صفحه اصلی | eslah | اجتماع | جمهور رئیس غني: ارګ د زغم او ملي بحثونو ځای دی

جمهور رئیس غني: ارګ د زغم او ملي بحثونو ځای دی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رئیس غني: ارګ د زغم او ملي بحثونو ځای دی

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو پوځونو د وتلو او ماتې په مراسمو کې چې د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ګډون او وينا وکړه.

  جمهوررئيس غني وويل: د افغانستان د جهاد ځانګړتيا دا وه چې نه يې دښمن او نه يې ملاتړ کوونکي د بريا هيله لرله. دا جهاد د افغانستان خلکو بريا ته ورساوه او وياړ يې د افغانانو دي.

هغه زياته کړه: د افغانستان خلکو د اسلام پر مبين دين تکيه وکړه او د قرآن کريم او محمدي شريعت په لارښوونو يې خپله عقيده بريالۍ کړه.

جمهوررئيس زموږ پياوړتيا ته په اشارې وويل، زموږ د پياوړتيا رېښه په عقيده، يووالي، تمرکز او په دې باور کې ده چې موږ کولاي شو د هغه څه په خلاف چې د امکان نه لېرې ښودل کېږي، ممکن يې کړو.

جمهوررئيس غني وويل: دا ورځ يواځې په موږ پورې اړه نه لري، بلکې په اسلامي نړۍ پورې هم تړاو لري، هيچا هم د افغانستان د ملت په اندازه د اسلام لپاره قرباني نه ده ورکړې او هيڅوک هم موږ ته د اسلام درس نه شي راکولاي.

محمداشرف غني څرګنده کړه، جهاد زموږ ملي او تاريخي وياړ دي او زموږ ملت به تر ابده پرې وياړي. بايد اجماع وجود ولري او هر څوک چې له دې اجماع څخه بهر وځي؛ له افغانيت او اسلاميت څخه بهر وځي.

هغه زياته کړه، نن ورځ ارګ د زغم او ملي بحثونو ځاي دي او موږ دا تحمل پيدا کړي چې په خپلو ملي مسائلو خبرې وکړو.

جمهوررئيس وويل، افغانستان د هيچا په انحصار کې نه دي او د ټول ملت پورې اړه لري او زموږ اساسي قانون د قدرت د جوړښت بينادي مسئله حل کړې ده.

جمهوررئيس په دې ټينګار وکړ چې موږ په روښانه او په خپل وخت ټاکنو باور لرو او زياته يې کړه، د ملي يووالي حکومت په استازيتوب په ټولو سياسي اقشارو غږ کوم چې د شفافو او رڼو ټاکنو د کولو لپاره له موږ سره همکاري وکړي.

هغه وويل دلته هيڅوک د واک د دوام په لټه کې نه دي او زياته يې کړه، خلک به پرېکړه وکړي چې څوک د خپل خدمت لپاره ټاکي.

جمهوررئيس د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو مېړانې او سرښندنې وستايلې وې ويل، لکه د شوروي د يرغل پر مهال چې زموږ خلکو باور نه درلود چې د افغانستان جهاد به بريالي شي، دغه شان تصور د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد پر مهال هم موجود و، ويل کېدل چې دا ځواکونه به د مقاومت او دفاع قدرت ونه لري، خو داسې ونشول، موږ وليدل چې په سنګرونو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ، خپل ملي بيرغ او اساسي قانون ته تعهد له وياړونو ډک و.

جمهوررئيس د افغانستان د جهاد د شهيدانو له کورنيو مننه وکړه او هيله يې وښوده چې په راتلونکو ۲۴مياشتو کې به ټول کډوال هېواد ته راستانه شي.

جمهوررئيس په ټينګار سره وويل چې افغانستان د جهاد په سنګرونو کې ثابته کړه چې ملت دي او دا حق چې موږ ملت يو هيچا موږ ته نه دي رابښلي او نه هم زموږ د ملت موجوديت د کوم بين المللي توافق په پايله کې ترلاسه شوي دي، موږ خپله ځانونه ملت کړل او پرې وياړو.

محمداشرف غني څرګنده کړه چې افغانستان د هيچا نوکر نشي جوړېداي او نه چا پورې تړل کېداي شي، زموږ دولت مستقل دي او د يو مستقل دولت په توګه به درېږي. هغه زياته کړه، هدف دا دي چې د سيمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره په اتفاق او اتحاد کې مخې ته سره لاړ شو.

جمهوررئيس وويل، موږ خپله ټوله انرژۍ د افغانستان په اقتصادي خپلواکۍ، سولې، سوکالۍ او دوامداره امنيت متمرکزه کړې ده.

هغه وويل، په نږدې راتلونکي کې به د کابل پروسې په ناسته کې د افغانستان حکومت خپله د سولې طرحه وړاندې کړي او علماي کرامو هم په خپل پرېکړه ليک کې د سولې باره کې څرګنده کړې ده چې سوله يو الهي امر، ديني وجيبه او ملي اړتيا ده، داسې سوله چې د يو سخت سيمه ييز جنګ پيلامه نه وي.

جمهوررئيس وويل، زموږ اساسي دنده د وروستيو ۴۰ او ۱۰۰ کلونو بحران ختمول دي، موږ دا بحران نه دي جوړ کړي، بلکې دا موږ ته په ميراث را رسېدلي دي.

هغه زياته کړه، موږ په داسې شرايطو کې يوو او هيله لرو چې د بهرني سياست، ملي اقتدار او ازادۍ چې د افغانستان د خلکو ۴۰کلنه ارزو ده عملي شي او په دې برخه کې تمرکز په کار دي.

جمهوررئيس د خپلو خبرو په پاي کې وويل، وخت نه دريږي، که موږ غواړو چې پرمختګ وکړو او د خلکو ستونزې حل کړو؛ بايد پرېکړې وکړو. داسې نه کېږي چې موږ دې هېڅ تصميم و نه نيسو او هيڅ پرېکړه دې و نه کړو؛ ځکه امنيت، ټاکنې، اقتصاد، د اوبو مديريت، د مهاجرينو را ستنول او نور عمده مسايل قاطع پرېکړو ته اړتيا لري.

په دې مراسمو کې د جمهوررئيس دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش هم خبرې وکړې وې ويل، موږ ونشو کولاي د جهاد ترلاسه شوې بريا له سياست سره پيوند کړو او د جهاد ثمرې څخه مطلوبه استفاده وکړو، ځکه هېواد وروسته پاتې شو چې له اثارو يې تراوسه هم ملت خلاص نه دي.

هغه زياته کړه، په هغه وخت کې د جهادي رهبرانو اصلي دلايل، د ټاکنو او سياسي نظام د تعينولو په اړه د تصميم نشتوالي وو، خو له طالبانو وروسته اساسي قانون جوړ شو او موږ د ولسواکۍ يوه نوې دوره تجربه کوو.

استاد دانش وويل، موږ بايد خپلې ټولې ستونزې د قانون په چوکاټ او د تفاهم له لارې معقولې حل کړو او هر ډول احساساتي او حزبي پرېکړې هېواد له بحران سره مخ کوي، ځکه دولت له تروريستانو سره په يوه تپل شوې جګړه کې ښکېل دي.

په دې مراسمو کې اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله وينا کې جهاد د افغانستان د خلکو وياړ او ارزښت وباله وې ويل، جهاد په افغانستان کې بدلون رامنځته کړ چې يواځې يې د افغانستان د خلکو لپاره ازادي ترلاسه نه کړه، بلکې د سيمې د هېوادونو لپاره د ازادۍ الهام هم وو.

هغه دېته په اشارې چې د افغانستان جهاد په يوې ګوښه او سياسي ګوند پورې تړاو نه درلود وويل، موږ بايد د جهاد د ارزښتونو په ساتلو کې هڅه وکړو، د شهيدانو کورنيو ته رسيدګي، د مهاجرينو او بېځايه شويو وضعيت ته پاملرنه وکړو او هېواد ته د مهاجرينو د باعزته راستنېدو زمينه برابره کړو.

ډاکټر عبدالله عبدالله ټينګار وکړ، د دې اجازه بايد ورنکړل شي چې د جهاد ارزښتونو ته سپکاوي وشي او هغه څه چې د افغانستان جهاد يې ثابت کړ، د تغيير لپاره تلپاتې اصل دي.

د حزب اسلامي رهبر ګلبدين حکمتيار دغو مراسمو ته د وينا پرمهال وويل: د سلواغې ۲۶ له لويو او تاريخي ورځو څخه يوه ده چې په دې ورځ د شوروي سره پوځونه سرټيټي او نهيلي له افغانستان څخه وتلو ته مجبور شول. د شوروي له ماتې بايد درس واخيستل شي چې هيڅوک افغانستان د تل لپاره نشي اشغالولي. هغه زياته کړه، د افغانستان اوسني جنګ هم د شوروي د جنګ په څېر ګټونکي نه لري. موږ ټول بايد دا ومنو چې د روان ناورين حل لاره د جنګ تداوم نه دي.

حکمتيار څرګنده کړه، د جنګ د پايته رسولو لپاره بايد خپله غېږ مخالفينو ته پرانيزو او هغوي ته ډاډ ورکړو چې يوه پايداره سوله ممکن ده. هغه زياته کړه، له مخالفينو مې موخه داده چې په سوله باور لري او له جنګ ستړي او د وسلې اخيستلو ته مجبور شوي دي او زما مراد هغه کسان نه دي چې له بهر څخه ګومارل شوي او پر جنګ ټينګار کوي.

د دې مراسمو په پاي کې د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار هم خبرې وکړې او د شوروي سورپوځ پر وړاندې يې د افغانستان ملت د مېړانې او زړورتيا د يادونې ترڅنګ د هېواد پر ملي ګټو ټينګار وکړ وې ويل: حکومت د قانون پر تطبيق او خلکو ته د ارام او هوسا ژوند په برابرولو مکلف دي.

په دې مراسمو کې د هېواد پر جمهور رئيس سربېره د جمهوري رياست دويم مرستيال محمد سروردانش، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضي القضات او د سترې محکمې رئيس سيديوسف حليم، ګلبدين حکمتيار او يو شمېر نورو جهادي او سياسي رهبرانو او شخصيتونو، لوي څارنوال فريد حميدي، د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان، د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار، د ملي شورا اداري پلاوي او يو شمېر استازو، د کابينې يو شمېر وزيرانو، د افغانستان د علماو سراسري شورا رئيس او يو شمېر غړو، د جمهوري رياست سلاکارانو، د سولې عالي شورا يو شمېر غړو او په کابل کې استوګن د بهرنيو هېوادونو کور ډيپلوماتيک غړو او د هېواد يو شمېر جنرالانو او د وسله وال پوځ منسوبينو ګډون درلود.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha