صفحه اصلی | eslah | صفحه ویژه | حقوق بشر | د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ دوهمه کاري ناسته په کابل کې جوړه شوه

د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ دوهمه کاري ناسته په کابل کې جوړه شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ دوهمه کاري ناسته په کابل کې جوړه شوه

د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د بشري حقونو، ښې حکومتوالۍ او کډوالۍ په اړه دوهمه کاري ناسته د شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوه.

د هېواد لومړۍ مېرمن  بي بي ګل غني وايي، افغانستان او اروپايي ټولنه ګډ ارزښتونه لري او د دغو ارښتونو په بنسټيز کولو کې اروپايي ټولنې مهم رول لوبولي دي.

اغلې بي بي ګل غني د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او اروپايې ټولنې ترمنځ د بشري حقونو، ښې حکومتوالۍ او مهاجرت په اړه دوهمه ناسته کې وويل چې د ولسواک نظام په رامنځته کولو کې د اروپايي ټولنې هڅې د ستايلو دي، خو پخپله افغان حکومت هم په دې برخه کې مکليفتونه لري.

نوموړې وويل:

"د بشري حقونو په برخه کې د ژمنو عملي کول، يو مهمه او ملي موضوع ده او افغان حکومت مکلف دي چې امکاناتو ته په کتو په دې برخه کې وضع شوي اصول او قواعد عملي کړي."

د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ کاري ډلې تېر کال رامنځته شوې چې لومړنۍ ناسته يې د تېر ميلادي کال د فبرورۍ د مياشتې په اتمه په بروکسل کې ترسره شوه.

د افغانستان او اروپايي ټولنې کاري ډلې په کال کې يو ځل د مهمو مسايلو په اړه ناستې کوي او يو بل ته مشخص وړانديزونه کوي.

د سږنۍ ناستې بحث يې د بشري حقونو، ښې حکومتوالۍ او کډوالۍ په مسايلو متمرکز و.

يادې ناستې ته د اروپايي ټولنې استازې مېرمن پولا پيمپولاني وويل، د بشري حقونو تامين د ډموکراسۍ او نظامونو د دوام لپاره مهم اصل دي او اروپايي ټولنه به له افغانستانه خپل سياسي ملاتړ ته دوام ورکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha