صفحه اصلی | eslah | صفحه ویژه | حقوق بشر | سمر: سږکال د تېر په پرتله د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی11.7سلنه لوړ شوی

سمر: سږکال د تېر په پرتله د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی11.7سلنه لوړ شوی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
سمر: سږکال د تېر په پرتله د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی11.7سلنه لوړ شوی

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون کلني راپور ښيي چې په ۱۳۹۶ لمريز کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي د تېر کال په پرتله 11.7 سلنه زيات شوي دي.

د دغه کمېسيون په کلني راپور کې د ښځو په وړاندې فزيکي او جسمي تاوتريخوالي، د ښځو وژل، صحرايي محاکمې، جنسي، ژبني او اقتصادي تاوتريخوالي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له مهمو مواردو شمېرل شوي.

د دغه کمېسيون مشرې سيما سمر د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کب ۱۹» ياد راپور د شريکولو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل چې دغه تاوتريخوالي تر ډېره له ښځو سره د خپلو کورنيو د نارينه وو لخوا شوي دي.

نوموړې زياته کړه چې په ۱۳۹۶ لمريز کال کې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي ۴۳۴۰ پېښې له دوي سره ثبت شوي دي.

نوموړې زياته کړه:

"د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له ثبت شويو شمېرو ۴۳۴۰ مورده چې په ۱۳۹۶ لمريز کال کې ثبت شوي 32.7 سلنه يې فزيکي تاوتريخوالي دي، دغه شان 5.3 سلنه جنسي تاوتريخوالي، 30.3 سلنه ژبني او رواني تاوتريخوالي دي، 17.3 سلنه يې اقتصادي تاوتريخوالي او 14.3 سلنه د ناوړه دود دستور له وجې دي، خو په ټوله کې ويلي شو چې 90.3 سلنه دغه تاوتريخوالي تر ډېره د کورنۍ د نارينه وو لخوا ترسره کېږي."

مېرمن سمر دغه شان په هېواد کې د صحرايي محاکمو له ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې په دغه کال کې د بشري حقونو له کمېسيون سره د صحرايي محاکمو ۱۲ قضيې ثبت شوي چې له دې ډلې يوازې د تخار د چاه اب د قضيې عاملين نيول شوي دي.

دغه کمېسيون وايي، صحرايي محاکمې له بشري حقونو سرغړونه ده چې تر ډېره د وسله ‌والو طالبانو او غير مسؤله وسله ‌والو له‌ خوا په ليرو پرتو سيمو کې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې يوه ښځه په يوه صحرايي محاکمه کې، د ناروا اړيکو په تور د يو شمېر کسانو له ‌خوا ووهل شوه.

پخوا تر دې شااوخوا دوه کاله مخکې د غور په ولايت کې د رخشانې په نوم يوه نجلۍ له کوره د تېښتې په جرم په يوې صحرايي محاکمه کې ووژل شوه او په کابل ښار کې د فرخندې په نوم بله نجلۍ، د «قران کريم» د سوځولو په تور په وهلو ټکولو وژل شوې ده.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت هم تردې وړاندې ويلي چې د روان لمريز کال له پيله تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۱۹قضيې له دوي سره ثبت شوي دي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو يو شمير ملاتړې ټولنې وايي، په دغه هېواد کې د معافيت فرهنګ د دې لامل ګرځېدلي چې د ښځو پروړاندې تاوتريخوالي زيات شي.

د افغان ښځو د شبکې مشره حسينې ساپۍ وايي، اړتيا ده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د لمنځه وړلو لپاره جدي اقدامات وشي.

نوموړې زياته کړه:

"دا هغه قضيې دي چې د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې ثبت شوې دي، خو زما په نظر داسې ولايتونه هم شته چې تراوسه پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضيې په کې نه ثبتېږي، په دې برخه کې اړتيا ده چې نور جدي ګامونه هم واخيستل شي او په ملي کچه يو دقيق راپور جوړ شي."

له دې ټولو سره سره د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون له ديني عالمانو او د جومات له ملا امامانو غواړي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او صحرايي محاکمو د مخنيوي په هدف، خلکو ته تبليغ وکړي.

  ناجيه ساپۍ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha