صفحه اصلی | eslah | صفحه ویژه | مواد مخدر | په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۴۰سلنه زیاتوالی راغلی

په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۴۰سلنه زیاتوالی راغلی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۴۰سلنه زیاتوالی راغلی

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې وزارت څېړنې ښيې چې په تېر ميلادي کال کې د افغانستان د کوکنارو کښت څلوېښت سلنه زيات شوي دي.

د دې وزارت وياند حنيف دانشيار وايي، د دوي لومړنۍ څېړنې ښيې چې په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې د دې حاصلاتو د زياتوالي لامل له چين څخه افغانستان ته د اصلاح شوي تخم يا خاشخاشو قاچاق و.

دانشيار وايي، په کندهار او هلمند ولايتونو کې دېرش سلنه کرل شوي هغه خاشخاش و چې د پاکستان له لارې افغانستان ته وارد شوي دي.

نوموړي زياته کړه:

"په دې اړه شواهد شته چې چينايي تخم افغانستان ته وارد شوي دي، دغه تخم لومړي په خاوره کې ازمايل شوي او بيا افغانستان ته راوارد شوي دي، د دغه تخم ډېره برخه د پاکستان له لارې وارده شوې ده، زموږ د معلوماتو له مخې د دغو خاشخاشو په سلو کې دېرش يې چينايي تخم دي."

ښاغلي دانشيار وايي، داسې شواهد ورسره نشته چې وښيي دغه خاشخاش د دولتونو په مرسته افغانستان ته وارد شوي.

دي وايي، په روان ميلادي کال کې هم د قاچاق کوونکو له لورې داسې هڅې روانې دي چې د کوکنارو اصلاح شوي تخم افغانستان ته وارد کړي او بيا يې بزګرو ته ورووېشي. د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې کوکنار تر ډېره حده د افغانستان په سويلي، ختيځ او لوېديځو ولايتونو کې کرل کېږي او په روان ميلادي کال کې د شمالي ولايتونو په ځينو ناامنه سيمو کې هم په زرګونه جريبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي. د مخدره موادو کارپوه او سياسي تحليلګر عباس فراسو وايي، د سيمې هېوادونه له افغانستان سره د خپلو ژمنو خلاف نه يوازې دا چې د مخدره موادو د قاچاقو په مخنوي کې مرسته نه کوي، بلکې په ځينو مواردو کې په افغانستان کې د کوکنارو د حاصلاتو په زياتېدو کې هم ونډه لري:

"د کوکنارو هغه اصلاح شوي تخمونه چې افغان بزګرو ته ورکول کېږي د هغو هېوادونو له خوا چمتو کېږي چې هلته د نشه يي موادو د رانيولو او خرڅولو ازاد بازارونه شته، کېداي شي دا کار د دولتونو رسمي سياست نه وي، خو کورني مافيايي کړۍ په دې هېوادونو کې پراخ فعاليت لري او د دولتونو په جوړښت کې هم نفوذ لري، په ځينو هېوادونو کې حکومتونو مديريت هم کوي."

د ښاغلي فراسو په باور تر هغو چې د افغانستان ګاونډيان په خپلو هېوادونو کې د مخدره موادو د قاچاق مخه و نه نيسي، په افغانستان کې به د کوکنارو کښت راکم نه شي. دي افغان حکومت ته وړانديز کوي چې د کوکنارو د کښت او تارياکو نشه يي موادو د قاچاقو د مخنوي لپاره پر يوه سيمه ييزه اجماع کار وکړي چې ټول هېوادونه د مخدره موادو په مخنيوي کې صادقانه ونډه ولري.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha