صفحه اصلی | eslah | اجتماع | جمهوررئیس غني دخپلو وروستیو سفرونو لاسته راوړنې ملي شورا سره شریکې کړې

جمهوررئیس غني دخپلو وروستیو سفرونو لاسته راوړنې ملي شورا سره شریکې کړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني دخپلو وروستیو سفرونو لاسته راوړنې ملي شورا سره شریکې کړې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني د ملي شورا (د مشرانو جرګې او ولسي جرګې رئيسانو)، اداري پلاوي او غړو سره په ارګ کې وکتل او د وروستيو سفرونو د لاسته راوړنو په اړه يې معلومات ورکړل.

د هېواد جمهوررئيس د ملي شورا غړو ته د ښه راغلاست پرمهال، د ملي شورا له استازو څخه د ملي ګټو او ملي يووالي د پياوړتيا او ارزښت ورکولو له امله مننه کړه.

هغه زياته کړه، ۴۰ کاله وروسته  بين المللي چاپيريال بدلون کړي او زموږ د خلکو غوښتنې چې زياتې قربانۍ يې ورکړي دي، د عملي کېدو په حال کې دي او اوس واحد اقدام پکار دي، ترڅو خپلو موخو ته ورسېږو.

جمهوررئيس وويل، زموږ تر ټولو ستر دښمن بې وزلي او بې اتفاقي ده، هغه هيله څرګنده کړه چې  په ګډو هڅو دې داسې فضا رامنځته شي چې

د اجماع له لارې د هېواد اقتصاد وده وکړي او بې وزلي په اساسي ډول راکمه شي.

جمهوررئيس غني زياته کړه، فرصتونه رامنځته شوي چې موږ به د خوندېتوب لور ته سوق کړي او دا ټول زموږ دملت او امنيتي او دفاعي ځواکونو د قربانيو له برکته دي. هغه په لا زيات پېوستون کې  د ملي شورا رول اساسي وباله.

  د هېواد جمهوررئيس د درې ګونو قواوو ترمنځ د همکارۍ د ارادې پياوړتيا او اعتماد مهم وباله او له ملي شورا څخه يې د تقنيني بهير د چټکتيا له امله مننه وکړه وې ويل: ځينې قوانين د نشر لپاره عدليې وزارت ته استول شوي او ځينې نور قوانين به هم توشيح شي.

جمهوررئيس هغوي ته په خطاب کې وويل: د قانون له اساساتو پرته به په جوړښت کې اصلاحات سخت وي، تاسې ته ثابته شوې ده چې زه د قانون پلوي يم او دقانون په اساس چلند کوم.

جمهوررئيس محمداشرف غني د امريکا متحده ايالتونو، هند، متحده عربي اماراتو او اذربايجان ته د خپلو وروستيو سفرونو په اړه معلومات ورکړل او د دې سفرونو لاسته راوړنې يې له هغوي سره شريکې کړې.

هغه زياته کړه، د دې سفرونو په لړ کې مو د کمانډو ځواکونو او هوايي ځواک د پياوړتيا، اقتصادي، ترانزيټي او سواګريزو همکاريو په اړه د يادو هېوادونو مقاماتو سره خبرې کړي او دغه راز د اذربايجان په سفر کې د ګډو همکاريو توافقتنامې هم لاسليک شوې.

جمهوررئيس څرګنده کړه، د لومړي ځل لپاره د اقتصادي مسايلو په اړه يو ځانګړي ټيم جوړېږي چې د بازار موندنې، کرنيزې پراختيا او مختلفو ابعادو په خاطر به سترې اقتصادي طرحې ترتيب او تنظيم کړي. هغه زياته کړه،  بهرنۍ پانګونه به بيمه او خپلو کورنيو پانګونو ته به  پام وړ انکشاف ورکړو.

جمهوررئيس هند د افغانستان ښه همکار وباله او په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د زېربنايي پروژو په تطبيق کې يې د دغه هېواد د مرستو او همکاريو قدرداني وکړه او دغه راز يې د دواړو دولتونو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ.

جمهوررئيس غني په ټينګار سره وويل، موږ له هېڅ هېواد سره هيڅ پټه معامله نه لرو او هېڅ هېواد ته هم اجازه نه ورکوو چې زموږ له خاورې د ګاونډيانو پر ضد استفاده وکړي، موږ شريکې ګټې لرو او هڅه کوو چې د هند اقتصادي اړيکو څخه د افغانستان د اقتصادي انکشاف په ګټه استفاده وکړو.

جمهوررئيس  وويل، عربي متحده امارات د لومړي عربي هېواد په توګه زموږ له هوايي قواوو سره مرستې ته چمتو دي او د افغانستان د سولې او ثبات د ټينګښت په خاطر به دغه هېواد له ټولو امکاناتو ګټه واخلي.

هغه زياته کړه: متحده عربي امارات به ډېر ژر  له افغانستان سره د مرستې  په اړه د ستر کنفرانس کوربه شي او موږ په ګډه د چمتووالي لپاره کار کوو. جمهوررئيس زياته کړه د څلورو محورونو لمخې د اماراتو انکشافي صندوق له لارې د افغانستان د پروژو د ملاتړ، د پانګونې، بازارموندنې او کارموندنې په اړه به بحث وشي.

جمهوررئيس محمداشرف غني وويل، د اذربايجان په سفر کې د لاجوردو لارې پر پرانېستلو له هغه هېواد سره تفصيلي بحث وشو او د راتلونکو دوو کلونو په لړ کې به باکو د افغانستان د صادراتو د ستر مرکز په توګه لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.

جمهوررئيس غني وويل، سترې ترانزيټي پروژې د بشپړېدو په حال کې دي، هغه د ترکمنستان-تورغونډۍ د اورګاډي پټلۍ کار د بشپړېدو وويل او هغه يې د مرکزي اسيا او قفقاز هېوادونو ته د رسېدو په خاطر د پانګونې په برخه کې مهمه وبلله.

جمهوررئيس د ټاپي پروژې ارزښت ته په اشارې وويل: تر راتلونکو درې مياشتو پورې دا پروژه د افغانستان خاورې ته را رسېږي او په دې اړه د منفي ليدلورو برخلاف به پرانيستل شي. هغه د ولس په ځانګړي ډول د ټاپي مسير ولايتونو له استازو څخه وغوښتل چې د يادې پروژې د امنيت د تامين په برخه کې همکاري وکړي او د ګاز د انتقال طرحه دې له حکومت سره شريکه کړي.

جمهور رئيس غني څرګنده کړه، د عمده ملي مسايلو په اړه بايد ګډې ناستې وشي او د ستونزو حل ته د مناسبو لارو د لټولو برخه کې يې د ملي شورا ونډه ارزښتناکه وبلله.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي د خبرو پرمهال د هېواد جمهور رئيس څخه د عمده او ملي مسايلو په اړه د مشورو له امله مننه وکړه او دغسې ناستې يې د حکومت او ملي شورا تر منځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره موثرې وبللې. هغه له حکومت څخه د نوماند وزيرانو د ورپېژندلو، د کابينې د بشپړېدو او د قوانينو د توشيح له امله مننه وکړه.

د ولسي جرګې رئيس د ملي ګټو ارزښت ته په اشارې وويل: ملي ګټې په ټولو هېوادونو کې اصل ګڼل کېږي او د باثباته او سوکاله افغانستان لپاره  د خلکو او نړيوالې ټولنې همکاريو ته اړتيا ده.

هغه وويل: د ملي ګټو دفاع زموږ ټولومسووليت دي. نور خپل ځان ته برائت نشي ورکولي، دا يوازې د حکومت مسووليت نه دي، بلکې د ګډې همکارۍ له لارې د موجود نظام ملاتړ کولاي شو، ځکه ملي ګټې د افغانستان د ملت دي.

ښاغلي ابراهيمي د جمهور رئيس غني بهرني سفرونه د هېواد د ملي ګټو پر مبنا ارزښتناک او د سيمې او نړۍ په کچه د افغانستان د ګټو ممثل وبلل. هغه زياته کړه، د دغو سفرونو مثبتې پايلې ټول ملت په ښه توګه درک کړي او ملاتړ يې کوي.

نوموړي وويل: لکه څنګه چې جمهور رئيس په مينه او لېوالتيا د افغانستان د اقتصادي وضعيت د ښه والي او خودکفايي لپاره کوښښ کوي. موږ هم د ملت د استازو په توګه د حکومت ترڅنګ يوو او د زيربنايي او بنيادي برنامو ملاتړ کوو.

د ولسي جرګې رئيس څرګنده کړه، ملي شورا په بېلابېلو برخو کې د حکومت د برنامو د ملاتړ لپاره د همکارۍ په طرحه کار کوي او له حکومت سره به يې شريکه کړي. د ولسي جرګې رئيس د حکومت پر مبصرينو په نيوکه وويل، له طرحې پرته پر دولت د نيوکې پرځاي غوره ده چې په موثرو طرحو کار وکړي او له حکومت سره يې شريکې کړي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار له جمهور رئيس څخه له بلنې او د ملي شورا استازو سره د مشورې مننه او قدرداني وکړه. هغه ډاډ ورکړ چې ملي شورا په پوره همغږۍ کار کوي او نظريات يې له حکومت سره شريکوي.

د مشرانو جرګې رئيس د خلکو يووالي او پيوستون ته په اشارې وويل: زموږ خير زموږ په يووالي او وروري کې دي او موږ به د نظام په ملاتړ کې د حکومت تر څنګ يوو او د رغنده برنامو ملاتړ يې کوو.

نوموړي په ټينګار وويل: افغانستان زياتې ستونزې لري او موږ مسوول يوو چې د ملي ګټو او د هېواد د ثبات په اساس د خپل نظام  هر اړخيز ملاتړ وکړو، ځکه د نظام کمزوري د هيچا په ګټه نه ده. مسلميار زياته کړه، موږ د حکومت د څارنې تر څنګ لا زياتې پياوړتياته متعهد يوو.

د مشرانو جرګې رئيس د جمهور رئيس غني بهرني سفرونه د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره ګټور وبلل او دسيمې په کچه يې د هغو پايلې د زيربناو د پياوړتيا، اقتصادي ، ترانزيتي او سوداګريزې ودې لپاره بې ساري وبللې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha