صفحه اصلی | eslah | ورزش | کرېکټ بورډ: د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو دې هېواد ته له کور او کورنۍ سره راستـانه شـي

کرېکټ بورډ: د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو دې هېواد ته له کور او کورنۍ سره راستـانه شـي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
کرېکټ بورډ: د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو دې هېواد ته له کور او کورنۍ سره راستـانه شـي

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر د کرېکټ ملي لوبډلې له هغو لوبغاړو او کارکوونکو- چې بهر اوسي- وغوښتل چې هېواد ته له کور او کورنۍ سره ستانه شي.

کرېکټوپوهان وايي، د دې ادارې پخواني مشر هم له کرېکټ لوبغاړو ورته غوښتنه کړې وه، خو په ځاي نه شوه.

عاطف مشعل د شنبې په ورځ کابل کې خبرغونډې ته وويل، که د دې بورډ اړوند لوبغاړي او کارکوونکي داسې ونه کړي، دوي ور سره تړون ختموي.

"که د چا کورنۍ بهر اوسي، يوه مياشت کې يې افغانستان ته ستنې نه کړي، تړون يې له کرېکټ بورډ سره له منځه ځي". که څه هم د کرېکټ بورډ مشر د کوم لوبغاړي نوم وانخيست، خو دغه اداره کې يوې سرچينې بي بي سي ته ويلي، چې د ملي لوبډلې څلور او د الف لوبډلې څو لوبغاړي په پاکستان کې له کورنيو سره اوسي.

کرېکټپوه شېر رحمان خاطر وايي، افغانستان او پاکستان پر سياست سربېره دا مهال کرېکټ کې هم سيالي لري:

"افغان کرېکټ بورډ له پاکستان سره سيالۍ ونه کړې، د پاکستان غوره ليګ کې يې لوبغاړي ګډون ته نه پرېښودل."

افغان کرېکټ بورډ تېر کال له پاکستان کرېکټ بورډ سره د درې ورځنيو سياليو پلان درلود، خو کابل کې تر خونړي بريد وروسته يې وځنډولې. کرېکټپوه شېر رحمان خاطر وايي، د پاکستان اوسني وضعيت هم دا غوښتنه کوي چې کرېکټ لوبغاړي خپل هېواد ته ستانه شي:

"ځکه که دوي يا پر کورنيو يې څه وشي، دا کرېکټ بورډ ته لوي بدنامي ده. د هغه په خبره، افغان کرېکټ بورډ اوس ډېر پرمختلي دي، هند کې هم دوه لوبغالي لري او که د روزنې لپاره هم وي افغان لوبغاړي پاکستان کې اوسېدلو ته اړتيا نه لري.

د کرېکټ بورډ دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې وروستيو کې د ملي لوبډلې يوه لوبغاړي شهزاد محمدي د پښتونخوا په يوه کلب سيالۍ کې ګډون درلود. نوموړي په يوه لوبه کې په ۱۲ منډو وسوځېد او دې په خواله رسنيو کې پراخ غبرګون وپاراوه.

په دې خبري غونډه کې د کرېکټ بورډ ديسپلين کمېټې د شهزاد محمدي په هکله د درې لکه جرمانې پرېکړه هم واوروله.

"شهزاد محمدي له کرېکټ بورډ قوانينو خلاف لوبه کړې او قوانينو خلافورزي يې کړې، نو دې کمېټې او د نړيوالو قوانينو خلافورزي له امله درې لکه جريمه شو". دې کمېټې خبرداري ور کړ چې که شهزاد محمدي بيا داسې عمل وکړي، له جدي غبرګون سره مخ شي.

د کرېکټ بورډ مشر هم وويل، چې يو قراردادي لوبغاړي د دې ادارې له رسمي اجازې پرته بهر سفر نشي کولي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha