صفحه اصلی | eslah | اجتماع | د افغان ښځو لپاره د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانېستل شوه

د افغان ښځو لپاره د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانېستل شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغان ښځو لپاره د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانېستل شوه

په اقتصادي برخه کې د ښځو د ونډې د ډېرېدو لپاره د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونه پرانېستل شوه.

د هېواد لومړۍ مېرمن وايي، ښځو ته د پراخې پاملرنې له لارې غواړي، د افغانستان په اړه د نړيوالو هغه ذهنيت بدل کړي چې افغانستان د ښځو لپاره بد ځاي دي.

بي بي ګل غني چې د دوشنبې په ورځ يې د ښځو لپاره د سوداګرۍ او صنايعو د ځانګړې خونې پرانېسته کوله، ويې ويل چې افغان ښځې ښې وړتياوې لري او د دا شان بنسټونو او چوکاټونو له لارې يې بايد فعاليتونه منسجم شي.

بې بي ګل غني زياته کړه: "نن د افغان متشبثيو ښځو لپاره يوه تاريخي ورځ ده چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې په چوکاټ کې، د يوې خپلواکې خونې په رامنځته کېدو بريالي شوي دي، هيله لرم چې دا خونه به د افغان سوداګرو ښځو په تنظيم، د دوي محصولاتو ته د بازار موندنې او لا ليواله کولو په برخه کې د پام وړ رول ولوبوي."

ولسمشر محمد اشرف غني د سوداګري خونې د پرانېستې دغې غونډې ته په يوه ويډيويي پيغام کې، د دغې خونې پرانېسته يو مهم ګام ياد کړ او ويې ويل چې د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو فعاليت ښيي چې افغانانو د ژوند د ښه کېدو ټينګه اراده کړې ده.

د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشره منيژه واقف وايي، افغان ښځې دا وخت په بېلابېلو  برخو کې کار کوي، خو داسې چوکاټ چې دوي تر يوه چتر لاندې سره راټولې کړي، د لومړي ځل لپاره رامنځته شوي دي.

د اغلې واقف په خبره، دا وخت په افغانستان کې د ۸۵۰ پانګه والې او سوداګرې ښځې شته چې۴۵ زره بېلابېلې بوختياوې يې رامنځته کړې دي.

اغلې واقف زياته کړه: "حکومت د ښځو د اقتصادي وړتياوو لوړولو او رامنځته کولو لپاره تېر کال يو سمپوزيم رابللي و چې ډېرو مېرمنو د يوې سوداګريزې خپلواکې خونې په رامنځته کېدو يې ټينګار کاوه."

سوداګرې ښځې که څه هم د دغې خونې په رامنځته کولو خوښي ښايي، خو تينګار کوي چې لا هم د دوي د فعاليتونو په وړاندې ګڼې ستونزې موجودې دي.

دوي وايي: "زه پرورش اورياخېله يم، دلته په دې خونه کې د مديره هيئت غړې يم، موږ وينو چې ډېرې ښځې ليوالتيا لري، خو د غړيتوب اخېستو په برخه کې ستونزې لري، د دې تر څنګ ټولنيزې او فرهنګي ستونزې لرو."

"ناهيد حميده يم، له ۸ کلونو راهيسې د قيمتي کاڼو او ډبرو په برخه د خصوصي سکټور په چوکاټ کې کار کوم، د دې خونې رامنځته کول ډېر مهم ګام دي، ځکه څومره ښځې چې دلته برخه اخلي، د افغانستان ښه راتلونکي ته لار هوارېږي."

د ښځو د چارو وزيره دلبر نظري د افغان مېرمنو پر وړاندې شته ستونزې تاييدوي، خو وايي، افغان حکومت نه يوازې د سوداګرۍ په برخه کې، بلکې په نورو برخو کې هم د ښځو د ونډې په پراختيا او په دې برخه کار کولو ته ژمن دي.

  يوسف خان ځدران

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha