صفحه اصلی | eslah | ورزش | اجـرائیه رئیس : پـه سـپورتـي ادارو کـې ستـونـزې پـای تـه رسـوو

اجـرائیه رئیس : پـه سـپورتـي ادارو کـې ستـونـزې پـای تـه رسـوو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجـرائیه رئیس :  پـه سـپورتـي ادارو کـې ستـونـزې پـای تـه رسـوو

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسيون له غړو سره، د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې وليدل.

په دې ناسته کې لومړي د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون، د هېواد د خبريالۍ او سپورتي وضعيت د ستونزو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې په سپورتي ادارو کې اختلافاتو لوبغاړي او د افغانستان اتلولۍ يې اغېزمنې کړي دي.

هغوي وويل، که روان وضعيت بدلون ونکړي نو په سپورتي برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې به له منځه لاړې شي او لوبغاړي به زړه توري شي. د دې ترڅنګ هغوي په هېواد کې د ورزشي خبريالۍ په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون غواړي چې به منظم او منسجم ډول سره سپورتي پېښو ته خبري پوښښ ورکړي.

د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون د خپلو لاسته راوړنو په اړه هم اجرائيه رئيس ته معلومات ورکړل او هم يې د نړۍ د ورزشي خبريالانو د فدراسيون له لوري له ورزش او رسنيو څخه د اجرائيه رئيس د ملاتړ په اړه، ډاکټر عبدالله عبدالله ته را استول شوي تنديس هم ډالۍ کړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسيون چارې او لاسته راوړنې وستايلې او د ملاتړ ډاډ يې ورکړ.

اجرائيه رئيس وويل، کوښښ کوي چې د ملي يووالي حکومت هر څه ژر په سپورتي ادارو کې رامنځته شوي ستونزې حل کړي؛ خو اختلافونه او ناندرۍ نبايد د لوبغاړو په روحيه اغېز وکړي او د هغوي فعاليتونه له خنډ و ځنډ سره مخ کړي.

د هېواد اجرائيه رئيس وويل، له رسنيو او ورزشي ادارو څخه ملاتړ د حکومت دنده ده او هغوي ته د هر ډول اسانتياوو د برابرولو او د ستونزو لرې کولو لپاره يې هڅې کوي.

د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون په 2016 کال کې د اسيا د تر ټولو غوره فدراسيون د سپينو زرو او د دې فدراسيون غړي ابراهيم مومند په 2016 کال کې د اسيا د غوره ورزشي خبريال د سرو زرو مډال اخيستي وو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha