صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې سخته اړتيا ده

د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې سخته اړتيا ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري پرون په يوه خبري غونډه کې د ناټو له غړو هېوادونو او له هغو هېوادونوڅخه چې له تروريزم څخه ځورېږي، وغوښتل چې له ډار اچوونې سره په جګړه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

 د دملي دفاع وزرات وياند دولت وزيري دغه راز د خالد د پسرلنيو عملياتو په باب خبرې وکړې او د هېواد په بېلابېلو سيموکې يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو برياليتوبونه او لاسته راوړنې په ګوته کړې او د ناټو له غړو هېوادونو اوله هغو نورو هېوادونوڅخه چې په سيمه کې  د تروريزم له شتون څخه کړېږي، وغوښتل چې د افغانستان له دفاعي او امنيتي ځواکونوسره دې مرسته وکړي.ده د هېواد د شمال ولايتونو په تېره بيا د شمال ختيځو سيمو د نا امن کېدو په باب د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: د ملي دفاع وزارت په تېره بيا  د هېواد امنيتي اودفاعي ځواکونه ژمن دي چې د هېواد په ټولو سيموکې بشپړ امنيت تامين کړي او همدا اوس  هوايي، ګوزاريز او د کوماندو ځواکونه او د ملي دفاع وزارت ساحوي قطعات له کابل څخه د هېواد شمال ختيځو سيمو په تېره بيا د بدخشان او کندز ولايتونو ته استول شوي دي چې په ډېر لنډ ممکن وخت کې دغه سيمې تصفيه او امنيت تامين شي .  ده ژمنه وکړه چې د هېواد دفاعي ځواکونه به د خپل  ژوندانه تر وروستۍ سلګۍ پورې هڅه وکړي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې امنيت تامين كړي.   باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha