صفحه اصلی | eslah | اجتماع | اجرائيه رئيس د پکتيا له يوشمېر قومي مشرانو او مخور سره وكتل

اجرائيه رئيس د پکتيا له يوشمېر قومي مشرانو او مخور سره وكتل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائيه رئيس د پکتيا له يوشمېر قومي مشرانو او مخور سره وكتل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس د پکتيا ولايت د ځدراڼو د ايخېلو له يوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره وليدل.

په دې ناسته کې يادو قومي مشرانو په پکتيا ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ د شخړې په اړه اجرائيه رياست ته يادونه وکړه او د دې قومي شخړې د حل غوښتنه يې وکړه.

قومي مشرانو وويل، سره له دې چې د سروخېلو او ايخيلو قومونو ترمنځ د غره په سر د راپورته شوې شخړې په اړه چې تر اوسه له دواو خواوو څخه ګڼ تلفات لري، پلاوي ټاکل شوي خو اساسي حل يې تر اوسه نه دي رامنځته شوي. هغوي وويل، که حکومت مداخله ونکړي او دا ستونزه حل نه کړي؛ نو قومي شخړه به ستره او بيا به له کابو کولو وتلي وي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس د قضيې له دواړو خواوو څخه د ارامۍ حفظ کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې د دې ستونزې د حل لپاره به حکومت کوټلي اقدامات واخلي.

اجرائيه رئيس وويل، سبا به د پېښې له بل اړخ سره هم وګوري او له هغې وروسته به يوه پلاوي ته دنده ورکړي، چې د دواړو قومونو ترمنځ رامنځته شوې شخړه په اساسي ډول حل کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha