صفحه اصلی | eslah | اجتماع | د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې د عامه ساختماني پروژو د کیفیت پر لوړولو او معیاري کولو ټینګار وکړ

د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې د عامه ساختماني پروژو د کیفیت پر لوړولو او معیاري کولو ټینګار وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې د عامه ساختماني پروژو د کیفیت پر لوړولو او معیاري کولو ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختيا عالي شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د عامه ساختماني پروژو د تخنيکي،  تدارکاتي، څارنې او کنټرول برخو، د عامه ساختماني پروژو د مديريتي طرزالعمل او د عربي متحده اماراتو پروژې د اسعارو د توپير په اړه بحث او خبرې وشوې.

په پيل کې د ښار جوړولو وزير سيدسعادت منصور نادري د عامه ساختماني پروژو د تخنيکي،  تدارکاتي، څارنې او کنټرول برخو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل وې ويل، په تېرو دريو کلونو کې د ښار جوړولو وزارت په بېلابېلو په ځانګړي ډول په يادو برخو کې بنيادي بدلونونه رامنځته شوي دي.

وروسته د ښار جوړولو وزارت د پاليسۍ او پلان رئيس همايون فيض د عامه ساختمان پروژو د تخنيکي مديريت په اړه له هغې ډلې د ۱۳۹۶ کال د انتقالي پروژو د تطبيق، د عامه ساختمانونو د ملي برنامې  د اساس ګذارۍ، د ساختماني پروژو د اصلاحاتو او سټنډرډ جوړولو، د عامه ساختماني پلان جوړونې، د نويو عامه ساختماني  پروژو د تخنيکي مطالعاتو د سروې، په راتلونکي کال کې د نويو ساختماني پروژو د ډېزاين او پروسې د طرحې او  خصوصي سکتور سره د کار کولو د طرحې او ډېزاين په برخه کې غونډې ته معلومات ورکړل.

وروسته د ښار جوړولو وزارت د تدارکاتو کارپوه شهريار فهيم د عامه ساختماني پروژو د څارنې او کيفيت کنټرول له هغې ډلې د ۱۳۹۶ مالي کال د لاسته راوړنو، د راتلونکي کال پروسو، د معيارونو او ارزونې د تعينولو، د تدارکاتي مديريت د معلوماتو سيستم او قراردادونو د اسانتياوو په اړه مفصل معلومات ورکړل.

د ښار جوړولو وزارت د څارنې او مراقبت رئيس سيدنسيم خليق د عامه ساختماني پروژو د څارنې او کيفيت کنترول په اړه غونډې ته معلومات ورکړل وې ويل، د دې برخې موخه د ودانيو جوړولو کيفيت لوړول، د چارو ښه والي، په پروژو کې د وروسته والي مخنيوي، په دوامداره توګه د پروژې کيفيت او د کاري بهير څارنه او مراقبت، پروژوي ستونزو ته پر وخت رسيدګي او د ساختماني پروژو سالم، تخصصي، چټک او الکترونيکي مديريت دي.

په زېربنايي چارو کې د جمهوررئيس سترسلاکار ډاکټر محمدهمايون قيومي، د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي، د ملي تدارکاتو رئيس الهام عمر هوتکي، د جمهوررئيس سترې سلاکارې شهرزاد اکبر، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالطيف روښان، د ماليې وزارت معين خالد پاينده، د مرکزي احصائيې ادارې لوي رئيس احمدجاويد رسولي، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت معين مسجدي، د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبيب زي، د اوبو رسولو شرکت لوي رئيس انجينر يلاني، جامي زاده، کاکړ، او شېرباز کمين زاده له داخلي توليداتو څخه د استفادې، ساختماني پروژو، حفظ و مراقبت، فاضلاب شبکې، انټرنيټي شبکې او په يادو پروژو کې د ښځو د ونډې په اړه تفصيلي خبرې وکړ. وروسته جمهوررئيس غني د يادې برنامې د وړاندې کولو څخه د مننې ترڅنګ وويل، په ښار جوړولو وزارت کې ښه تغير رامنځته شوي او هغه همکاران چې د دې برنامې په جوړولو کې يې ونډه اخيستې، تقدير دې شي.

جمهوررئيس د ساختمان په برخه کې پر سيستم جوړولو ټينګار وکړ وې ويل، د ډېزاين ظرفيت دې لوړ شي او د ښار جوړولو وزارت دې د يو موډل په برخه کې پايلې ته ورسېږي چې د کوم هېواد تجربې په دې برخه کې موثرې دي، ترڅو له دې موډل څخه استفاده وشي. د هېواد جمهوررئيس په ساختماني چارو کې پر معياري کولو ټينګار وکړ وې ويل، خصوصي شرکتونه دې په دې برخه کې د پانګونې لپاره معياري توب چمتو او د خپل ګډون لپاره دې واضح طرحې وړاندې کړي.

هغه وويل، تدارکات دې د اقليمي شرايطو متناسب وي او د عمده ساختماني اقلامو په برابرولو کې دې انسجام رامنځته شي، ترڅو وتوانيږو مواد په سم ډول برابر کړو.

محمداشرف غني څرګنده کړه، د ادارو تشکيل بايد انعطاف پذيره وي. هغه پر ظرفيت جوړونې ټينګار وکړ وې ويل، بايد د لوړو او تخنيکي زده کړو د سويې پر لوړولو کار وشي، ترڅو په ساختماني برخه کې زموږ کدرونه ښه وروزل شي.

وروسته د ښار جوړولو وزارت د څارنې او مراقبت رئيس سيدنسيم خليق د عامه ساختماني پروژو مديريتي طرزالعمل چې په څلورو څپرکو او ديارلس مادو کې ترتيب شوي وو، غونډې ته وړاندې کړ.

د ښاري پراختيا عالي شورا غونډې له هراړخيزو بحثونو وروسته ياد طرزالعمل تصويب کړ.

د غونډې په پاي کې د کابل په خواجه رواش کې د متحده عربي اماراتو د استوګنې کومکي پروژې اپارتمانونو د وېش د اسعارو د توپير موضوع د ښار جوړولو وزارت د پاليسۍ او پلان رئيس همايون فيض غونډې ته وړاندې کړه.

غونډې له هراړخيزه بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې د يادې پروژې د اپارتمانونو د قسطونو ورکړه دې په افغانۍ پولي واحد ترسره شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha