صفحه اصلی | eslah | اجتماع | د کابینې په فوق‌العاده غونډه کې د افلاس قانون طرحه تائید شوه

د کابینې په فوق‌العاده غونډه کې د افلاس قانون طرحه تائید شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د کابینې په فوق‌العاده غونډه کې د افلاس قانون طرحه تائید شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني په مشرۍ پرون له غرمې مخکې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د کابينې فوق‌العاده غونډه جوړه شوه.

د عدليې وزير عبدالبصير انور د افلاس قانون طرحه په ۸ څپرکو او ۵۵ مادو کې غونډې ته وړاندې کړه. کابينې له هراړخيزه بحث وروسته ياده طرحه د يو لړ بدلونونو په راوړلو سره تائيد او عدليې وزارت ته يې دنده وسپارله چې د قانون دغه طرحه د غونډې له يادونو سره سمه تصحيح او نهايي کړي.

عدليې وزير د اداري اجراآتو قانون طرحه چې ۵ څپرکي او ۷۴ مادې لري او د قوانينو په کمېټه کې تائيد شوي وه، غونډې ته وړاندې کړه.

هغه زياته کړه، د دې طرحې هدف د اداري اجرااتو اړوند چارو تنظيم، د عامه ادارې او ولس ترمنځ د اړيکو تنظيم، د قانون حاکميت او د اجرااتو د پلې کېدو څخه ډاډ ترلاسه کول دي چې عامه او خصوصي ګټې او اړتياوې تامينوي.

غونډې له هراړخيزو بحثونو وروسته ياده طرحه په پرنسيپ کې تائيد کړه، د جمهوري رياست دويم مرستيال او عدليې وزارت يې موظف کړل چې ياده طرحه تصحيح او نهايي کړي.

وروسته عدليې وزير د نظامي جرمونو قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې له هر اړخيز بحث وروسته عدليې وزارت موظف شو، ترڅو د ياد قانون طرحه د لا زيات بحث په خاطر د ملي امنيت شورا ته وړاندې کړي.

دغه راز عدليې وزير د واټونو د ترانسپورټ تنظيم قانون طرحه او د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون د ځينو مادو د تعديل او زياتولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه. کابينې له هراړخيز بحث وروسته، عدليې وزارت موظف کړ چې له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ دې د يادو طرحو بيا کتنه وکړي او د کابينې راتلونکو غونډو ته دې وړاندې کړي.

ورپسې؛ د عدليې وزير د سوداګريزو محاکماتو د اصولو قانون چې په ۱۳۴۳کال کې په (۱،۲،۳ او ۴) شمېر رسمي جريده کې خپور شوي و دويم نمبر ضميمه شوې طرحه يې چې د قوانينو په کمېټه کې تائيد شوې ده، غونډې ته وړاندې او تائيد شوه.

هغه د جزايي اجراآتو قانون (۲) نمبر ضميمه شوې طرحه چې د حبس او حجز د بديلونو د پلي کېدو په اړه ده، غونډې ته وړاندې کړه او تائيد شوه. په دغه غونده کې د بين‌المللي ميثاقونو او معاهداتو قانون د (۴) مادې فقرې د بيا تعديل طرحه د کابينې غونډې تائيد نه کړه.

همدارنګه، د لويې څارنوالۍ د واک او تشکيل قانون د ځينو برخو د تعديل او زياتولو طرحه غونډې کې مطرح او کابينې تائيد کړه.

د غونډې په پاي کې د ماليې وزارت د ۱۳۹۷مالي کال د بودجې د ضميمې په توګه د اتو انکشافي پروژو لپاره په انکشافي بودجه کې د (۱،۵) ميليارد افغانيو زياتولو وړانديز تائيد شو. دغه وړانديز شوې پروژې د ماليې، د کليو د پرمختيا او پوهنې وزارتونو اړوند دي چې د نړيوال بانک، د جنوبي اسيا د سيمه‌ييزو همکاريو سازمان د انکشافي صندوق ـ سارک، يونسکو، امريکا، بريتانيا او کوريا له خوا تمويلېږي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha