صفحه اصلی | eslah | اجتماع | دجنسي ځورونې دبندولو دمقررې په باب د پوهاوي ورکولو ورکشاپ جوړ شو

دجنسي ځورونې دبندولو دمقررې په باب د پوهاوي ورکولو ورکشاپ جوړ شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دجنسي ځورونې دبندولو  دمقررې په باب د پوهاوي ورکولو ورکشاپ جوړ  شو

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دجنسي ځورونې په باب دپوهاوي ورکولو په موخه يو ورکشاپ جوړ کړ .

دباختراژانس دخبرله مخې، ددغه ورکشاپ په پيل کې چې داطلاعاتو  اوفرهنګ وزارت  دجندر امريت له خوا  او دافغانستان دتعليمي ظرفيت دلوړولو دموسسې په همکارۍ  جوړ شو، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  مالي اداري  او ګرځندوى  معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  دجنسي ځورونې  په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل  چې له بده مرغه په وروستيو  کلونوکې  په ادارو کې جنسي ځورونو زور اخستى دى چې  دپوهاوي ورکولو ددغه شان پروګرامونو جوړول کيداي شي  دهغو په کمښت  کې اغيزمن وي  .

مصطفوي داطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې  دجنسي ځورونې  دقضيو دڅيړنې په موخه  ديوې کميټې دجوړولو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې ددغه وزارت مشرتوب ښځو ته دخوندي او سالمې  کاري فضا دبرابرولو  په لاره کې  خپلو هڅو ته دوام ورکوي .په همدې ترتيب  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر امرې  محبوبې سعادت په خپلو خبرو کې  دجنسي ځورونې دبندولو دمقررې په باب پوهاوي ته اشاره وکړه او ويې ويل چې په مقررې په پوهيدو سره کولاى شو دجنسي ځورونې  کچه ټيټه  کړو. دافغانستان دتعليمي ظرفيت په لوړولو دموسسې  مرستيال  رحيم شيردل هم ددغې  موسسې دکړو وړو په باره کې معلومات ورکړل او ويې ويل، سربيره پردې چې دغه موسسه د ٦٤٦٤ ګڼه تيلفون  په پرانستلو سره په حقوقي  برخوکې په وړيا ډول څليرويشت ساعته خدمتونه وړاندې کوي، دافغانستان په ګوټ ګوټ کې دپوهاوي ورکولو پروګرامونه هم عملي کوي .

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha