صفحه اصلی | eslah | ورزش | دسولې او پراختيا تر شعار لاندې د ورزش نړيواله ورځ ونمانځل شوه

دسولې او پراختيا تر شعار لاندې د ورزش نړيواله ورځ ونمانځل شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دسولې او پراختيا تر شعار لاندې د ورزش نړيواله ورځ ونمانځل شوه

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات، سوله دافغانانو لپاره يوه جدي اړتيا وبلله او له ورزشکارانو څخه يې وغوښتل چې دلوبو دترسره کولو سره دې دسولې پيغام خلکو ته ورسوي .

دځوانانو دچارو دخپرونو امريت باختر اژانس ته خبرورکړ، دوري دمياشتې اتلسمه دورزش نړيواله ورځ  دسولې او پراختيا تر شعار لاندې ددولتي مقاماتو ملي او نړيوالو ورزشکارانو او ديوشمير ځوانانو په ګډون دجمعې په ورځ دځوانانو دچارودمعينيت له خوا  ونمانځل شوه .

  دملګروملتو دسازمان عمومي ټولنې په  ٢٠١٣ميلادي کال کې دوري دمياشتې اتلسمه دسولې اوپراختيا  لپاره دورزش دنړيوالې ورځې په توګه اعلام کړه چې له دې لارې دورزش په ښه والي دانسانانو په روغتيا، دسالم ژوندانه دلارو چاروپه برابرولو او دنړيوالې سولې دټينګښت په کار کې  دورزش په رول باندې ټينګار وکړ .

  ډاکتر سادات دسولې دفرهنګ په رواجولو کې دورزش درول په باب خبرې وکړې او ويې ويل، ورزش بايد دټولنيز سمون او دانسانانو دځواکمني او دځوانانو د جنسيتي برابري  په کار کې ديوې وسيلې په توګه وي .

له بلې خوا هم دالمپيک دملي کميټې د موي تاى دملي فدراسيون مرستيال جميل محمدي په دې غونډه کې دځوانانو دچارو معينيت  دنوښت له امله دمننې او خوښي په څرګندولو سره زياته کړه چې هيڅ څيز دورزش په شان قادر نه دى چې نارينه اوښځې له بيلابيلو فرهنګونو څخه راټول کړي او په ګډو ارزښتونو، عادلانه لوبې، متقابل درناوي او دډله ئيز کار روحيه پيداکوي .

ده څرګنده کړه چې ورزش دسالمې ټولنې بنسټ دى . هغه ټولنه چې په خپله او دځان په دننه کې دسوکالى احساس کوي او په عين حال کې په تنوع متحد دى او دبشر دحقوقو او دانساني کرامت دبرابرۍ داصل پربنسټ  فعاليت کوي . داپه داسې حال کې ده چې دځوانانودچارو معينيت دټولو ځوانانو ترمنځ دهمغږى او دسولې او ارامۍ دفضا دبرابرولو په مقصد په بيلابيلو برخو کې سترې ملي برنامې عملي کوي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha