صفحه اصلی | eslah | ورزش | په سپورتي ادارو کې شته ستونزې به په اساسي ډول حل شي

په سپورتي ادارو کې شته ستونزې به په اساسي ډول حل شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په سپورتي ادارو کې شته ستونزې به په اساسي ډول حل شي

اجرائيه رياست د المپيک په نړيوالو لوبو ( رويو 2016 ) او د سوېلي اسيا په لوبو کې له ګډون کوونکيو او لوبغاړو ستاينه وکړه.

په دې اړه په جوړو شويو مراسمو کې د افغانستان د ملي المپيک کمېټې مشر جنرال ظاهر اغبر وويل، چې افغان لوبغاړو د المپيک په نړيوالو او د سوېلي اسيا په نړيوالو لوبو کې د افغانستان توغ رپاند وساته او وياړنې يې ترلاسه کړې.

هغه زياته کړه، سره له دې چې په سپورتي برخه کې ستونزې رامنځته شوي او له المپيک کمېټې سره موازې اداره جوړه شوې؛ خو افغان لوبغاړو په تش لاس د نړۍ له پرمختللو هېوادونو او هغوي چې د ورزش لپاره ډېره بوديجه لګوي، په يوه کتار کې افغانستان سيال کړ.

نوموړي وويل، زياته کړه چې په برازيل کې يې نړۍ ته د ولسمشر او اجرائيه رئيس پيغام رسولي؛ خو هېڅکله يې په افغانستان کې د ورزشي ادارو ترمنځ را پورته شوې ستونزې چاته نه دي يادې کړي.

جنرال اغبر نيوکه وکړه، چې المپيک کمېټې ته ځانګړي شوي دوه ميليونه ډالر شخصي جېبونو ته ځي، د موازي ادارو لپاره پرې په لس زره ډالرو کرايه کور نيول کېږي؛ خو لوبغاړو ته يو خالي ملاتړ هم د حکومت د مشرانو له لوري نه ميسر کېږي.

هغه غوښتنه وکړه، چې په ورزشي ادارو کې دې لاسوهنې بندې شي، موازي ادارې دې له منځه لاړې شي او ستونزه بايد د حکومت د مشرانو له لوري په اساسي ډول حل شي: « زه المپيک ته د مشرۍ لپاره او په خپل سر نه يم راغلي. زه خلکو راوستي يم، د خدمت لپاره که چېرې په ما کې ستونزه وي، نو ولسمشر او اجرائيه رئيس دې ماته ووايي، زه يې اطاعت کوم»د افغانستان د المپيک کمېټې مشر وويل، چې په المپيک کمېټه کې ټاکنو ته چمتو دي؛ خو نبايد د اوسني ناوړه وضعيت شکنجه لوبغاړو ته ورکړل شي.

نوموړي خبرداري ورکړ، که چېرې له دې وروسته د المپيک کمېټې فعاليتونه وځنډېدل دي يې مسوول نه دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ناسته کې لوبغاړي د افغانستان معنوي پانګه او وياړ وبلل.

اجرائيه رئيس د المپيک او سوېلي اسيا په نړيوالو لوبو کې افغان لوبغاړو ګډون او لاسته راوړنې ستر ګام وباله او ويې ويل، چې د لوبغاړو په مرسته او وسيله افغانستان په نړيوالو سياليو کې ياد او بيرغ يې رپاند پاتې شو.

ده وويل: په سپورتي برخه کې له شته ستونزو خبر يم. خو ژمنه کوم چې دې ستونزو ته به د حل اساسي لاره پيدا کوو. تاسو هم په ګډه او له هر ډول تبعيض پرته په سالم چاپېريال کې خپلو هڅو او تمرينونو ته دوام ورکړئ، څو افغانستان ته لا ډېر وياړونه په نصيب کړئ. موږ مو له لاسوهنو پرته ملاتړ کوو.

اجرائيه رئيس ورزشکارانو ته په خطاب کې وويل، چې تاسو له توقع ډېر په حساسو شرايطو کې هېواد ته وياړ په نصيب کړي او غمځپلي ولس ته مو خوښي ورکړې ده.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha