتيا يوازې او يوازې دهېواد پالنې او بشر پالنې په ځانګړې روحيه داړينو برخو ترڅنګ پر نورو اساسي او بنسټيزو پروژو ولګول شي ترڅو دكلونو كلونو جګړه ځپلى هېواد مو آباد، سمسور اوښېرازه شي، له هره پلوه ورغېږي، ورځ تربلې ترقي اوپرمختګ وكړي، دښې حكومتوالۍ لمن پراخه شي او هم دهېواد په ګوټ ګوټ كې دمختلفو پروژو دعملي بهير دپيل كېدو په ترڅ كې ګڼ شمېر هېوادوالو ته چې همدا اوس دهېواد په مختلفو ساحو كې له بې كارۍ اوبې روزګارۍ څخه سرټكوي او په ورځني ژوند كې له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، په هېواد كې دننه دسالم كار او روزګارزمينه برابره شي اوپه دې ډول به له يوې خوا په ټوليزه توګه افغان ولس په اړينو برخو كې دمرستندويو هېوادونو اوبنسټونو دمرستو په شفافه توګه د لګولو پايلې احساس او لمس كړي اوله بله پلوه به ګڼ شمېر بې كاره اوبې روزګاره هېوادوال د بېكارۍ او بې روزګارۍ له ستونزمن او ربړوونكي حالت څخه وژغورل شي اوپه هېواد كې دننه به له سالمو بوختياوو څخه برخمن او دګران هېواد جګړه ځپلي افغانستان په آبادۍ او ښېرازۍ كې به هم سهيم شي او هم به دوسله والو مخالفينو په جګړه ييزوليكو كې په ځانګړې توګه دبېكارو اوبې روزګارو ځوانانو دجذبېدو مخه هم ونيول شي.

شاه محمود_ دروېش

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha