صفحه اصلی | eslah | اجتماع | جمهور رئيس غني د ولايتي شوراګانو اړتياوو ته د رسيدنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې

جمهور رئيس غني د ولايتي شوراګانو اړتياوو ته د رسيدنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رئيس غني د ولايتي شوراګانو اړتياوو ته د رسيدنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني د ۳۴ ولايتونو له واليانو، مشرتابه پلاوي او د ولايتي شوراګانو غړو سره د چارو د ښه تنظيم او د ولايتي شوراګانو اړتياوو ته د رسيدنې په موخه په ارګ کې د توحيد په ملي مرکز کې د ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دغه ويډيويي کنفرانس کې اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د امنيتي سکتور سترو مسوولانو، د کابينې يو شمېر غړو، د جمهوري رياست يو تعداد سلاکارانو او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست حضور درلود، چې په پيل کې جمهوررئيس د خداي تعالي په دربار کې د ټولو شهيدانو ارواح، په ځانګړي ډول د دايکندي د ولايتي شورا غړي ته چې په دې وروستيو کې شهيد شوي دي، دعا وکړه.

 جمهوررئيس غني د ولايتي شوراګانو څخه له‌دې امله چې د حکومت د برنامو او د امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه يې  له هره اړخه ملاتړ کړي دي، مننه وکړه، هغه د نظام او د امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ او د دښمن په ماتولو کې د خلکو او ولايتي شوراګانو نقش مهم وباله. د هېواد جمهوررئيس د ولايتي شورګانو د اداري پلاوي سرتاسري او برياليو ټاکنو له امله چې له مخې يې د شوراګانو د رهبرۍ غړي وټاکل شول، هغوي ته مبارکي ورکړه او په ولايتي شوراګانو کې يې د ښځو ستونزو ته د رسيدګۍ په برخه کې د ښځينه استازو حضور ارزښتمن وباله.

جمهوررئيس د دولتي ادارو په ځانګړي ډول د سيمه‌ييزو بنسټونو ترمنځ همغږۍ ته په اشارې وويل، په ادارو کې د کاري وضعيت د ښه‌والي په خاطر بايد همکارۍ پياوړي شي، ځکه له دې پرته نشو بريالي کېداي. هغه د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، کورنيو چارو وزارت، د ملي امنيت عمومي رياست، لوي څارنوالۍ، د ټاکنو خپلواک کمېسيون، واليانو او د هغوي مرستيالانو څخه له دې امله مننه وکړه چې د ولايتي شوراګانو د مشرتابه پلاوي ټاکنې په برياليتوب ترسره شو. 

جمهوررئيس غني وويل، د ولايتي شوراګانو هغه وړانديز شوې بستې يې په خورا دقت مطالعه کړې دي چې څه موده مخکې جمهوري رياست ته رارسېدلې وې او  په دغو وړانديزونو کې شاملو موضوعاتو( د اداري ودانيو جوړول،  د ولسي غونډو جوړولو او سفرونو لپاره د کافي بودجې نشتوالي، د حج سهميه، د نقليه وسايطو نشتوالي، د ولايتي شوراګانو د غړو او دفترونو د امنيت تامين او د ولايتي شوراګانو د څارنې مقررې تائيد) ته د رسېدنې په موخه لازم ګامونه اخېستل شوي دي. د هېواد جمهوررئيس د کور او ښارجوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د راتلونکو دوو کلونو په اوږدو کې دې په کابل، باميان، نيمروز، فارياب، لغمان، نورستان، کندز، غزني، فراه او لوګر ولايتونو کې د ولايتي شوراګانو ودانۍ جوړې کړې. هغه ماليې وزارت ته دستور ورکړ چې د يو خاص طرزالعمل له مخې دې د ولسي غونډو جوړولو او سفرونو په خاطر دغو شوراګانو ته ۵۰ ميليون او ۵۳۳ زره افغانۍ تخصيص کړي.

جمهوررئيس د حج او اوقافو وزارت موظف کړ، چې د ولايتي شوراګانو سره متناسب هغوي ته د حج سهميه په پام کې ونيسي.

هغه همدارنګه د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دنده ورکړه چې د ولايتي شوراګانو د غړو د ترانسپورټي ستونزو د لرې کولو په خاطر ۱۷نقليه وسيلې په ۱۳۹۶کال کې او ۱۷نورې په ۱۳۹۷کال کې  خريداري کړي.جمهوررئيس غني کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د ولايتي شوراګانو د دفترونو او غړو د لا ښه امنيت په موخه ارزونې ترسره او په اړه يې لازم ګامونه واخلي، په دغه برخه کې دې طرحه چمتو او د ملي امنيت شورا ته وسپاري. هغه د مقررې د تائيد په اړه وويل، دا طرحه د کابينې په اجنډا کې شامله شوې ده او ژر به تائيد شي.

جمهوررئيس د ولايتي شوراګانو له غړو وغوښتل چې په ولسي ناستو کې دې د دښمن د توطيو په اړه خلکو ته پوهاوي ورکړي، فساد او د ځمکو غصب سره مبارزه او د خلکو او حکومت ترمنځ دې د اړيکو په پياوړي کولو کې لا زياتې هڅې وکړي. په دغه ويډيويي کنفرانس کې اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د شهيدانو روح ته د دعا تر څنګ د ولايتي شوراګانو له غړو څخه له دې امله مننه وکړه چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ يې کړي دي او د هغوي د لا برياليتوب هيله يې وکړه.

هغه په برياليتوب سره د ولايتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکنو ته په اشارې د ولايتي شوراګانو اداري پلاوو ته د ټاکنو مبارکي ورکړه. اجرائيه رئيس د ادارو ترمنځ پر لا همغږۍ ټينګار وکړ او د همکارۍ تازه روحيه يې وستايله.

اجرائيه رئيس د ولايتي شوراګانو غړو ته په خطاب کې وويل: تاسې د ملت او دولت ترمنځ د ارتباط پل ياست، بايد له سيمه‌ييزو ادارو سره په مشوره د قانون په چوکاټ کې د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون په خاطر هر اړخيزې هڅې او همکارۍ وکړئ.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha