صفحه اصلی | eslah | اجتماع | د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت: په افغانستان کې ۹۰۰۰ ټنه تریاک تولید شوي

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت: په افغانستان کې ۹۰۰۰ ټنه تریاک تولید شوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت: په افغانستان کې ۹۰۰۰ ټنه تریاک تولید شوي

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، د دوي وروستۍ سروې ښيي چې په افغانستان کې ۹۰۰۰ ټنه ترياک توليد شوي او په‎دې کار کې څه باندې درې لکه کسان بوخت دي.

د قانون د حاکميت کمزوري، سياسي بې‌ثباتي، نا امني، اداري فساد، بېکاري، د پوهې کموالي، د بزګرو حاصلاتو ته د مناسبو مارکېټونو نشتوالي او داسې نور هغه څه دي چې په هېواد کې يې د مخدره موادو کښت ته ځيني بزګران لېواله کړي دي.

دا خبره له مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت مرستيال جاويد احمد قايم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۳۱» د مخدره موادو د کښت، توليد او پهدې چاره کې د بزګرانو د بوختيا په اړه د يوې سروې د نتايجو د اعلانولو پر مهال وکړه.

ښاغلي قايم وويل، پهدې اړه د دوي وروستۍ شپږ مياشتنۍ سروې ښيي چې د هېواد په ناامنو سيمو کې بزګرو د مختلفو لاملونو لهمخې د کوکنار کر ته مخه کړې چې ډېري خلکو ته‌يې د نا مشروع کارونو زمينه برابره کړې ده.

دي وايي: "پروسږ کال د دوي د سروې شمېرې ښيي چې ۳۵۴۰۰۰ کسانو ته د کوکنار په کروندو کې کار پيدا شوي دي. په افغانستان کې د ۲۰۱۱ ميلادي کال په پرتله په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې د هغو برګزو په شمېر کې چې پخوا يې کوکنار نهوو کرلي، ۱۱ فيصده زياتوالي راغلي دي."

ښاغلي قايم زياته کړه، دغه سروې د هېواد په ۱۳۰۰ کليو کې له شااوخوا ۴۰۰۰ بزګزو او شااوخوا ۱۲۰۰ سپينږيرو سره د مرکو پر مټ د اقتصادي او ټولنيزې سروې تر نامه لاندې په وروستيو ۶ مياشتو کې ترسره شوې ده. د مخدره موادو د وزارت دغه سروې ښيي چې په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت، توليد او قاچاق ټول دغه نا مشروع مالي ارزښت له څلورو څخه ۶ بيليونو ډالرو ته رسېږي چې لويه برخه‌يې د سيمې او نړۍ د مافيا جېبونو ته لوېږي.

د دغه وزارت چارواکو وويل، افغان حکومت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په لار کې لاسته راوړنې لري او هر کال د دغو موادو توليدوونکو او قاچاق کوونکو ته شااوخوا ۴۰۰ ميليونه ډالره زيان رسوي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د مخدره موادو پر ضد د دوي عمليات له پلان سره پر مخ ځي.

د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د معنيت د خپرونو مسؤل اسدالله يادګار وويل: "د کورنيو چارو وزارت د ستراتېژيک پلان سره سم، د مخدره موادو د لهمنځه وړلو په برخه کې عمليات روان دي او لاسته راوړنې هم لرو. په بدخشان، جنوبي ولايتونو او ځينو نورو سيمو کې مو د مخدره موادو يو شمېر فابريکې لهمنځه وړي او په هر ځاي کې ضرورت پيدا شي، هلته عمليات ترسره
 کوو
."

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، دغه چاره سيمهييز او نړيوال اړخونه لري او تر هغې چې پهدې برخه کې له افغانستان سره په سيمهييزه او نړيواله کچه مرسته ونهشي، دغه ستونزه به ژر هواره نهشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مسؤل مارک کولن وايي، هڅه کوي د دغو موادو پر ضد د مبارزې په لاره کې له افغان حکومت سره د ستراتېژيو په جوړولو کې مرستې وکړي. دا پهداسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې افغانستان اوس هم د نړۍ د هغو هېوادونو په لېست کې شامل دي چې کوکنار پهکې زيات کرل کېږي.  

  خان محمد سيند

 

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha