صفحه اصلی | eslah | ورزش | جمهوررئیس غني احمد یاسین قادري د نغدي ډالۍ په ورکولو تقدیر کړ

جمهوررئیس غني احمد یاسین قادري د نغدي ډالۍ په ورکولو تقدیر کړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني احمد یاسین قادري د نغدي ډالۍ په ورکولو تقدیر کړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني د هېواد د بدني ښکلا فدراسيون ورزشکار احمد ياسين قادري چې په دې وروسيتو کې يې په مغولستان کې د بدني ښکلا د اماتور نړيوالې سيالۍ په نهم پړاو کې لومړۍ مقام ګټلي، د نغدې ډالۍ په ورکولوتقدير کړ.

په دغو مراسمو کې چې په همدې اړه په ارګ کې ترسره شول، په پيل کې د بدني ښکلا فدراسيون رئيس باور هوتک له جمهوررئيس څخه د ورزشکارانو د ملاتړ له امله مننه وکړه او د هېواد د ورزشکارانو د ستونزو په مطرح کولو سره يې د هغو د حل غوښتنه وکړه.

ياسين قادري جمهوررئيس او د افغانستان خلکو ته د دغه برياليتوب مبارکي وويله او زياته يې کړه : ستاسې ملاتړما او د هېواد  ټولو ورزشکارانو ته د برياليتوب زمينه برابره کړه.

جمهوررئيس د هغوي د خبرو له اورېدو وروسته ياسين قادري ته په خطاب کې وويل: له تاسو او ستاسو له کورنۍ مننه کوم چې د سيمې او نړۍ په کچه مو هېواد ته عزت او لوي وياړ وګټلو.

جمهوررئيس غني زياته کړه: مونږ د هېواد ورزش ته توجه لرو او ملاتړ يې کوو او راتلونکې اونۍ د هېواد ورزش ته د لا زياتې پاملرنې په خاطر اساسي برنامې پيلېږي. جمهوررئيس محمداشرف غني وويل: په څو وروسيتو مياشتو کې د هېواد ورزشي ټولنې د قدر وړ وياړونه ګټلې دي.

جمهوررئيس د خپلو خبرو په پاي کې وويل: زمونږ ورزشکاران د ورزش په نړيوالو ډګرونو کې د افغانستان بيرغ په رپولو سره د افغانستان نوي انځور وړاندې کوي چې دغه هېواد له بد حالت څخه ښه وضعيت ته رسېدلي او کولاي شي وياړونه ترلاسه او د پرمختګ شاهد وي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha