صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د روحاني او علمي شخصيتونو شهيدانول د دښمنانو د فجيعو عملونو د ثبوت څرګنده بېلګه ده

د روحاني او علمي شخصيتونو شهيدانول د دښمنانو د فجيعو عملونو د ثبوت څرګنده بېلګه ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان د لرغوني ،وياړلي او حماسه زېږوونكي هېواد تاريخي دښمنانو ،مغرضو،مخربو ،محركو تېري كوونكو سيمه ييزو او نړيوالو استخباراتي شبكو او دهغوى دكلونو كلونو روزل شويو ترهګرو ،پيرودل شويو اجيرانو ،مزدورانو تالې څټو او لاس پوڅو وحشي صفتو عناصرو نه يوازې دفاتحو،جنازو او ودونو پر مراسمو او دښځو ،

ماشومانو او بوډاګانو په ګډون دبې ګناه بې دفاع او مظلومو خلكو له ګڼې ګوڼې څخه په ډكو سيمو كې  له ځانمرګو او غلچكي بريدونو او بمي چاودنو څخه هېڅ ډډه نه ده كړې او د خپلو دغه ډول اسلامي ضد،انساني ضد او ترقي ضد عملونو په  تر سره كولو سره يې تل خلك د زياتو ويرونو او ماتمونو د ګاللو پر ټغرونو كېنولي او ژړ ولي دي، بلكې دغه ډول بې رحمو بې عاطفې او وحشي صفتو عناصرو آن دماشومانو ،عالمانو ،روحانيونو او پوهانو په ګډون خلك هم څيرلي ،حلال كړي او شهيدان كړي دي او پرخپلو دغه ډول كركجنو عملونو سره يې خپلې ناولې او كرغېړنې څېرې لابربنډې او ډاګيزه كړي دي. چې دپروان او كندهار په ګډون دهېواد په زياتو سيمو كې دهېواد د سترو  علمي او روحاني شخصيتونو په توګه دستانكزي او دپروان دعالمانو شورا د رييس او نورو علمي،ادبي ،فرهنګي او روحاني شخصيتونو بې رحمانه او وحشيانه وژل يې دثبوت څرګندې بېلګې دي.درسنيو له لارې دخپرو شويو رپوټونو پربنسټ دافغانستان دجمهور رييس محمد اشرف غني په ګډون دهېواد ټولو عاطفه لرونكو چارواكو او نورو صله رحمو شخصيتونو او آن بهرنيو زړه سواندو خلكو ،دبشري حقونو سازمانونو او نورو ناپييلو سيمه ييزو او نړيوالو بنسټونو په هېواد كى دديني ،روحاني ،علمي ،ادبي او فرهنګي شخصيتونو ددغه ډول بى رحمانه او وحشيانه وژنو په غبرګون كې دهغوى عاملين په كلكه محكوم كړي او غندلى او جوته كړي يې ده چې داسلام د سپيڅلي دين ،سولې ،علم ،پوهې او دوطن ددښمنانو دغه ډول فجيع او شنيع عملونه به خلك هېڅكله له علم او پوهې بې برخي نه كړي او نه به له دې لارې دخپلو مغرضو سيمه ييزو اونړيوالو استخباراتي شبكو ناوړو پلانونو او شومو موخوته دعمل جامه ورواغوندي او تل به دخداى (ج) له زياتو عذابونو سره مخ وي ،عالمان،پوهان او نور خلك به تل پرې زيات لعنتونه وايي او محكوموي به يې. دسياسي  شنونكو او كارپوهانو په باور كه چېرې د افغانستان دملي اردو،ملي او سيمه ييزو پوليسو او د ملي امنيت ،څارګرې او كشفي ادارې له خپلو هېوادپالو دين دوستو او سوله غوښتونكو خلكو سره دپوره همغږۍ له مخې د وطن ،سولې ،علم او پوهې ددغه ډول دښمنانو دناوړو توطئو دكشفولو او شنډولو له پاره تل تيار،بېدار او هوښيار واوسي او په دې برخه كې له پوره جديت او قاطعيت څخه كار واخلي او هم ورسره جوخت ددښمنانو ددغه ډول اسلامي ضد،انساني ضد او ترقي ضد عملونو دناكامولو له پاره دخپلو خلكو پوره مرسته ترلاسه كړي ،نو بيا پردې پوره باوردې چې دافغانستان دخلكو پرضد به ددښمنانو دغه ډول شومې توطئې او دسيسې او دهغوى داستخباراتي او پوځي بادارانو ناوړه پلانونه تل كشف او له پلي كېدو دمخه به شنډېږي او له خاوروسره به خاورى كېږي. وړانديز دادى چې دامريكا په مشرۍ نړيواله ټولنه هم بايد ديو ډېر ستر او ګډ دښمن په توګه په افغانستان كې د ترهګرو دځپلو او دهغوى دملاتړو هېوادونو د په نښه كولو او ورسره جوخت دپاكستان او ايران په څېر دنړۍ په هېوادونوكې دترهګرو دځالو،روزنځايونو او پټنځايونو دپه نښه كولو او ړنګولو له پاره له افغان ځواكونو سره رښتينې مرستې ته ودانګي او په دې برخه كې دې دافغانستان له هېواد سره خپلو شويو ژمنو ته دعمل جامه ور واغوندي، نو هله به له افغانستانه دترهګرو تورټغر ټول شي او پرمټ به يې د امريكا په ګډون دنړۍ دنورو هېوادونو خلك هم دترهګرو او دهغوى دملاتړو هېوادونو له شره خوندي شي او له امله به يې دافغانستان په ګډون دسيمې او نړۍ په هېوادونو كې دعلمي او روحاني شخصيتونو او نورو خلكو بې رحمانه وژنو او د داسې نورو ناوړو او كركجنو عملونو دترسره كولو له پاره ددښمنانو بريدونو ته دپاى ټكى كېښودل شي.

شاولي قرار

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha