صفحه اصلی | eslah | اجتماع | د هرات مشرانو او متنفذینو د حکومت د زیربنایي پروګرامونو هراړخیز ملاتړ وکړ

د هرات مشرانو او متنفذینو د حکومت د زیربنایي پروګرامونو هراړخیز ملاتړ وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د هرات مشرانو او متنفذینو د حکومت د زیربنایي پروګرامونو هراړخیز ملاتړ وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني هرات ولايت ته د خپل سفر په دريمه ورځ پرون له غرمې مخکې د هرات ولايت مشرانو او متنفذينو سره وکتل او د هغوي غوښتنې يې واورېدې.

د دې کتنې په پيل کې د هرات ولايت يو تن مشر انجنير منورشاه بهادري جمهور رئيس غني ته په هرات کې د ټاپي پروژې د کار د پرانيستې مبارکي وويله او په دې برخه کې يې د هغه د کوښښونو قدرداني وکړه. هغه زياته کړه، تاسو هر ځل هرات ته د سفر پرمهال هراتيانو ته ښه زېري لرلي.

نوموړي د لويو زيربنايي پروژو په ځانګړي ډول د ټاپي پروژې د امنيت د تامين په برخه کې د امنيتي ځواکونو د هلو ځلو مننه وکړه وې ويل، ټاپي ملي پروژه د افغانستان لپاره برخليک  جوړوونکې ده او موږ هيڅ وخت هم دښمنانو ته د زيربنايي پروژو د اخلال اجازه نه ورکوو.

هغه د قانون پر حاکميت او پر ټولو د يو ډول تطبيق په ټينګار وويل، خلک د قانون د حاکميت په برخه کې د حکومت برنامو سره همکار دي. هغه همدارنګه له جمهور رئيس څخه وغوښتل چې د هرات ظرفيتونو څخه په حکومت کې استفاده وکړي.

محمد شريف مجددي د ساداتو په استازيتوب د افغانستان د اقتصادي هوساينې لپاره د جمهور رئيس د کوښښونو مننه وکړه وې ويل، مخربينو او مغرضينو ته به اجازه ورنه کړي چې د زيربنايي او انکشافي پروژو مانع شي. هغه جمهور رئيس ته په خطاب کې

وويل، تاسو مقتدر سياستوال ياست او ستاسو رغنده طرحې د هېواد د اقتصادي وضعيت د بدلون لامل شوي او خلک د دې طرحو هر اړخيز ملاتړ کوي.

وروسته حاجي محمد عارف اسحاقزي د کوچيانو په  استازيتوب خبرې وکړې او ټاپي پروژه يې د افغانستان د خلکو او سيمې لپاره ارزښتناکه وبلله او له دغه ډول پروژو څخه يې ملاتړ اعلان کړ.

نوموړي د کوچيانو د زده کړو په اړه مشخص وړانديزونه وکړل او د جنوب لويديځ حوزې کوچيانو لپاره يې د يوې لېسې جوړولو غوښتنه وکړه.

د هېواد جمهور رئيس د هرات د خلکو په ځانګړي ډول د مشرانو او متفيذينو د ملاتړ مننه وکړه او د هرات خلکو ته په خطاب کې يې وويل، تاسو د قانون حاکميت ته ژمن ياست. د هرات ټولو اوسېدونکو څخه يې د حکومت د اقتصادي پروګرامونو له امله مننه وکړه.

جمهور رئيس د هېواد ملي ګټو ته په اشارې وويل، د افغانانو تر منځ تفرقه ځاي نه لري او هيچاته د خلکو تر منځ د تفرقې اجازه نه ورکوي. افغانستان د چا هديه نه ده او ملي يووالي د افغانستان ټول ملت او د هرات خلکو په سرښندنو ګټلي او ساتلي دي. هغه زياته کړه،زما رېښه زما خلک دي او زما اراده زموږ د خلکو لارې پورې اړه لري.

جمهور رئيس د کوچيانو د غوښتنې په اړه وويل، د کوچيانو لپاره ښوونځي جوړېږي او اولادونو ته يې د ښوونې او روزنې لازم شرايط برابرېږي.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha