صفحه اصلی | eslah | اجتماع | په باميانو کې د 37 پيغلو او ځوانانو د ډله ئيز واده مراسم پرځاى شول

په باميانو کې د 37 پيغلو او ځوانانو د ډله ئيز واده مراسم پرځاى شول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په باميانو کې د 37 پيغلو او ځوانانو د ډله ئيز واده مراسم پرځاى شول

په باميانو ولايت کې د ٣٧ پيغلو او ځوانانو دډله ئيز واده مراسم داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په مرسته پرځاى شول.

دباختراژانس  دخبرله مخې، ددغو ځوانو پيغلو او هلکانو دواده په مراسمو کې دباميانو والي محمدطاهر زهير، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين  ډاکتر کمال سادات، دباميانو ولايت د دولتي ادارو او درسنيو رييسانو دولايتي شورا استازو او ددغه ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو او ددغو ځوانانو او پيغلو کورنيو چې دباميانو دمرکز په شاهي هوټل  کې پرځاى شول، ګډون کړى و .

دباميانو والي وويل چې زموږ په ټولنه کې لاتراوسه پورې هم زموږ دخلکو دټولنيز ژوندانه په بيلابيلو برخو کې ناوړه دودونه شتون لري .

ده داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت او له همکارو بنسټونو څخه  دواده په کار کې دناوړو ټولنيزو هدفونو او عرف  سره دمبارزې غوښتنه وکړه .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو د چارو معين  ډاکتر کمال سادات په دغو مراسمو کې وويل: دخوشحالي  ځاى دى چې د خپل هېواد متمدن او تاريخي  ولايت ته راغلى  يم او دخپلو بامياني  ځوانانو او پيغلو  دخوشحالۍ  په دې جشن کې ګډون کو.

 ډاکتر کمال سادات له بامياني  ځوانانو څخه وغوښتل چې دخپلې خاورې  دبډاى تاريخ  په ساتنې سره  دهغه دلازياتې بډاينې او هم نړيوالو ته دهغه دپيژندنې په لاره کې  زياتې هلې ځلې وکړي .

دځوانانو دچارو معين  زياته کړه چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني  ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه کوي او هغوی ته په لوړو دولتي  پستونو کې کاري فرصتونه  برابروي .

  په پاى کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين  ډاکتر کمال سادات  ددغه معينيت ستاين ليک دباميانو والي محمد طاهر زهير ته ورکړ .

  دباميانو ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست محمد حسين احمد پور وويل چې دغو پيغلو اوځوانانو کلونه کلونه مخکې  کوژدې  کړې وې او داقتصادي  بې وزلۍ په دليل د واده له کولو څخه عاجز پاتې و او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په مالي  مرسته او دباميانو ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست په همکارۍ  د هغوى د واده مراسم  پرځاى شول.

هرې پيغلې او ځوان ته دکور لوازم،سوغاتونه او يوه اندازه  نغدې پيسې هم ورکړى شوې .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha