صفحه اصلی | eslah | اجتماع | ډاکټر عبدالله عبدالله:له مخالفانو سره سوله د افغانانو د حقونو پایمالولو په معنی نه ده

ډاکټر عبدالله عبدالله:له مخالفانو سره سوله د افغانانو د حقونو پایمالولو په معنی نه ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ډاکټر عبدالله عبدالله:له مخالفانو سره سوله د افغانانو د حقونو پایمالولو په معنی نه ده

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي لا هم يوه ننګونه ده او په ټولنه کې حاکم ذهنيت په دې اړه بدلون نه دي کړي.

اجرائيه رئيس چې پرون يې په کابل کې د ولسي جرګې د ښځو، مدني ټولنې اوبشري حقونو د کمېسيون له لوري په سيمه ييزه حکومتولۍ کې د ښځو د ونډې په اړه يې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وويل، سره له دې چې د ښځو په وضعيت، د هغوي د فعاليتونو او د حقونو د تامين په برخه کې اساسي بدلونونه راغلي او شرايط له شپاړلسو کالو وړاندې سره د پرتلې وړ نه دي؛ خو لا هم د ښځو پر وړاندې شته تاوتريخوالي د اندېښنې وړ دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، په بېلابېلو دولتي او غير دولتي موقفونو کې د ښځو حضور، د هغوي پراخ فعاليونه او د حق غوښتنې فعاليتونه د هغوي پر وړاندې د وضعيت د اساسي بدلون ښکاره بېلګې دي.

اجرائيه رئيس زياته کړه، چې ديني عالمانو، مدني ټولنو، خلکو او حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په مخنيوي کې اساسي رول ترسره کړي دي؛ خو له دې ټولو سره سره لا هم خشونت يوه ستونزه ده او عامه ذهنيت له   تاوتريخوالي سره مل دي.

هغه له نړيوالې ټولنې نه د مننې ترڅنګ چې تل يې د ښځو لپاره زمينه برابره کړې او د حکومت ملاتړ يې کړي، وويل: د عامه افکارو د روښانولو لپاره ډېر کار ته اړتيا ده. زه تعهد کوم چې حکومت به په دې برخه کې اساسي اقدامات وکړي؛ خو له رسنيو، مدني ټولنو، ديني عالمانو او خلکو مې هم غوښتنه دا ده، چې په دې برخه کې کار وکړي او تاوتريخوالي له منځه يوسي.

اجرائيه رئيس د ولسي تړون پروګرام ته په اشارې وويل، چې په دې پروګرام کې د ښځو وضعيت ته پام شوي او په بشپړ پلي کولو سره به يې له يوې خوا د خلکو په ژوند مثبت اغېز وکړي، خلکو ته به کار زمينه برابره شي او له بلې خوا به د هغوي لومړيتوبونه په پام کې ونيول شي.

اجرائيه رئيس زياته کړه، چې لا هم د ښځو پر وړاندې محدوديتونه شته، په ځانګړي ډول ولاياتو کې، په کابل او لويو ښارونو کې نسبي اسانتياوې شته؛ خو په ډېري ولاياتو کې د ښځو ونډه په حکومتولۍ کې تر ښځو چارو وزارت او رياستونو پورې محدود شوي؛ چې بايد بدلون وکړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته سپارښتنه وکړه، چې د مرستيالو واليانو، ښاروالانو او نورو برخو کې د ښځو استخدام ته لومړيتوب ورکړي. هغه ډاډ ورکړ، چې هېڅکله به سياسي مسايل د ښځو د پرمختګ قرباني نشي.

د هېواد اجرائيه رئيس همدا راز سوله د افغانانو غوښتنه وبلله او ويې ويل، چې د سولې معني د خلکو د حقونو، لاسته راوړنو او ارزښتونو د پايمال کولو په معني نه ده.

اجرائيه رئيس زياته کړه، چې د خلکو حقونه د افغانانو د قربانۍ او مبارزو په پايله کې رامنځته شوي او هيڅوک يې د معاملې حق نه لري، د سولې له پروسې هيچا ته دا فرصت نه برابرېږي چې د شپاړسو کالو وړاندې پر افغانستان تحميل انحرافي افکار پر افغانانو يو ځل بيا وتپل شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ، چې د سولې خبرو اترو لپاره پياوړي عزم او اراده شتون لري؛ هر څوک چې وغواړي د سولې د خبرو اترو له لارې له سياسي پروسې سره يو ځاي شي او جګړې ته نه ووايي؛ دروازه يې پرمخ پرانستې ده او حکومت هېڅ مخکني شرط هم نه وړاندې کړي.

د اجرائيه رئيس په وينا، افغان ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې له خپلواکۍ، د خلکو عزت او ناموس، ځمکنۍ بشپړتيا، اسلامي جمهوريت او واحد افغانستان نه دفاع کوي؛ چې عدالت، متوازن انکشاف او د وګړو قانوني حقونه هم په کې شامل دي. هغه وويل، چې د سولې لپاره هڅې، اراده او قربانۍ ته اړتيا ده؛ چې حکومت هم ورڅخه برخمن دي؛ خو هېڅکله به لاسته راوړنې او د خلکو حقونه د سولې قرباني نشي.

اجرائيه رئيس پر عادلانه او باعزته سولې ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې هر څوک چې جګړه پرېږدي او د سولې لار غوره کوي نبايد ورسره تبعيض وشي، سپکاوي يې وشي او يا خداي مکړه په اساسي قانون کې له ورکړل شويو حقونو بې برخې شي.

هغه وويل، که مخالفان وغواړي او اعلان وکړي چې په کابل کې د سولې لپاره دفتر ورته پرانستل شي پر وړاندې يې نبايد خنډ جوړ شي؛ خودمګړۍ په کابل کې د طالبانو لپاره دفتر د يوې نظريې په توګه مطرح شوې خوزمينه يې مساعده نه ده.

په دې ناسته کې د ولسي جرګې د ښځو، مدني ټولنې او بشري حقونو د کمېسيون مشرې فوزيې کوفي، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال عبدالمالک صديقي او د ښځو چارو وزارت مرستيالې سپوږمۍ وردګ هم خبرې وکړې او د ښځو د ستونزو پر حل يې ټينګار وکړ.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha