صفحه اصلی | eslah | اجتماع | جمهور رئیس غني: د خپلو هېوادوالو د وینې غچ اخلم

جمهور رئیس غني: د خپلو هېوادوالو د وینې غچ اخلم

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رئیس غني: د خپلو هېوادوالو د وینې غچ اخلم

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني پرون ماسپښين په کابل کې د وروسيتو تروريستي پېښو د يو شمېرټپيانو د پوښتنې لپاره غازي امان الله خان روغتون ته ورغي.

جمهوررئيس غني د ټپيانو د پوښتنې پر مهال هغوي ته وويل، زه ستاسې د هر يوه درد احساسوم او ډاډه اوسئ چې د خپلو هېوادوالو د وينې غچ اخلم. د هېواد جمهوررئيس د ياد روغتون د معالج ډاکترانو ټيم څخه مننه وکړه وې ويل، ټپيانو ته د رسيدګۍ لپاره مې چې کوم پلاوي ټاکلي وو، د مسئولينو اوډاکترانو له کړنو خوښ وو او خلک پر غازي امان الله خان روغتون د پانګونې پايله نن ويني.

جمهوررئيس غني د ياد روغتون مسئولينو ته وويل، هر ډول امکاناتو ته چې اړتيا ولرئ په واک کې به درکړل شي.

معالجو ډاکترانو وويل، د ټپيانو د درملنې لپاره له ټولو شته امکاناتو ګټه اخلو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha