صفحه اصلی | eslah | اجتماع | ډاکترعبدالله عبدالله: هيڅ شخص او يا ډله نه شي کولاى دبيان ازادي او دهېوادوالو حقوق سلب کړي

ډاکترعبدالله عبدالله: هيڅ شخص او يا ډله نه شي کولاى دبيان ازادي او دهېوادوالو حقوق سلب کړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ډاکترعبدالله عبدالله: هيڅ شخص او يا ډله نه شي کولاى دبيان ازادي او دهېوادوالو حقوق سلب کړي

دملي يو والي حکومت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ديوشمير هغو خبريالانو دفاتحې اخستلو په مراسمو کې ګډون وکړ چې په وروستيو خونړيو پيښو کې شهيدان شوي و .

 داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ،   په دغو مراسمو کې اجراييه رييس يوځل بيا  درسنيو له کورنى او دافغانستان له خلکو سره غمشريکي وکړه او دازادي او دانساني ارزښتونو ددفاع دلارې دقربانيانو پاک روح ته يې دعا وکړه . اجراييه رييس په دغو مراسمو کې وويل چې دبيان ازادي د هر هېوادوال حق او دافغانستان دخلکو لاس ته راوړنه ده او هيڅوک اويا ډله دهغو دسلب توان نه لري .

  اجراييه رييس يوځل بيا دافغانستان دخلکو په يو والي او پيوستون باندې  ټينګار وکړ او زياته يې کړه  يوشمير کسان او ډلې دخلکو ترمنځ  دنفاق اچولو او له دغه حالت څخه دګټې اخستنې په لټه کې دي خو هيڅکله به ډار اچوونکو او دهغوى ملاتړو ته  اجازه ورنه کړو چې خپلو جنايتکارانه موخوته ورسيږي .

دغه راز  په دغو مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  سرپرست  پوهاند محمدرسول باوري د شهيدانو کورنيو ته  د ډاډګيرنې او خواخوږي دمراتبو په څرګندولوسره وويل چې دغه وزارت په خپلو ټولو امکاناتو سره  دژورناليستانو په خدمت کې دى او دهغوى ملاتړ کوي . په همدې ترتيب محمد اشرف رسولي دشهيدانو کورنيو په استازيتوب خبرې وکړې او له حکومت څخه يې وغوښتل چې دروان کال  دثور دمياشتې دلسمې نيټې دپيښې عاملان چې له امله يې يوشمير خبريالان  هم شهيدان شول، وپيژني او دقانون منګولو ته يې وسپاري . دغه راز په دغو مراسمو کې دژورناليستو ښځو دملاتړ د تولنې رييسې شفيقې حبيبي، باري سلام او دمشعل ټلويزيون رييس فتح الله  بابکرخيل هم دثور دمياشتې دلسمې نيټې دخونړۍ پيښې په باب خبرې وکړې او دشهيدانو له کورنيو سره يې غمشريکي  وکړه .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha