صفحه اصلی | eslah | اجتماع | ډاکتر کمال سادات :ځوانان د افغانستان ستر بشري قوت دي

ډاکتر کمال سادات :ځوانان د افغانستان ستر بشري قوت دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ډاکتر کمال سادات  :ځوانان د افغانستان ستر بشري قوت دي

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست وزير او د ځوانانو چارو معين د لوي کندهار د ځوانانو ټولنې له غړيو سره وکتل. دوي د ځوانانو د اوسني او راتلونکي په اړه په بيلا بيلو مسايلو خبرې وکړي او پدې يې ډيرټينګار وکړ، چې له معينيت سره به په ګډه ځوانانو د پاره کار کوي، ترڅو ځوانانو ته په دولتي او د خصوصي سکتور په برخه کې نور ډير کار روزګار پيدا شي.

ډ ځوانانو چارو معين وه ويل، چې د افغانستان د ميړاني او پياوړي تاريخ ته په کټو سره بايد د ګرد افغانستان او همداشان د لوي کندهار ځوانان، تعليم، ښې حکومتوالي او د خلکو ترمنيځ د لاټينګ ملي وحدت د پاره لازيات کار وکړي، ترڅو د ځوانانو د ژوند د پرمختګ په اړه لاګړندي ګامونه پورته شي. همداشان د ځوانان معين زياته کړه، چې د ځوانانو معينيت د پنځوکالونو د پاره د ځوانانو ستراتيژي جوړه کړي او پدې کې د ځوانان د پرمختګ لپاره ډير ګټور پروګرامونه په نظر کې نيول شويدي، چې له امله به يې ځوانانو په ژوند کې مثبت تغيرات رامينځ ته شي. همداشان ده له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د ځوانان د راضاکارو ځوانانو په فدراسون کې هم ځانونو شامل کړي، ترڅو د دولت ترڅنګ ځوانانو په ځينو برخو کې د خپل هيواد او هيوادوالو د خدمت مصدر وګرځي.

بايد يادونه وشي، چې د د ځوانانو چارو معينيت په چوکاټ کې د رضاکارو ځوانانو فدراسيون جوړ شويدي، اودغه فدراسيون د هر ولايت د اطلاعاتو فرهنګ رياست په چوکاټ کې د ځوانانو د امريتونو او يا هم د ځوانانو د مديريتونو له له لوري پرمخ بيول کيږي، هغه ځوانان چې غواړي د رضاکارو ځوانانو په فدراسيون کې شامل شي، په مرکز او ولايتونو کې د ځوانانو چارو له رسمي ادارو سره په تماس کې شي.

پدې ليدنه کې لوي کندهار د ځوانانو ټولنې مشر پوپل افغان د نورو ځوانانو په استازيتوب خبرې وکړې، ده  د ځوانانو معينيت له کارونو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې له معينيت سره به خپلې چارې نورې هم همغږي کړي او دوي به په خپلو خپلو سيمو کې د ځونانو د پاره په رضاکارانه ډول کار کوي او هم به د يوه منظم پلان له مخې د ځوانانو له معينيت سره راتلونکي پروګرامونه پرمخ بيايي.

پدې وروستيو کې په افغانستان کې د ځوانانو د پرمختګ او ترقي لپاره دا مثبت ګامونه پداسې مهال کې پورته کيږي، چې د افغاستان جمهور ريس جلالتماب محمد اشرف غني ځوانانو ته ډيرپام کوي او ترډيره يې په لوړو پوستونو باندې مسلکي، په کار پوهه او د ښه علم او سواد څښتن ځوانان په چارو ګمارلي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha