صفحه اصلی | eslah | اجتماع | جمهوررئیس غني د نظامي ملي اکاډمۍ د افسرانو د فراغت مراسمو ته:ستاسې تصمیم اګاهانه او تعهد مو ملي دی

جمهوررئیس غني د نظامي ملي اکاډمۍ د افسرانو د فراغت مراسمو ته:ستاسې تصمیم اګاهانه او تعهد مو ملي دی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني د نظامي ملي اکاډمۍ د افسرانو د فراغت مراسمو ته:ستاسې تصمیم اګاهانه او تعهد مو ملي دی

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د مارشال محمد قسيم فهيم د ملي دفاعي پوهنتون د نظامي اکاډمۍ د افسرانو د لسمې دورې د فراغت په مراسمو کې چې په ياد پوهنتون کې ترسره شول، ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې جمهوررئيس غني يادو فارغانو ته د مبارکۍ د ورکړې ترڅنګ د هغوي له کورنيو څخه مننه وکړه چې داسې اولادونه يې روزلي دي. هغه زياته کړه: ستاسې تصميم اګاهانه او تعهد مو ملي دي؛ ځکه د دې خاورې راتلونکي ته هيله مند ياست.

جمهوررئيس د يادې اکاډمۍ فارغانو ته په خطاب کې وويل، تاسې نن هغې اردو کې شاملېږئ  

چې د تحول او بنسټي مثبت بدلون په حال کې ده.

هغه د دفاع وزارت له مشرتابه پلاوي څخه په دې خاطر مننه وکړه، چې جګړه يې مديريت او د تحول پروسه يې په دغه وزارت کې عملي کړې ده او وې ويل: د افغانستان خلکو چې کومه  رهبري غوښته نن يې لري.

جمهوررئيس وويل: نن له هر منبر څخه  د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت څخه د ملاتړ پيغام پورته کېږي. له ديني علماوو څخه مننه کوم  او تاسې ته ډاډ درکوم چې ملت ستاسې تر شا ولاړ دي.

جمهوررئيس دې ته په اشارې چې د ټولو اقشارو په ځانګړي ډول په وروستي سفر کې يې د هرات د خلکو، د هېواد په امنيتي او دفاعي ځواکونو د وياړ پيغام ورکړ او هغوي د قانون حاکميت او خپله سوکالي د هېواد د سله‌والو ځواکونو د غښتلو مټو پر اساس غواړي.

جمهوررئيس غني وويل، چې د ټاپي پروژې له پرانيستو سره، د هرات خلک او ټول افغانان په دې باور دي چې زمونږ انکشافي پروګرامونه پر کاغذ نه بلکې عملي دي.

محمد اشرف غني وويل، ستاسې هويت له دې وروسته يواځې د ملي اردو هويت دي او دغه هويت تر ټولو سپېڅلي وي. هغه زياته کړه: د هېواد د اعلي سرقومندان په توګه زما دنده د هېواد بقا او امنيت دي او زه د جمهوررئيس په توګه پرمختيايي دنده لرم چې تاسو د هغې د ترسره کېدو زمينه برابره کړې ده.

هغه څرګنده کړه،  د افغانستان ټول ولايتونه به د لويو اقداماتو شاهد واوسي او دغه کارونه هغه مهال شوني دي چې د قوې استعمال يواځې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په انحصار کې وي. هغه زياته کړه هيچاته اجازه نه ورکول کېږي چې څوک وګواښي او د قوې استعمال ته مخه کړي.

محمد اشرف غني وويل، د څلورکلن امنيتي او دفاعي پلان موخه د افغانانو لپاره د بشپړه سوله‌ييزې فضا، ثبات او امنيت  رامنځته کول دي.

هغه وويل چې ټاپي يوه پروژه نه ده بلکې دا يو ستر اقتصادي کوريډور دي او د هرات خلک دې نتيجې ته رسېدلي دي چې هيلې يې د عملي کېدو په حال کې دي، دا د کار پيل دي او هر ولايت به د لويو اقداماتو شاهد اوسي. جمهوررئيس څرګنده کړه: هر څوک چې افغانستان ته د حقارت په سترګه وګوري، ځاي به يې ګورستان وي او څوک چې ورته په درنه سترګه وګوري، هغه ته به د دوستۍ لاس غځول کېږي او د سر په سترګو يې منو.

جمهوررئيس محمداشرف غني د دې تر څنګ چې د هېواد د وسله‌والو ځواکونو قربانۍ وستايلې، وې ويل: زه او ملت د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په هر فرد اعتماد لرو.

جمهوررئيس غني د خپلو خبرو په پاي کې وويل، په تېرو سلو کالو کې د نن ورځې په څير خلکو د افغانستان په وسله‌والو ځواکونو په ځانګړي ډول پر ملي اردو دومره باورمن او ملاتړي نه وو.

په دغه مراسمو کې د ملي دفاع وزير ډګر جنرال طارق‌شاه بهرامي، د ملي دفاع لوي درستيز ډګر جنرال محمدشريف يفتلي، د مارشال فهيم د ملي دفاعي پوهنتون قوماندان تورن جنرال جلندرشاه بهنام او د ملي نظامي اکاډمۍ قوماندان بريد جنرال احمدالله داور هم خبرې وکړې او د ملي اردو د ځواکونو پر ظرفيت لوړولو او مسلکيتوب يې د ټينګار تر څنګ وويل، د هېواد د نافذه قوانينو په چوکاټ کې به خپلې دندې ترسره کوي.

هغوي زياته کړه، د مارشال فهيم د ملي دفاعي پوهنتون د نظامي اکاډمۍ د لسمې دورې ۵۲۸تنه فارغانو په بېلابېلو برخو کې نظامي او مسلکي مهارتونه زده کړي چې وطن او خلکو ته د خدمت لپاره چمتو دي.

د دغو مراسمو په پاي کې د نورو فارغانو په استازيتوب دويم بريدمن نصرت الله د نورو په استازيتوب خبرو کې د وسله‌والو ځواکونو د اعلي سرقوماندان له حضور څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې له هېواد او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د دفاع په لار کې به خپلې هيڅ ډول هڅې او کوششونه ونه سمپوي.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha