صفحه اصلی | eslah | اجتماع | د لوږې، بېکارۍ او بېوزلۍ په اړه د مشرانو جرګې اندېښنه

د لوږې، بېکارۍ او بېوزلۍ په اړه د مشرانو جرګې اندېښنه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د لوږې، بېکارۍ او بېوزلۍ په اړه د مشرانو جرګې اندېښنه

په هېواد کې د لوږې او بېوزلۍ د کچې لوړېدو د افغانستان د مشرانو جرګې اندېښنې راپارولي.

د افغانستان مشرانو جرګه وايي، په هېواد کې د لوږې او بېوزلۍ د کچې لوړېدو فساد او نا امنيو ته زمينه مساعده کړې ده. د دغې جرګې د سې شنبې د ورځې غونډې ته په دې اړه د ځواب ويلو لپاره د کار او ټولنيزو چارو او اقتصاد وزارتونو او د احصائيې مرکزي ادارې چارواکي غوښتل شوي وو.

د مشرانو جرګې دوهم مرستيال محمد اصف صديقي او د دې جرګې غړي فرهاد سخي په هېواد کې د لوږې او بېکارۍ د زياتېدو په اړه خپلې اندېښنې د يادو ادارو له چارواکو سره شريکې کړې.

دوي وويل: "که تاسو ورته متوجې شئ، نو د لوږې کچه له ۸۰ سلنې اوسمهال پورته ده، حکومت په دې اړه څه تصميم لري؟ ورځ تربلې وضعيت په خرابېدو دي، فقر په هېواد کې فساد او نا امنيو ته زمينه مساعدوي."

"د کار او ټولنيزو چارو وزارت خلکو ته د کار پيدا کولو په برخه کې يو ناکام وزارت دي، ټول تعليم يافته او بې سواده خلک کار پسې ګرځي، خو حتي ورځ مزدوري هم ورته نه پيدا کېږي او ماښام تش لاس کورونو ته ځي او خپلو اولادونو ته يوه مړۍ وچه ډوډۍ هم نشي پيدا کولاي."

دا په داسې حال کې ده چې د ځينو نړيوالو موسسو د وروستيو راپورونو له مخې، په افغانستان کې شااوخوا ۳۹ سلنه خلک د کار په لټه کې دي.

خو د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت بيا په هېواد کې د بېکارۍ کچه ۲۴ سلنه ښيي.

د افغانستان د اقتصاد وزير مصطفي مستور چې د مشرانو جرګې په غونډه کې ګډون درلود، وويل چې اوسمهال ۱۶ ميليونه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او دوه ميليونه وګړي چې نېږدې اووه نيم لکه يې باسواده دي، په کار پسې سرګردانه دي.

د ده په خبره، په تېرو درېيو کلونو کې د فقر او بېوزلۍ کچه له ۳۹ سلنې ۵۴ سلنې ته پورته شوې، خو حکومت په دې لټه کې دي چې په هېواد کې د مخ پر زياتېدونکي فقر او اوزګارتيا مخه ونيسي.

خو دا چې په هېواد کې د فقر او بېکارۍ د کچې د لوړېدو عوامل څه دي، ځواب يې د کار او ټولنيزو چارو مرستيال لعل الدين اريوبي چې د مشرانو جرګې په ناسته کې يې ګډون درلود، داسې وايي:په افغانستان کې اقتصادي وده ډېره ورو پرمخ ځي، اوسمهال د اقتصادي ودې فيصدي له دوو تر درېيو سلنې پورې ده، بله دا چې هر کال له بهرنيو هېوادونو يو، يونيم ميليون افغانان هېواد ته راځي، د بېکارۍ د زياتېدو درېيمه عمده مسئله هغه د ماهرو او په کارپوه کارګرانو کموالي دي.

بل خوا د افغانستان د احصائيې مرکزي ادارې مرستيال حسيب الله موحد د مشرانو جرګې د وکيلانو پوښتنو ته د ځواب ويلو پرمهال د افغانستان د وګړو د شمېر او د لوږې او بېکارۍ د کچې په اړه د غېرې دولتي بنسټونو شمېرنې ناسمې او غېرې رسمي وبللې. خو له دې ټولو سره سره د اقتصادي چارو کارپوه سيد قياس سعيدي خلکو ته د کاري زمينو په مساعدولو کې اړوند ارګانونه پاتې بولي او له افغان حکومته غواړي چې په هېواد کې د فقر او بېکارۍ د مخينوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

محمد واصل وصال

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha