صفحه اصلی | eslah | ورزش | افغان ۱۹کلن کرکټ ټيم پاکستان ته ماتې ورکړه

افغان ۱۹کلن کرکټ ټيم پاکستان ته ماتې ورکړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان ۱۹کلن کرکټ ټيم پاکستان ته ماتې ورکړه

د نوولس کلونو د کرکټ د نړيوال جام په ترڅ کې په نيوزيلنډ کې افغان لوبغاړو پاکستان ته د پنځو ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

لومړي بيټنګ پاکستان وکړ چې په اته څلوېښتم اوور کې يې ټول لوبغاړي د يوسل او اته اتيا منډو په جوړېدو وسوځېدل.

د افغانستان له لورې په باولرانو کې عظمت الله او قيس احمد د پاکستان درې درې لوبغاړي وسوځول او د افغانستان په بيټسمينانو کې دروېش رسولي شپږ اويا منډې جوړې کړې او تر اخره ونه سوځېده.

د پاکستان په بيټسمينانو کې د نظر په نوم د سر يوه لوبغاړي يو اتيا منډې جوړې کړې دي، د اصف په نوم يوه بيټسمن ديرش منډې وکړې او نور اکثر لوبغاړي يې په لږو منډو اوټ شول.

افغانستان به په خپل ګروپ کې د سې شنبې په ورځ دوهمه لوبه له سريلانکا سره وکړي چې سريلانکا هم پياوړي ټيم دي او د افغان لوبغاړو د خپل ګروپ وروستۍ لوبه له ايرلنډ سره د جمعې په ورځ ده.

د افغانستان له ګروپه به تر نيمه پايلوبې مخکې پړاو ته دوه لوبډلې ووځي او يوه به اوټ شي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha