صفحه اصلی | eslah | اجتماع | کابینې ښوونکو ته د پور ورکولو صندوق د ایجاد طرحه تصویب کړه

کابینې ښوونکو ته د پور ورکولو صندوق د ایجاد طرحه تصویب کړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
کابینې ښوونکو ته د پور ورکولو صندوق د ایجاد طرحه تصویب کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني په مشرۍ د کابينې غونډه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

له اجنډا سره سم؛ د عدليې وزارت مسلکي معين د بهرني سياست د اسنادو ارشيف د مقررې طرحه چې د قوانينو کمېټې په (۶) څپرکو او (۲۱) مادو کې تائيد کړې وه، غونډې ته وړاندې کړه.

هغه زياته کړه، د دغې طرحې هدف د هېواد د تاريخي ارزښتونو په توګه د بهرني سياست د اسنادو ساتنه، راټولول، تصنيف او ثبت تر څنګ د علمي څيړنو په خاطر دغو اسنادو ته د متقاضيانو لاسرسي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت کابينې د بهرني سياست د اسنادو د ارشيف مقررې طرحه تصويب کړه او عدليې وزارت ته يې دنده وسپارله چې دغه طرحه په غونډه کې د ذکر شويو سپارښتنو سره سمه تصيحيح او بشپړه کړي.

ورپسې د عدليې وزارت مسلکي معين د کانکور ازموينې د چارو د تنظيم مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ويل: دا مقرره په پيل کې د کانکور ازموينې د کمېټې غړو د حق الزحمه مقررې په نامه غونډې ته وړاندې شوې وه چې د ۱۳۹۶کال د وري د ۲۳نيټې د (۲) نمبر او (۶) فقرې د لارښوونې
 سره سم د کابينې غونډه کې مطرح شوه چې د جمهوررئيس د دويم مرستيال تر نظر لاندې د اړوندو بنسټونو په ګدون بيا وکتل شوه او په منځپانګه کې يې له بدلون وروسته په (۴) څپرکو او (۲۵) مادو کې د کانکورازموينې د تنظيم مقررې په نامه ترتيب شوې ده.

کابينې د کانکور ازموينې چارو د تنظيم طرحه تصويب کړه او عدليې وزارت ته يې دنده وسپارله چې دغه طرحه د غونډې له تذکر سره سمه تصحيح او بشپړه کړي.

همدارنګه د عدليې وزارت مسلکي معين د روزنتونونو د مقررې طرحه چې د قوانينو کمېټې په (۵) څپرکو او (۳۴) مادو کې تائيد کړې وه، غونډې ته وړاندې کړه.

هغه زياته کړه، دغه مقرره د روزنتونونو اړوند د تنظيم چارې، ساتنه، مراقبت، اعاشه، اباته او په شرايطو برابرو ماشومانو ښوونه او روزنه او له روزنتونونو څخه د څارنې چارو تامين؛ رانغاړي.

کابينې د روزنتونونو د مقررې طرحه تصويب کړه او عدليې وزارت يې موظف کړ چې د غونډې له يادونو سره سم دې طرحه تصيحيح او بشپړه کړي.

ورپسې د کار، ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو وزير د کابينې د ۱۱/۸/۱۳۹۶ نيټې (۱۲) نمبر مصوبې او (۵) فقرې لارښوونې سره سم د تقاعد د خزينې په رياست کې د بنيادي اصلاحاتو طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

نوموړي وويل، د طرحې ټول اهداف په ټاکلي وخت کې د متقاعدينو د حقوقو ورکړه او له فساد سره مبارزه، د تشکيلاتي جوړښت اصلاح، د خزينې رياست تدريجي بسياينه او د کارنده ميکانيزم جوړول، د دغه رياست د جايدادونو او شتمنيو استرداد، په مرکز کې د بايومټريک بهير بشپړول او په ولايتونو کې يې پلي کول او د متقاعدينو د نوي څپې منل دي او د تقاعد خزينه به د ANPDF سند سره سم د بېوزلۍ د کمولو او ټولنيز شموليت چې خصوصي سکتور هم تر پوښښ لاندې نيسي د ټولنيزخونديتوب په واحدې مرجع بدلېږي.

کابينې له هراړخيز بحث وروسته د تقاعد خزينې رياست د بنيادي اصلاحاتو طرحه په پرنسيپ کې تائيد کړه او اړوند ادارو او وزارتونو ته يې د تقاعد د خزينې چارو د لا ښې اصلاح په موخه مشخصې دندې وسپارلې.

د دې په دوام د ماليې وزارت معين د کابينې د ۸/۹/۱۳۹۶ نيټې د (۱۵) شمېرې مصوبې او (۱۳) فقرې لارښوونې سره سم، د تقاعد پاليسۍ د اصلاح طرحه چې موخه يې د تقاعد سيستم مالي ثبات او تداوم، په لنډ مهال او اوږد مهال کې د تقاعد سيستم مالي توان کې ښه والي، د نافذه قوانينو او مقرراتو سره سم د عامه تقاعد صندوق تاسيسول دي او د خصوصي سکتور کارکوونکو لپاره چې د تقاعد خدمتونو د پراختيا په خاطر کوم سټراټيژيک لارښوودونه ترتيب شوي دي، غونډې ته وړاندې شوه.

دغه راز هغه دوه اصلاحي انتخابونه چې نواقص او او ګټې يې په نښه شوې وي د اوسني حالت نه د راوتلو په خاطر د کابينې غونډې ته پيشنهاد کړل.

کابينې له هراړخيز بحث وروسته د تقاعد پاليسۍ د اصلاحي طرحې لومړي انتخاب چې هرکال لپاره د تقاعد ضريب د نرخ کموالي، د خدمت د لومړيو لسو کلونو لپاره د اضافي ضريب حذفول، د کارمندانو د ونډې نرخ کې زياتوالي او د لومړيو لسو کلونو لپاره چې هر کال د تقاعد حقوقو کې (۱.۵) سلنه زياتوالي رانغاړي، له دغه انتخابه ګټه اخيستل د هغو کسانو لپاره چې ددغې طرحې له تصويب وروسته تقاعد کېږي او نور اړوند موضوعات چې په دغه انتخاب کې مندرج درې سلنه جريمه هم حذف کېږي، تائيد شوه او اړوندو دولتي ارګانونو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.

ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق د جوړولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه، وې ويل: د پوهنې وزارت د شته بودجې څخه ناداره ښوونکو ته د پور ورکولو صندق د پنځه ميليونو افغانيو په ارزښت ترتيب کړي دي چې ورکول شوي پور د يو کال په موده کې بېرته د هغوي له معاشونو ګرځول کېږي، همدارنګه د دغه صندوق د پياوړتيا او ښوونکو ته د مرستې روحيې او انګيزې پيدا کولو په موخه د پوهنې وزارت مشرتابه غړو د يوې مياشتې معاش څخه (۲۰) سلنه چې پنځه سوه زره افغانۍ کېږي دغه صندوق ته ورکړي دي.

کابينې د ښوونکو لپاره د پور ورکړې صندوق جوړولو طرحه تصويب کړه او د ښوونکو لوړ مقام ته په درناوي او د دغه منور قشر د اقتصادي ستونزو د رفع کولو په خاطر د کابينې غړو توافق وکړ چې د دوي او د وزارتونو د معينانو د يوې مياشتې معاش څخه به (۲۰) سلنه معاش دغه صندوق ته ورکړي، همدارنګه کابينې د ماليې وزارت ته دنده وسپارله چې د پوهنې وزارت له سرجمع بودجې څخه دې (۱۵) ميليون افغانۍ دغه صندوق ته انتقال شي.

ورپسې د افغانستان د ځمکو د ادارې رئيس د ارتوپيدۍ د معياري کولو ۵۰بستريز روغتون د جوړولو په خاطر د (۲۵)جريبه موازې دولتي ځمکې چې کندز ولايت کې پرته، د جومات د جوړولو په خاطر د دايکندي ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې (۲۶۰۰) متره پرته دولتي موازي ځمکې، د آزاد خان ښوونځي د ودانۍ جوړولو په خاطر د غزني ولايت په مرکز کې پرته (۵) جريبه (۶) بسوې او (۱۲) بسواسه ځمکې، د کرنې د مسلکي ليسې د ودانۍ جوړولو په خاطر د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په ده طاهر کلي کې د (۳۰)جريبه دولتي موازي ځمکې، د للمي څيړنيز فارم د جوړولو په خاطر د بلخ ولايت د دهدادي ولسوالۍ د چشمه شفا ساحه کې پرته (۵۰۰) جريبه موازي دولتي ځمکې او د هرات ولايت د چشت شريف، پشتون زرغون اوبه ولسواليو لپاره د برېښنا د سب سټيشن جوړولو په خاطر په هرات کې د (۴۵) جريبه موازي دولتي ځمکې، ماليې وزارت ته د انتقال پيشنهاد غونډې ته وړاندې کړ چې کابينې تائيد کړ.

د دې په دوام هغه ماليې وزارت ته د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د احمد بيګ په تپه کې د پرتې (۳۰۰) جريبه موازي ځمکې انتقال چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو شهيدانو ته استوګنيزې نمبرې وويشي غونډې کې مطرح کړ.

کابينې د دغې ځمکې د انتقال د تائيد تر څنګ څرګنده کړه چې استوګنيزې نمرې به د يو څرګند څارونکي ميکانيزم له ترتيبولو، دقت او د ملي دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت رياست له خوا د ورثه‌وو د کره تثبيت څخه وروسته وويشل شي.

ورپسې د ماليې وزارت مالي معين د دغه وزارت دا وړانديز چې په عادي بودجه کې به (۸.۸۱) ميليارد افغانۍ او انکشافي بودجه کې به (۷.۱۴) ميليارد افغانۍ د ضميمې په توګه د ۱۳۹۷مالي کال په بودجه کې زياتېږي، غونډې ته وړاندې کړ چې کابينې تائيد کړ.

ورپسې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئيس د جمهوررئيس د شفاهي لارښوونې سره سم، سړو ولايتونو کې د وخت له پلوه انکشافي پروژو پلي کولو ته د لومړيتوب ورکولو موضوع غونډه کې مطرح کړه.

کابينې له هر اړخيز بحث وروسته دولتي وزارتونه او ادارې موظف کړې چې په سړو ولايتونو کې خپلو انکشافي پروژو ته لومړيتوب ورکړي او د تطبيق په اړه يې ګامونه پورته کړي.

په پاي کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين اوه بين المللي معاهدې غونډې ته وړاندې کړې، چې تائيد شوې.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha