صفحه اصلی | eslah | صفحه ویژه | مواد مخدر | د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت :افغانستان د روږدو کسانو د شمېر د زياتېدو له خطر سره مخ دی

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت :افغانستان د روږدو کسانو د شمېر د زياتېدو له خطر سره مخ دی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت :افغانستان د روږدو کسانو د شمېر د زياتېدو له خطر سره مخ دی

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په داسې حال کې چې افغان حکومت هره اوونۍ شااوخوا ۲۰۰ روږدي کسان د درملنې په هدف ټولوي، بيا هم د دغو کسانو شمېر د زياتېدو له خطر سر مخ دي. د ياد وزارت د پالېسۍ مرستيال جاويد احمد قايم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» ازادي راډيو ته وويل، دا وخت شااوخوا درې نيم ميليونه افغانان له مخدره موادو اغېزمن دي، خو په دغو موادو په بشپړ ډول د اخته کسانو شمېر پنځه لکو ته رسېږي.

ښاغلي قايم افغانستان ته د کډوالو راستنېدنه، بې‌کاري، بيولوژيکي او ټولنيز موضوعات، خپله لېوالتيا، ارثي خواص او حاکم چاپېريال په دغه هېواد کې په مخدره موادو د اخته کسانو د شمېر د لوړېدو عمده لاملونه ګڼي.

دي وايي: "د بېلابيلو دلايلو له امله دا شمېرې لوړېږي، خو بيا هم کورني اعتياد دومره نهدي څومره چې د پولو څخه موږ ته راګرځي په ځانګړي ډول له ايرانه، همدا اوس هره ورځ په فراه او هرات ولايتونو کې شااوخوا ۲۰۰ روږدي کسان را استول کېږي او دا د روږدو کسانو د شمېر د لوړېدو عمده لامل دي."په افغانستان کې په مخدره موادو د اخته کسانو د شمېر د لوړېدو د خطر په اړه دا اندېښنې داسې مهال شريکېږي چې دغه هېواد يوازې د ۴۰ زره روږدو کسانو د درملنې ظرفيت لري. د معلوماتو لهمخې دا مهال په افغانستان کې د معتادينو د درملنې شااوخوا ۱۷۰ دولتي او خصوصي مرکزونه فعاليت لري.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواکو تېره اوونۍ ازادي راډيو ته ويلي، په مخدره موادو ۷۰ سلنه روږدي کسان تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي. په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې د روغتيا چارو کمېسيون وايي، که حکومت په مخدره موادو د روږدو کسانو او نشهيي موادو په برخه کې بنسټيز اقدامات ونهکړي دا ګواښ به لا جدي شي. د دغه کمېسيون غړي نثار حارس وويل، حکومت په دې برخه کې نړيوالې مرستې په سمه توګه نهدي لګولي.

دي وايي: "په دې برخه کې بنسټيز کارونه نهدي شوي، څه چې کېږي يوازې ظاهري بڼه لري، دا زموږ درد نهشي دوا کولاي، په دې برخه کې هڅې خورا کمې دي، نه د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت او نه هم د عامې روغتيا وزارت هڅې زموږ د رضايت وړ نهدي." خو د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، د روږدو کسانو د درملنې او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې لپاره کم امکانات لري او حکومت په دې برخه کې په يوازې ځان څه نهشي کولاي.

دغه وزارت په دې باور دي چې د خلکو او ملا امامانو همکاري او د نړيوالې ټولنې لا ډېره پاملرنه کولاي شي په دې برخه کې اندېښنې راکمې کړي.

راپور: يوسف خان ځدراڼ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha