صفحه اصلی | eslah | اجتماع | د ملګرو ملتونو سرمنشي: ملګرو ملتونو سازمان به د افغانستان دولت او خلکو سره د دوامدار همکار په توګه پاتې شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي: ملګرو ملتونو سازمان به د افغانستان دولت او خلکو سره د دوامدار همکار په توګه پاتې شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ملګرو ملتونو سرمنشي: ملګرو ملتونو سازمان به د افغانستان دولت او خلکو سره د دوامدار همکار په توګه پاتې شي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمداشرف غني د امريکا متحده ايالتونو ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريس سره وکتل.

د هېواد جمهور رئيس او د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه کتنه کې چې د ملګرو ملتونو سازمان ودانۍ کې ترسره شوه، په افغانستان کې د سولې او ثبات، تروريزم سره د مبارزې او سيمه ييزو مسايلو په اړه بحث او خبرې وکړي.

جمهور رئيس غني څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو ارزونه پايته رسېدلې او د افغانستان حکومت د دغو اصلاحاتو هرکلي او ستاينه کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريس په افغانستان کې د سولې بهير څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او زياته يې کړه: ملګرو ملتونو سازمان به د افغانستان دولت او خلکو سره د دوامدار همکار په توګه پاتې شي .

نوموړي زياته کړه، موږ به د اصلاحاتو له لارې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بنسټونو ترمنځ همغږي او د دوي  کاري موثريتزيات کړو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha