صفحه اصلی | eslah | اجتماع | جمهوررئیس غني: حکومت په ټولو برخو کې د خصوصي سکتور د پانګونې هراړخیز ملاتړ کوي

جمهوررئیس غني: حکومت په ټولو برخو کې د خصوصي سکتور د پانګونې هراړخیز ملاتړ کوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني: حکومت په ټولو برخو کې د خصوصي سکتور د پانګونې هراړخیز ملاتړ کوي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډې پرون له غرمې مخکې، د نسلي سويس او حبيب ګلزار کمپنيو پر پانګونې، د اوسپنۍ پټلۍ د قانون پر مسودې او ازبکستان جمهوريت ته د افغانستان د پلاوي د سفر د راپور په اړه بحث وکړ.

په پيل کې د حبيب ګلزارکمپنۍ د پانګونې په اړه بحث وشو. د يادې کمپنۍ په راپور کې څرګنده شوه چې په ۲۰۱۵ کال کې دغې کمپنۍ نسلي شرکت سره توافق کړي و چې راتلونکو پنځو کلونو کې به په هېواد کې د نسلي محصولاتو لپاره ۶۰ ميليون ډالرپانګونه وکړي.

په ۲۰۱۷ کال کې د دغه شرکت لومړنۍ پروژې د وچو شيدو، مايع شيدو او د ملايي د توليد لپاره په ۳۰ ميليون ډالرلومړنۍ پانګونې سره فعاليت پيل کړ. خو د  ۲۰۱۷ کال په ډسمبر مياشت کې ځينو دولتي بنسټونود يادې کمپنۍ د توليدي موادو زهري کېدو په اړه ناتاييد شوي راپورونه خپاره شول چې د دغه شرکت اعتماد ته يې جدي زيان واړاوه.

د يادې کمپنۍ مسوولين له حکومت څخه غواړي، له هغو مسوولينو سره چې غير مسوولانه او بې کنټروله يې دا اوازې خپرې کړې قانوني چلند وشي او همداراز دغه شرکت لپاره د حيثيت اعاده وشي.

غونډې له هراړخيزو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې د نسلي سويس او حبيب ګلزار کمپنيو موضوع په جدي توګه وارزول شي او همداراز د نوموړې کمپنۍ د حيثيت اعاده وشي. جمهوررئيس غني په دې اړه وويل، حکومت په ټولو برخو کې د خصوصي سکتور د پانګونې  هراړخيز ملاتړکوي.

همداراز پرېکړه وشوه، چې د تصميم نيونې مشخص ميکانيزم دې وي، ترڅو افراد، ادارې او ډلې د شرکتونو د فعاليتونو په اړه په خپل سر قضاوت او پرېکړه ونه کړي او هره پرېکړه بايد د اجراتو قانون مطابق وي. د اجنډا په دويمه برخه کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د قانون مسوده غونډې ته وړاندې کړه. له هراړخيزو بحثونو وروسته پرېکړه وشوه چې ياده مسوده د نهايي کېدو لپاره کابينې ته وړاندې شي.

د غونډې په دوام کې د اقتصاد عالي شورا افغانستان څخه ازبکستان ته د ګډ پلاوي د سفر راپور په اړه بحث وکړ. د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزير شهزاد اريوبي، د ترانسپورت وزير محمد حميد طهماسي او د افغانستان د برشنا شرکت رئيس امان الله غالب د ياد راپور د وړاندې کولو پر مهال ازبکستان ته د افغانستان د پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک وباله. غونډې ټينګار وکړ، د منځنۍ اسيا هېوادونه په ځانګړي توګه ازبکستان د افغانستان لپاره ځانګړي ارزښت لري او په هره برخه کې چې د افغانستان د دولت همکاري او ملاتړ ته اړتيا وي اساسي اقدامات دې وشي او همداراز اقتصادي، سوداګريز او سيمه ييز اتصال د افغانستان حکومت په کاري لومړيتوبونو کې دي. د دغه راپور په جزئياتو کې راغلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزه اقتصادي او سوداګريزو کمېسيونونو په چوکاټ کې ازبکستان ته د افغانستان دولت د پلاوي په سفر کې د مزار ـ  هرات د اوسپنې پټلۍ د پروژې، سويلي اسيا ته د ازبکستان د برېښنا انرژي او د برېښنا ترانزيت، د نساجي صنعت په برخه کې د پانګونې د جذب او له ازبکستان څخه د مهمو دولتي اقلامو اخيستلو او د هغه هېواد عالي مقاماتو سره د فرهنګي او ګمرکي همکاريو په اړه بحث او ځيني توافقات شوي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha