صفحه اصلی | eslah | اجتماع | جمهور رئیس غني: د امنیتي او دفاعي سکتور ترڅنګ په ملکي ادارو کې هم اصلاحات اړین دي

جمهور رئیس غني: د امنیتي او دفاعي سکتور ترڅنګ په ملکي ادارو کې هم اصلاحات اړین دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رئیس غني: د امنیتي او دفاعي سکتور ترڅنګ په ملکي ادارو کې هم اصلاحات اړین دي

جیمز مټیس: د تروریستانو ځالې چې له جنوبي آسیا څخه نړۍ تهدیدوي باید له منځه یووړل شي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني د امريکامتحدو ايالتونو د دفاع وزير جيمز مټيس او د ناټو سرمنشي ينس ستولټنبرګ سره چې په يو رسمي سفر کابل ته راغلي وو، په ارګ کې وکتل.

 په دغه کتنه کې چې اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، په پيل کې  جمهوررئيس د امريکا د دفاع وزير او د ناټو سرمنشي ته د ښه راغلاست پرمهال د امريکا او ناټو غړو هېوادونو  د عسکرو د قربانيوقدرداني وکړه او وې ويل: د ناټو غړو د هغو ۳۹ هېوادونو د دوامدار ملاتړ مننه کوم چې د امنيت د تامين او تروريزم سره د مبارزې لپاره يې زياتې قربانۍ ورکړي دي.

جمهور رئيس همدارنګه د خپلو خلکو او هېواد د دفاع په برخه کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو زړه ورتيا او سرښندنې وستايلې. هغه  له  جمهوررئيس ټرمپ او جنرال مټيس څخه د افغانستان په اړه  د ستراتيژي د نهايي کولو له امله چې د تروريزم پر وړاندې د برياليتوب فضا يې برابره او په افغانستان او سيمه کې يې د ابهام حالت له منځه يووړ، مننه وکړه. جمهور رئيس غني وويل، د سيمې په اړه د امريکا متحده ايالتونو نوې ستراتيژي په وخت پورې محدوده نه ده، بلکې په شرايطو پورې تړاو لري. هغه زياته کړه، دغې ستراتيژي په سيمه کې نوي فرصتونه رامنځته کړي او پر ټولو يې غږ وکړ چې له دغو نويو فرصتونو څخه بايد د سولې او سيمه ييز ثبات لپاره ګټه واخيستل شي.

د هېواد جمهور رئيس وويل، د ولسواليو شوراګانو، ولسي جرګې او ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې انتخاب نه، بلکې مسووليت دي او حکومت يې په شفافه توګه ترسره کولو ته ژمن دي. هغه زياته کړه، راتلونکې ټاکنې به د افغانستان خلکو او سياسي قشر ته دا فرصت برابر کړي چې د هېواد د مقننه قوې زياته پياوړتيا کې موثره ونډه واخلي. جمهور رئيس څرګنده کړه، د جګړې اصلي بار د افغانستان د خلکو پر اوږو دي، ځکه د طالبانو او ټولو تروريستي ډلو  جنايتونه يې  په صبر او متانت زغملي او د ولسواکۍ اوخپل اساسي قانون ملاتړ يې کړي دي. محمد اشرف غني وويل، طالبان او ټولې تروريستي ډلې له ملکي  وګړوڅخه د سپر په توګه ګټه اخلي. هغه يو ځل بيا د هېواد ټولو امنيتي  او دفاعي ځواکونو ته ټينګه لارښوونه وکړه چې له خپلو بين المللي همکارانو سره په ګډه د نظامي عملياتو پرمهال زموږ د خلکو ساتنې او خونديتوب ته چې د هغوي اصلي دنده ده جدي پام وکړي او ملکي وګړو ته له هر ډول زيان اوښتلو پرته خپل عمليات په دقت ترسره کړي.

جمهور رئيس غني د ملي يووالي حکومت اصلاحاتو ته په اشارې وويل،د  ثبات او تلپاتې امنيت لپاره د امنيتي او دفاعي سکتور ترڅنګ په ملکي ادارو کې هم اصلاحات اړين دي. هغه زياته کړه. په اداري، عدلي او قضايي برخو کې رامنځته شوي اصلاحات به د دوامدار بهير په توګه نورو برخو ته هم وغځېږي.

جمهور رئيس طالبانو ته په خطاب کې وويل، په جنګ يې نشئ ګټلي د سولې او مذاکراتو لاره اختيار کړئ. هغه زياته کړه، مونږ لومړي له پاکستان سره دولت په دولت سوله او مذاکرات غواړو او دا ډاډ ورکوو چې باثباته افغانستان د هيڅ بل هېواد په زيان نه دي، بلکې د افغانستان ثبات د سيمې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره هم ګټور دي. جمهور رئيس غني بين الافغاني سولې ته په اشارې وويل، نن ټولو ته ثابته شوې چې هيڅوک د جګړې او تاوتريخوالي له لارې خپلې غوښتنې د افغانستان پر خلکو نشي تپلي. هغه زياته کړه، د افغانانو ترمنځ ښه حل لاره مذاکره ده او د افغانستان حکومت تل دبين الافغاني مذاکراتو له لارې د مسايلو حل ته تيار دي.  محمد اشرف غني له ټولو ښکېلو غاړو وغوښتل چې نوي شرايط درک کړي او په تدبير سره له دغو فرصتونو استفاده وکړي. هغه څرګنده کړه، اوس انتخاب د طالبانو په لاس کې دي چې د پرديو د ګټو لپاره بين المللي تروريزم سره  يو ځاي کېږي او که د مذاکراتو، سولې او ابادۍ لاره اختياروي.

 ورپسې اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د خبرو پرمهال د امريکا د دفاع وزير او د ناټو سازمان سرمنشي ته هرکلي ووايه او د افغانستان د امنيت، ثبات او تروريزم سره د مبارزې په برخه کې يې د هغوي د هلو ځلو او قربانيو قدرداني وکړه.

 اجرائيه رئيس وويل، د سيمې په اړه د امريکا متحده ايالتونو نوې ستراتيژۍ په  سيمه کې مثبت فضارامنځته کړې او د دغې ستراتيژۍ ښېګڼه داده چې بېلابېلو برخو کې وضاحتونه او اساسي پيغامونه لري. هغه زياته کړه، باور دي چې دغه ستراتيژي به په سيمه کې پر جنګ او سياسي اوضاع مثبت اغېز ولري.

 ښاغلي عبدالله د جمهور رئيس د خبرو په تائيد وويل، پاکستان ته مو د مذاکراتو بلنه ورکړې، تر څو اساسي نتيجې ته ورسېږو. هغه زياته کړه، د امريکا متحده ايالتونو نوې ستراتيژي د سيمې او نړۍ د هېوادونو لپاره واضح پيغام لري.

 هغه زياته کړه، د سيمې هېوادونه بايد له دغه فرصت څخه چې د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته برابر شوي دي د سيمې د ثبات، اقتصادي همکاريو او ودې لپاره ګټه واخلي. هغه څرګنده کړه، تروريزم چې د سيمې او نړۍ لپاره جدي خطر دي بايد ګډه او صادقانه مبارزه ورسره وشي. د امريکا متحده ايالتونو د دفاع وزير جيمز مټيس د جمهور رئيس له مېلمه پالنې مننه وکړه او همدارنګه يې افغانستان ته د خپل سفر د موخو په اړه معلومات ورکړل. هغه وويل، موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات تامين ته ژمن يوو. هغه زياته کړه، د تروريستانو ځالې چې له جنوبي اسيا څخه نړۍ تهديدوي بايد له منځه يووړل شي. هغه وويل، د امريکا متحده ايالتونو نوې ستراتيژۍ په سيمه کې د اعتماد فضا رامنځته کړې. نوموړي همدارنګه په بېلابېلو برخوکې د حکومت د اصلاحاتو او څلورکلن امنيتي پلان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.  هغه زياته کړه، د امريکا متحده ايالتونو د نوې ستراتيژۍ موخه په افغانستان کې د تلپاتې سولې تامين او هغې ته زمينه برابرول دي. د امريکا د دفاع وزير جمهور رئيس ته په خطاب کې وويل، ستاسو جدي رهبري وښوده چې د افغانستان پرمختګ ته ژمن ياست. هغه زياته کړه، افغانستان د واک سوله ييز لېږد تجربه کړ او د ستونزو باوجود د افغانستان خلکو لويې لاسته راوړنې لرلې.

 نوموړي د اصلاحاتو او  اداري فساد سره د مبارزې په برخوکې د ملي يووالي حکومت د هلو ځلو قدرداني وکړه وې ويل: هيله ده چې د اصلاحاتو بهير همدغسې دوام ومومي. هغه د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره د امريکا متحده ايالتونو تعهد هم اعلان کړ.

 د امريکا متحده ايالتونو د دفاع وزير د افغانستان دولت او خلکو ته ډاډ ورکړ چې افغانستان به نور د تروريستانو لپاره خوندي پټنځاي نه وي او امريکايي ځواکونه به د ناټو په چوکاټ کې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د روزنې، مشورې ورکولو او د هغوي د تجهيز په برخه کې همکاري وکړي. هغه تروريزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو هلې ځلې، مبارزه او سرښندنې وستايلې.

 ښاغلي جيمز وويل، امريکا متحده ايالات د افغانستان په مشرۍ او مالکيت د سولې بهير هرکلي او ملاتړ کوي او طالبان بايد پوه شي چې د جنګ له لارې نشي بريالي کېدلي، خو که د سولې لاره اختيار کړي، نو ډېرې لاسته راوړنې به ولري.

 ورپسې د ناټو سازمان سرمنشي ينس ستولټنبرګ افغانستان ته په خپل سفر او د ملي يووالي حکومت رهبري سره په کتنه خوښي وښوده وې ويل: د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونه د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د روزنې او مشورې ورکولو له لارې په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات د تامين لپاره همکاري کوي.

 نوموړي وويل، د ناټو سازمان غړي هېوادونه د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ، تجهيز او تمويل ته ژمن دي.  هغه زياته کړه، د افغانستان حکومت هم بايد له نړيوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

 د ناټو سازمان سرمنشي همدارنګه د افغانستان په کوربه توب د کابل پروسې کنفرانس ښه اقدام وباله او زياته يې کړه، موږ د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت د سولې بهير ملاتړ کوو او نور هېوادونه به هم وهڅوو چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. هغه د بين الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې بهير د ملاتړ تر څنګ وويل، د تروريزم د ځپلو په برخه کې چې د سيمې او ناټو غړو هېوادونوامنيت او ثبات ته جدي ګواښ دي، غوڅ اقدامات وکړي.

 له دغې کتنې وروسته جمهور رئيس غني، د امريکا متحده ايالتونو دفاع وزير او د ناټو سازمان سرمنشي په ګډ خبري کنفرانس کې له ګډون وروسته د خبريالانو پوښتنې ځواب کړې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha