صفحه اصلی | eslah | صفحه ویژه | صحت | د روانې اوونۍ په بهیر کې شاوخوا ۹،۹ میلیونه ماشومان په ټول هیواد کې د پولیو په وړاندې واکسین کیږي

د روانې اوونۍ په بهیر کې شاوخوا ۹،۹ میلیونه ماشومان په ټول هیواد کې د پولیو په وړاندې واکسین کیږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د روانې اوونۍ په بهیر کې شاوخوا ۹،۹ میلیونه ماشومان په ټول هیواد کې د پولیو په وړاندې واکسین کیږي

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عامې روغتيا او د پوهنې وزارتونه په ګډه سره د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ ضد سرتاسري کمپاين پرانيست.

د باختر اژانس د خبر له مخېدغه کمپاين په ټول هېواد کې د روان کال د غويي له ۱۷ نيټې څخه تر ۲۱ نېټېې پورې پلي کېږي چې په ترڅ کې به يې شاوخوا ۹،۹ ميليونه د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته  د پوليو ضد دوه څاڅکي واکسين ورکړل شي.

سرچينه زياتوي چې دغه راز به ۵،۹ ميليونه ماشومانو ته چې عمرونه يې ۲ څخه تر ۵ کلونو پورې وي، د کولمو دچينجيو ضد ټابليټونه هم ورکول شي.

هغه غونډه چې په دې اړه د کابل په مرکزي دارالحفاظ کې جوړه شوې وه، د افغانستان دعامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز، د ديني عالمانو، د مدرسو او ښوونځيو استادانو او شاګردانو ونډه يې د پوليو سره د مبارزې په برخه کې خورا مهمه او اړينه وبلله او د دينې عالمانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د پوليو د بشپړه له منځه وړلو په خاطر د خلکو د اذهانو د روښانولو او د عامه پوهاوي د لوړلو په برخه کې مرسته وکړي.

دعامې روغتيا وزير وويل: د افغانستان ماشومان د دې وړ نه دي چې د ګوزڼ ناروغۍ له امله د تل لپاره معيوب شي.

د عامې روغتيا وزارت او پوهنې وزارت په ګډه سره هڅه کوي ترڅو د ماشومانو د روغتيا د خوندي ساتلو او غوره روزلو سره، هغوي د راتلونکي لپاره د ټولنې سالم او اغيزمن وګړي واوسيږي.

د پوليو ناروغۍ درملنه نلري، خو له نيکه مرغه د واکسين په مټ د مخنيوي او د له منځه وړلو وړ ده.

په همدې خاظر د عامې روغتيا وزارت په کال کې څو وارې د پوليو ضد واکسين کمپاينونه په لاره اچوي ترڅو ماشومان د دې ناروغۍ په وړاندې خوندي شي او دا ناروغي د تل لپاره له منځه لاړه شي.

په همدې حال د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو مرستيال شفيق صميم، د اسلامي ارشاداتو له مخې د ټولنې د وګړو  په تيره بيا د ماشومانو د سالمې روغتيا د اهميت په باب  خبرې وکړې او څرګند يې کړه چې د يوې سوکاله ټولنې لپاره د روغمنو، مسلمانانو او  د علم او پوهې په زيور سمبال وګړو لرل ډير اړين دي.

هغه وويل ناروغ او معيوب ماشومان نشي کولاي چې روښانه او سوکاله راتلونکي ولري او دا د کورنيو او  اړوندو ادارو مسووليت دي چې د ماشومانو د روغتيا د خوندي ساتلو او دهغوي د ښې راتلونکي لپاره هڅې وکړي.

همداراز په غونډه کې يو شمير نورو ديني عالمانو، د يونيسف او د روغتيا نړيوالې ادارې استازو هم خبرې وکړې او د پوليو د له منځه وړلو  په خاطر يې  پر لازياتو هلوځلو  او  همداشان په دې برخه د عامو وکړو په غښتلي مشارکت ټينګار وکړ.

افغانستان، پاکستان او نايجيريا د نړۍ هغه درې هيوادونه دي چې تراوسه هم په کې دغه ناروغي شتون لري.

په روان زيږديز کال کې تر اوسه په افغانستان کې د پوليو ۷ مثبته پيښې رامنځته شوي دي چې څلور پيښې په قندهار ، دوه په کونړ او يوه هم په ننګرهار کې ثبتې شوې دي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha