صفحه اصلی | eslah | ورزش | يوشمير غوره ورزشکاران وستايل شول

يوشمير غوره ورزشکاران وستايل شول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
يوشمير غوره ورزشکاران وستايل شول

دهېواد يوشمير اتل او غوره ورزشکاران دخرم او مرحمت دتولنيزو مرکزونو له خوا وستايل شول .

  دباختراژانس دخبرله مخې،  په هغې غونډه کې چې له همدې امله  دملي تياتر په تالار کې  جوړه شوې وه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  ډاکتر- کمال سادات  د ځوانانو درول په باب خبرې وکړې او ويې ويل  چې ځوانان بايد دخپل علاقې وړ څانګو کې  زياتې هلې ځلې وکړي چې دباز محمد مبارز، ولي هوټک، او دنورو بيلابيلو څانګو اتلانو په شان مثال وي .

  ده زياته کړه چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دهېواد له نورو ځوانانو په تيره بيا دبيلابيلو برخو  دغوره او نخبه ځوانانو ملاتړ اوقدرداني کوي او دهغوى په خدمت کې دى .

دغه راز له خلکوپه تيره بيا دهېواد له ځوانانو څخه وغوښتل چې دفساد پرخلاف  مبارزه کې  او دفساد دجرړو  دايستلو په لاره کې پرله پسې هلې ځلې وکړي او دخپل هېواد په ودانولو کې فعاله ونډه واخلي .

  په دې غونډه کې  دخرم دټولنيز مرکز مسوول
 احمد شارون  نظري وويل  چې ددغه پروګرام دجوړولو هدف  داتلو او مډال راوړونکو ورزشکارانو ستاينه ده

  ده زياته کړه چې ځواکمن ځوانان کولى شي له خپلو اغيزمنو هلوځلو څخه ټولنه دپرمختګ او ترقۍ په لور يوسي .

  دغه راز دمرحمت دټولنيز مرکز مسوولې زمانه کريمي هم خبرې وکړې او ويې ويل  چې رښتيني اتلان هغه کسان دي چې دتعصب او تبعيض پولې  ماتې کړي او دګران افغانستان دابادۍ او سمسورتيا په خاطر  هلې ځلې وکړي .

دى دغه رازدهېواد له ځوانانو څخه چې په بيلابيلوڅانګو کې اتلولي  کړې ده او هېواد ته يې مډال راوړلي دي قدرداني وکړه .

  دغه راز دهېواد  اتل ورزشکار ولي هوټک هم  له دغو مرکزونو څخه  چې دهېواد  د غوره ځوانانو او ورزشکارانو ستاينه يې کړې ده  يادونه وکړه او ويې ويل  چې بايد ټول ورزشکاران او ځوانان  چې په بيلابيلو څانګو کې کار کوي  دافغانستان لپاره هلې ځلې وکړي .
 او مډال  ترلاسه کړي
.

ددغې غونډې په پاى کې  اتلو او مډال راوړونکو ورزشکارانو ته  دخرم او مرحمت دټولنيزو  مرکزونو دمسوولينو له خوا دستاينې لوحې  ورکړل شوې .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha