صفحه اصلی | eslah | ورزش | احمد ضيا مسعود: ټول همکاري وکړي چې په افغانستان کې ورزش وده وکړي

احمد ضيا مسعود: ټول همکاري وکړي چې په افغانستان کې ورزش وده وکړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
احمد ضيا مسعود: ټول همکاري وکړي چې په افغانستان کې ورزش وده وکړي

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود د فوټبال فدراسيون د رييس د ټاکنې په بهيرکې د يوشمېر دولتي او غير دولتي مقاماتو د لاسوهنې په باب د فوټبال فدراسيون د يو شمېر غړو شکايتونه واوريدل.

د جمهور رييس د فوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:  د جمهور رييس فوق العاده استازي د فوټبال فدراسيون د کتنې په وخت کې له رسنيو سره په خبروکې وويل: موږ هلې ځلې کوو چې شرايط داسې برابر کړو چې ورزش په افغانستان کې بنسټيز شي او د کميسيونونو د رييس او غړو د ټاکنې مسئله په ملي او نړيوالو ورزشي مرکزونو پورې مربوط دي چې د فوټبال فدراسيون د رييس ټاکنه هم د ولايتونو د فدراسيونونو د رييسانو په ګډون او د فيفا د مرکز  تر مستقيم نظر لاندې ترسره کيږي چې هيڅ دولتي مقام او د ملي شورا غړي په دې بهيرکې د لاسوهنې حق نه لري .

  دغه راز د جمهور رييس فوق العاده استازي وويل: بايد ټول دولتي مقامات،  ملي سوداګر او خلک همکاري وکړي چې په افغانستان کې ورزش وده وکړي او بايد قومي،  سمتي او سليقوي مسئلې په ورزش کې شامل نه شي؛ که نه نو  د ورزش ننني ښه برياليتوبونه هم له منځه لاړ شي او دا ورزش او د افغانستان له ځوان نسل سره ستره جفا ده .

احمد ضيا مسعود وويل چې په وروستيو څوکلونوکې ورزش ښه پرمختګ کړى دى او په بېلابېلو څانګوکې يې ښه اتلان ټولنې ته وړاندې کړي دي چې له دې جملې څخه د افغانستان فوټبال په تيرو څوکلونوکې ښه وده کړې ده او د ملي پيوستون د پياوړتيا سبب شوى دى.

  نو دغه برخه بايد پياوړي شي، نه دا چې په سليقوي او ناسموعلايقو سره  وغواړي؛ هغه خراب کړي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha