صفحه اصلی | eslah | اجتماع | په کابل کې د افغان کډوالو لويه غونډه جوړه شوه

په کابل کې د افغان کډوالو لويه غونډه جوړه شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په کابل کې د افغان کډوالو لويه غونډه جوړه شوه

په دې غونډه کې چې پرون په کابل کې جوړه شوې وه په پاکستان کې د افغان کډوالو ۱۶۰ تنه مشران، د مهاجرينو د راستنيدونکو چارو وزير او معينانو، د مشرانو جرګې استازي ، په پاکستان کې د کډوالو اتشي او د يو شمير نورو ادارو چارواکو ګډون درلود .

په دې غونډه کې د پاکستان له بيلابيلو ايالتونو څخه د کډوالو مشرانو خپلې ستونزې او غوښتنې د وزارت له چارواکو سره شريکې کړې .

په پيل کې په پاکستان کې د افغان کډوالو اتشه جليلي خبرې وکړې او د کډوالو ستونزې يي د مسولينو غوږ ته ورسولې.

په پاکستان کې د افغان کډوالو قومي مشران، د ميرمنو استازي، د سوداګرو، محصلانو، ټرانسپورټ ادارې، معلولينو او د ښوونځيو د مديرانو د ټولنو استازو په وار سره د کډوالو ستونزې د مهاجرينو د راستنيدونکو د چارو له وزير سره شريکې کړې او د حل غوښتنه يي وکړه .

  داستوکنې نشتوالي، امنيتي ستونزې، بشري خدماتو ته نه لاسرسۍ، زده کړو او روغتيايي خدماتو ته نه لاسرسۍ، په پاکستان کې د کډوالو ځورونه او جبري ايستل، سوداګرو ته د پانګونې د زمينو برابرول او له کډوالۍ څخه سياسي استفاده هغه ستونزې وي چې د کډوالو د دغو استازو له خوا يادونه وکړه د حل لپاره يي دوې د لازمو اقداماتو غوښتنه وکړه .

په غونډه کې دمهاجرينو د راستنيدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د کډوالو د ستونزو او غوښتنو له اوريدو وروسته وويل چې دکډوالو ستونزو ته پاملرنه د حکومت له کاري لومړيتوبونو څخه دي او د مهاجرينو وزارت هڅه کوي چې راستيدونکو کډوالو ته د ننه په هيواد کې د ژوند لازمې آسانتياوې برابرې کړي .هغه وويل چې په عزت، په مصون او تدريجي ډول د کډوالو راستنول د حکومت دنده ده د وزير په خبره د اګست مياشتې په ۱۶ په پاکستان کې د افغان کډوالو د ثبت او راجسټريشن بهيرپه رسمي ډول پيليږي .

ده وويل چې په لنډ وخت کې د ټولو کډوالو راستنولو ستونزمن دي له همدې امله هڅه کوو چې له ۲۰۱۷ کال وروسته هم د راجستر افغان کډوالو د اوسيدو موده وغځول شي.

د مهاجرينو وزير وويل چې هغه افغان کډوال چې هيواد ته راستنيږي په دوو برخو کې دوې ته خدمات وړاندې کيږي. لومړي بشري خدمات او بيا پراختيايي خدمات.  بشري خدماتو په برخه کې، د مهاجرينو د راستنولود چارو وزارت په مشرۍ يو شمير نړيوال مرستندويه ادارې له راستنيدونکو کډوالو سره نغدي او غير نغدي مرستې کوي .

 د هغه په خبره تيرکال له ټولو راجسترشويو راستنيدونکو کډوالو سره د UNHCR له خوا له ۲۰۰ څخه تر ۴۰۰ امريکايي ډالرو مرسته شوې. همدارنګه IOM مخکې د ناراجستر افغان کډوالو له لس فيصده مستحقو کورنيو سره مرسته کوله، خو د مهاجرينو وزارت هڅه وکړه چې دغه مرستې ډيرې شي، اوس چې زموږ کوم کډوال له پاکستان څخه هيواد ته راځي، IOM له ټولو سره  يي نغدي او غير نغدي مرستې کوي .

د مهاجرينو وزير د استوګنځو د ستونزې په اړه وويل چې په يوشمير ولايتونو کې د ځمکو د ويش پروسه جريان لري او حکومت هڅه کوي چې مستحقو کورنيو ته يوه يوه نمره ځمکه ورکړي . يد حسين عالمي بلخي وويل چې  د کډوالۍ په برخه کې افغان حکومت سره اروپايي ټولنې د شاوخوا ۱۵۰ ميليونه يورو، سعودي عربستان ۳۰ ميليونه ډالره ، نړيوال بانک ۱۱۰ ميليونه ډالره او جرمني ۱۰ ميليونه ډالرو د مرستو ژمنه کړې .  مهاجرينو وزير ژمنه وکړه چې د کډوالو شته ستونزو په اړه به لازم اقدامات ترسره کړي، هغه د کډوالو ستنول د هيواد اقتصادي او سياسي پرمختګ لپاره مهم و باله او له ټولو کډوالو يي وغوښتل چې خپل هيواد ته ستانه شي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha