صفحه اصلی | eslah | اجتماع | اجرائیه رئیس د نورستان له خلکو سره په مرکز پارون کي‌ولیدل

اجرائیه رئیس د نورستان له خلکو سره په مرکز پارون کي‌ولیدل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائیه رئیس د نورستان له خلکو سره په مرکز پارون کي‌ولیدل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د نورستان ولايت ته سفر وکړي او په مرکز پارون کي يې د ياد ولايت له مسؤلينو او ولسونو سره وليدل.

 د نورستان ولايت والي حافظ عبدالقيوم د قومونو او مشرانو په ياده غونده کي‌وويل،‌چي د نورستان ولايت يو ليري پروت او وروسته پاته ولايت دي چي تر دې دمه ورته د مرکزي ادارې لخوا لازمه توجه نه ده شوې.

د والي په وينا چي اتيا فيصده مکاتب يې تعميرونه نه لري او ۷۰ فيصده معلمين يې غير مسلکي دي چي بايد ورته توجه وشي.

نوموړي وويل،‌چي خلک د نظام ملاتړي دي‌او هيچاته اجازه نه ورکوي،‌چي د نظام پر ضد کار وکړي‌او د خلکو عادي ژوند او د پرمختګ لړۍ وننګوي.

هغه يادونه وکړه،‌چي د پارون د برق بند به دوې مياشتي وروسته تکميل شي،‌د مرکز د پنځوس بستريز روغتون کار روان دي او کليو ته غځېدلي سړکونه د جوړېدو په حال کي دي.

ښاغلي عبدالقيوم وويل،‌چي نورستان لا هم يو متر پوخ سړک نه لري، ولي اوس د کنړ ولايت سره د ۱۰۸ کيلو متره وصلوونکي سړک قرارداد شوي،‌له مرکز سره د ولسواليو د نښلوونکو سړکونو قراردادونه هم شوي دي‌او ډېر ژر به يې کارونه پيل شي.

د ياد ولايت د ولايتي شورا رئيس د ولسونو په استازيتوب وويل،‌چي د امنيت ترڅنګ د لارو جوړېدنه،‌د اوبو د بندونو اعمار، د معارف د وضعيت سمون او لږ تر لږه د دوو پوهنځيو ايجاد يې د اساسي غوښتنو څخه دي.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکي ادارې مالي او اداري معين عبدالمالک صديقي وويل، چي نورنستان ولايت ته يې ۵۳ ميليونه افغانۍ اختصاص کړي څو اداري واحدونه تقويه او او محلي حکومتداري پياوړې شي.

نوموړي همداراز زياته کړه، چي د ولايت مقام او يوه لوي مېلمستون لپاره د ودانيو جوړولو ته هم بودجه ولايت ته لېږل شوې،‌چي ډېر ژر به يې کار پيل شي.

د ټولګټو وزارت معين په خپلو خبرو کي وويل،‌چي له کنړ سره د نورستان ولايت د وصلونکي سړک او همداراز د مرکز پارون سره د دغه ولايت د اوو ولسواليو د نښلوني په اړه يې فعاليتونه پيل کړي،‌چي تر دې دمه د ۴ ولسواليو د سړکونو قراردادونه نهايي شوي او درې نور به يې هم ډېر ژر نهايي شي.

اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله د نورستان د مسؤلينو او ولسونو د ستونزو او وړانديزونو تر اورېدولو وروسته په وينا کي‌وويل،‌چي دغه ولايت ته د اړتيا سره سمه توجه نه ده شوې او د ملي يووالي حکومت ژمن دي، چي دې برخي‌ته توجه وکړي.

هغه د نورستان له ولسونو سره د ياد ولايت د استازي ډاکټر پروين نورستانۍ د مړيني له خاطره غم شريکي‌وکړه او دلته يې د خاوري په دفاع کي د شهيدو شوو سرتيرو روح ته دعا وکړه.

نوموړي زياته کړه، چي امنيت د نورستان ولايت د خلکو د اساسي ستونزو څخه ده او دوي به يې د لومړيتوب په توګه په مرکزي سطحه مطرح کړي.

اجرائيه رئيس يادونه وکړه،‌چي د سړکونو جوړونه، د مرکزي شفاخانې د کار تکميلي، د اوبو بندونه رغونه او د معارف د وضعيت سمون به کابل ته له تګ سره سم په پوره جديت سره تعقيب او عملي اقدامات به وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha