صفحه اصلی | eslah | ورزش | افغانستان د اسیا په کچه د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو اتلولي خپله کړه

افغانستان د اسیا په کچه د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو اتلولي خپله کړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغانستان د اسیا په کچه د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو اتلولي خپله کړه

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ټيم د اسيايي جام په فاينل لوبه کې د پاکستان سيال ټيم د ۱۸۵ منډو په توپير مات کړ او د دې جام اتلولي يې وګټله.

د ماليزيا په پلازمېنه کوالالامپور کې د اسيايي جام په فاينل لوبه افغان لوبغاړو په ۵۰ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۸ منډې وکړې او ۲۴۹ هدف يې ورکړ خو ټول پاکستاني لوبغاړي په ۲۳م اوور کې اوټ شول او يوازې ۶۳ منډې يې وکړې. په پرونۍ لوبه کې اکرام علي خېل د ۱۰۷ منډو په جوړولو سره سليزه وکړه. افغانستان تېره اوونۍ په نيمه پايلوبه کې نيپال ته په اوو ويکټو ماتې ورکړه او له پاکستان سره فاينل ته راووت، خو په لومړي پړاو کې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له پاکستان څخه وګټله، دوهمه لوبه يې سريلانکا ته بايلوده خو درېيمه لوبه چې له متحده عربي اماراتو سره وه، په لوي توپير وګټله.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha