صفحه اصلی | eslah | اجتماع | ولسي جرګه : له عملي اقداماتو پرته د پاکستان خبرې د وخت ضایع کول دي

ولسي جرګه : له عملي اقداماتو پرته د پاکستان خبرې د وخت ضایع کول دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسي جرګه : له عملي اقداماتو پرته د پاکستان خبرې د وخت ضایع کول دي

په داسې حال کې چې د افغان او پاکستاني مشرانو تر منځ د دولتونو په کچه د خبرو لومړي پړاو وړمه ورځ په کابل کې تر سره شو، د افغانستان ولسي جرګه د پاکستان له عملي اقداماتو پرته، خبرې او سفرونه د وخت ضايع کيدل بولي.

د افغانستان د ولسي جرګې رئيس وايي، دا خبرې داسې مهال پيل شوي چې پاکستان پر افغانستان توغندي ولي او په خاوره کې دننه يې بمباري کوي. عبدالروف ابراهيمي د شنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وويل چې د پاکستان داشان کړنې ښيي چې د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ خبرې يوازې د وخت ضايع کول دي.

نوموړي زياته کړه: "موږ هيله مند يو چې که پاکستان د يوه ګاونډي هېواد په توګه له افغانستان سره خبرو ته حاضرېږي بايد رښتيني او دوستانه عملي اقدامات هم وکړي، له بده مرغه داسې سفرونه او خبرې بيا بيا شوي، خو موږ لازمې نتيجې نه دي ليدلي، پرته له دې نه چې وخت ضايع کړي." ښاغلي ابراهيمي وايي، پاکستان بايد د رامنځته شوي فرصت نه ښه استفاده وکړي، کنه په خبره يې، لېرې نه ده چې د ناامنۍ لمنه ورورسېږي. د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسې وړمه ورځ په يوه رسمي سفر کابل ته راغلي و او د ولسمشر غني سره د خبرو پرمهال، د دواړو هېوادونو مشرانو د سولې عمل د ګډ پلان پر بشپړېدو ټينګار وکړ. د پاکستان د صدراعظم له دفتره او د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت نه په خپرو شويو اعلاميو کې راغلي چې دواړو مشرانو پر اوو مهمو مواردو موافقو ته رسېدلي دي. په اعلاميو کې راغلي چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهيره ملاتړ کوي او دواړه هېوادونه به د هغو جنګياليو په خلاف ګامونه پورته کوي چې د افغانستان او پاکستان امنيت ګواښي.

د دې تر څنګ موافقه شوې چې دواړه هېوادونه به په خپلو خاورو کې هېڅ هېواد، ډلې يا شخص ته اجازه نه ورکوي چې د يو د بل په خلاف د دولت په کړنو لاس پورې کړي. د موافقې پر اساس دواړو لورو ژمنه کړې چې د يوه بل هېواد د حريم له نقضولو ډډه کوي او د يوه بل د ملامتولو پر ځاي د ستونزو او اختلافاتو د حل په هدف د عمل ګډ پلان په چوکاټ کې به د همکاريو له ميکانيزم کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل تل پاکستان د وسله والو ډلو په روزلو، هغوي ته د پناه ځايونو په ورکولو، په سرحدي سرغړونو او د افغانستان په بې ثباتۍ تورن کړي دي. کابل ته د پاکستان د صدراعظم د سفر سره هم مهاله افغان چارواکو ويلي چې د پاکستان له لوري پر کونړ توغندي توغول شوي او پاکستاني جېټ الوتکو په دانګام ولسوالې څلور بمونه غورځولي دي. د سياسي او پوځي چارو کارپوه شهنواز تڼي وايي، د سولې عمل په ګډ پلان کې مهمې نقطې يادې شوي، خو د پاکستان تېرو کړنو ته په کتو دا باور کم دي چې نوموړي هېواد دې عملي اقدامات وکړي: "د نړيوال ايتلاف په موجوديت کې د تېرو اولسو کلونو راهيسې تل همداسې خبرې کېږي خو بيا ښې نتيجې نه لري، داسې ښکاري چې دواړه هېوادونه خپل کارونه په سمه توګه نه شي تر سره کولاي، نو د دې لپاره چې دا ټولې ستونزې حل شي د ښه تفاهم، حوصلې، ښو اړيکو او د يوه بل ستونزو او ګټو ته د درناوي اړتيا ده." ښاغلي تڼي ازادي راډيو ته وويل چې د دې لپاره چې په دغه پلان عمل شوي وي او د دواړو ګاونډيو هېوادونو تر منځ د باور فضا رامنځته شوي وي، نړيواله ټولنه او د سيمې هېوادونه هم بايد خپل رول ادا کړي. د ښاغلي تڼي په خبره، دا سفرونه او موافقې هغه وخت نتيجه ورکوي چې د خبرو ور ها خوا عمل پيل شي او په دې برخه کې پکار ده چې پاکستان لومړي اقدام وکړي.    يوسف خان ځدراڼ

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha