صفحه اصلی | eslah | اخبار | افغانستان | کندهار ښار کې د تروريستي بريد په اړه مطبوعاتي اعلاميه

کندهار ښار کې د تروريستي بريد په اړه مطبوعاتي اعلاميه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
کندهار ښار کې د تروريستي بريد په اړه مطبوعاتي اعلاميه

ارګ، کابل: تروريستانو د افغانستان د خلکو پر وړاندې د خپلو جنايتونو په لړ کې غوښتل د دوو کانتينرونو په وسيله کندهار ښار کې انفجاري توکي ځاي په ځاي او بيا د روژې په دې مبارکه مياشت کې زموږ د عامو افغانانو پر ضد په سترو جنايتونو لاس پورې کړي، چې زموږ د زړورو امنيتي ځواکونو له خوا کشف شول، خو له بده مرغه د شنډولو پرمهال په يوه کانتينر کې چاودنه رامنځته شوه او له امله يې زموږ يو شمېر عام روژه په خوله هېوادوال شهيدان او ټپيان شول.

 تروريستانو د خپلو غلطو باورونو په اساس زموږ د خلکو خلاف د وحشت يوه داسې لړۍ پيل کړې ده چې له مخې يې پر تاسيساتو، زيربناوو، د ښوونځيو په ګډون پر ديني او ښوونيزو مرکزونو، جوماتونو، د لوبو په ډګرونو او بازارونو بريدونه کوي، خو افغانان به له خپل حکومت سره په ګډه تروريستانو ته اجازه ورنه کړي چې د پرمختګ او ترقۍ په لورغوره کړې لار بدله کړي. جمهوررئيس غني د لا زياتو تلفاتو په مخنيوي کې د کشفي ادارو اقدامات د قدر وړ وبلل او يو ځل بيا يې ټينګار وکړ چې تروريستان د غير مشروع او انسان ضد کړنو له لارې خپلو شومو اهدافو ته نشي رسيدلي او په هر ځاي کې به د امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا په نښه او له منځه يوړل شي. د هېواد جمهوررئيس دغه تروريستي بريد غندي او د پېښې د قربانيانو کورنيو ته د تسليت او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د بشپړې بيړنۍ روغتيا دعا کوي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha