صفحه اصلی | eslah | اجتماع | جمهوررئيس غني د ځوانانو روزنيز پارلمان غړو ته په خطاب کې: زموږ ځوان نسل زموږ د ملي یووالي استازی او ملاتړی دی

جمهوررئيس غني د ځوانانو روزنيز پارلمان غړو ته په خطاب کې: زموږ ځوان نسل زموږ د ملي یووالي استازی او ملاتړی دی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئيس غني د ځوانانو روزنيز پارلمان غړو ته په خطاب کې: زموږ ځوان نسل زموږ د ملي یووالي استازی او ملاتړی دی

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني په ارګ کې د افغانستان د روزنيز پارلمان غړو سره په کتنه کې وويل، تاسې د افغانستان لوي اوسني نسل او د اتفاق او يووالي کيلي ياست.

په دغه کتنه کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن او ډاکتر کمال سادات هم حضور درلود، په پيل کې د روزنيز پارلمان رئيس اغا محمد قريشي د دغه پارلمان د تشکيل په اړه خبرې وکړې وې ويل، د ځوانانو روزنيز پارلمان ۱۲۴ غړي لري چې په ترکيب کې يې د معلوليت لرونکو ځوانانو او کوچيانو په ګډون د ټولو ولايتونو استازي موجود دي.

هغه زياته کړه، د ځوانانو د روزنيز پارلمان غړي د حکومت د ستراتيژيو په رڼا کې د ځوانانو د وضعيت د ښه والي  لپاره خپلې طرحې او رغنده وړانديزونه دولت ته سپارلي دي.

قريشي د پوهنې په برخه کې د اصلاحاتو، د عامې روغتيا وضعيت د ښه والي، بېکاري او د کاري زمينې برابرولو، کډوالۍ، په دولتي ادارو کې د ډېرو ځوانانو د جذب، په ورزشي بنسټونو کې د اصلاحاتو، وزارت ته د ځوانانو معينيت د لوړولو، د دولت په چوکاټ کې د ځوانانو روزنيز پارلمان شاملولو، د ځوانانو پارلمان ته د بودجې ځانګړي کولو او پر ځوانانو د زياتې پانګونې په برخو کې خپل وړانديزونه او ستونزې جمهوررئيس ته وړاندې کړې.

د ځوانانو د روزنيز پارلمان رئيس وويل، مونږ د نظام او  د حکومت د برنامو ملاتړ کوو او  بل هيڅ بديل د منلو وړ نه دي.

د ځوانانو د روزنيز پارلمان مرستيالې خالدې خلوت ځوانانو ته د جمهوررئيس له پاملرنې مننه او ځوانانو ته د ګټورو طرحو او برنامو د تطبيق غوښتنه وکړه. هغې په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو ستونزې يادې او د هغو پر حلولوټينګار وکړ.

خالدې خلوت وويل، مونږ له حکومت څخه د ملاتړ په خاطر هيڅ راز مرستې نه سپموو او د حکومت ترڅنګ درېږوو. هغې په بېلابېلو برخو کې د حکومت د رهبري په ځانګړي ډول د هېواد د جمهوررئيس هڅې وستايلې.

خلوت زياته کړه، زمونږ خلک هره ورځ د تروريزم قرباني کېږي او اړتيا ده چې د امنيت او ثبات د تامين لپاره جدي تدابير ونيول شي. هغې زياته کړه، روږدو ځوانانو ته دې توجه وشي او د دولت په مهمو برنامو کې دې ځوانان شامل کړاي شي.

هغې، د ځوانانو لپاره د تحصيلي بورسونو د تخصيص، د ځوانانو پارلمان د کمېسيونونو طرحو د تطبيق او په دولتي ادارو کې ښځو ته د زياتې ونډې ورکولو په برخو کې خپل وړانديزونه مطرح کړل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکتر کمال سادات د ځوانانو له برنامو څخه د جمهوررئيس د ملاتړ له امله مننه وکړه او د ځوانانو د روزنيز پارلمان او د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ځوانانو اړوند بنسټونو جوړول ارزښتناک وبلل.

هغه وويل، د ځوانانو پنځه کلنه ستراتيژي د ځوانانو په غوښتنو او وړانديزونو جوړه شوې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معينيت، بېلابېلې برنامې د تطبيق لپاره په پام کې لري.

د هېواد جمهوررئيس د ګډونوالو د خبرو له اورېدو وروسته، د ځوانانو روزنيز پارلمان څخه د ولسواکۍ په برخه کې د هغوي د فعال ګډون په خاطر مننه وکړه وې ويل، بايد د ملي بحث فرهنګ جوړ کړو، ځکه بحثونه ولسي  اجماع رامنځته کوي.

جمهوررئيس وويل، د ځوانانو پارلمان لپاره به بودجه په پام کې ونيول شي او د ځوانانو د روزنيز پارلمان له غړو يې وغوښتل، چې رغنده وړانديزونه له حکومت سره شريک کړي.

جمهوررئيس غني زياته کړه، ډېر ژر به دولتي خالي بستونه ډک شي او له ځوانانو يې وغوښتل چې په رقابتي پروسو کې ګډون وکړي. هغه زياته کړه، د ځوانانو له نورو بنسټونو سره په همغږۍ دې د ځوانانو په اړه مياشتينۍ غونډې تنظيم شي، چې ستونزې او وړانديزونه يې منسجم شي. هغه وغوښتل، د ځوانانو ستونزې او وړانديزونه دې په مياشتني ډول له ټولو ولايتونو راټول او جمهوري رياست ته دې وسپارل شي.

جمهوررئيس وويل، چې د ځوانانو موضوعات بين الوزارتي دي او په هر وزارت کې به د ځوانانو برخه فعاله شي، ترڅو د ځوانانو په برخه کې ټول وزارتونه ځان مسوول احساس کړي او زياته يې کړه په ارګ کې به د ځوانانو ارشد مشاوريت ايجاد شي، تر څو د ځوانانو طرحې تعقيب او تطبيق کړي.

هغه د تعليمي او تحصيلي نصاب د بدلون په اړه وويل، په دې برخه کې به عالي شورا جوړه شي چې د تعليمي او تحصيلي نصاب د اصلاح او بدلون په اړه مفصل بحثونه وشي. جمهوررئيس په دغه بدلون کې د ځوانانو ونډه مهمه وبلله او وې‌غوښتل، چې خپلې طرحې او وړانديزونه ورسره شريک کړي.

جمهوررئيس غني وويل، تعليم بايد زمونږ د پروژو تطبيق سره اړيکه ولري او د يوې ښې راتلونکې د تامين لپاره د ځوانانو ونډه ارزښتناکه ده. هغوي ته په خطاب کې يې وويل: ځوانان بايد پاليسي جوړونکي وي چې دغه پاليسي جوړول د ستونزمنو بديلونو ترمنځ انتخاب مشخصوي.

جمهوررئيس زياته کړه، اوسني وضعيت بايد ټول تشخيص کړو او د افغانستان ته د  پراختيا او انکشاف په لور جهت ورکړو. هغه وويل، د ځوانانو استازي کولي شي چې د اقتصاد عالي شورا په غونډو کې ګډون وکړي او د پلان جوړونې او برنامه جوړونې څرنګوالي زده کړي.

د هېواد جمهوررئيس په بېلابېلو برخو کې اوسني پرمختګونه د منلو وړ ونه بلل او ټينګار يې وکړ، چې په ځانګړي ډول د ورزش او روغتياسکتور په برخه کې بدلونونه رامنځته شي او د المپيک ملي کمېټې او فدراسيونونو ټاکنې بايد د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا ترسره شي.

هغه څرګنده کړه چې د ترکمنستان د المپک په اسيايي لوبو کې د افغان ورزشکارانو د ګډون په خاطر ځانګړې بودجه په پام کې نيول شوې ده، ترڅو زمونږ ورزشکاران په دغو سياليو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

جمهوررئيس دې ته په اشارې چې د افغانستان اقتصادي وضعيت د ښه کېدو او بدلون په حال کې دي وويل، چې افکار بايد له مصرف څخه په توليد بدل شي او ځوان افغان نسل بايد د سيمې متخصص شي.  هغه زياته کړه، ځوانان بايد د طبيعي منابعو په ځانګړي ډول د اوبو په اړه کافي معلومات ترلاسه کړي، ځکه په راتلونکي کې د اوبو مديريت د هغوي په لاس کې دي.

جمهوررئيس ځوانانو ته د دوامداره کار په رامنځته کولو ټينګار وکړ وې ويل چې افغانستان د تېلو او ګازو سترې زېرمې لري او له دې لارې ځوانانو ته دوامداره کار رامنځته کېداي شي او جسمي کار بايد فکري کار سره عيار شي.

جمهوررئيس غني د هېواد عمده پانګه پيوستون او يووالي  ياد کړ او زياته يې کړه، که له هر قوم څخه  واوسو بايد له يوه بل سره ژورې اجتماعي اړيکې ولرو او افغان ګڼل کېږو. هغه په ټينګار سره وويل، موږ هيچا ته د وېش اجازه نه ورکوو او زموږ ځوان نسل زموږ د ملي يووالي استازي او ملاتړي دي.

د هېواد جمهوررئيس وويل، د افغانستان دښمنان که هر څومره زموږ د ارادې د ماتولو هڅه وکړي هيڅکله هم نه بريالي کېږي او مونږ په شاه‌تگ نه کوو او له هغو اقداماتو چې ترلاس لاندې لرو نه په شا کېږو او دا زمونږ رسالت دي.

جمهوررئيس وويل، افغانستان د چا ډالۍ نه دي او يو وېره خورونکي اقليت  نشي کولاي د دې خاورې د ټول نفوس استازيتوب وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha