صفحه اصلی | eslah | اجتماع | جمهوررئیس غني د هېواد له یو شمېر سیاسي، ملي او جهادي شخصیتونو سره مشورتي ناسته وکړه

جمهوررئیس غني د هېواد له یو شمېر سیاسي، ملي او جهادي شخصیتونو سره مشورتي ناسته وکړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني د هېواد له یو شمېر سیاسي، ملي او جهادي شخصیتونو سره مشورتي ناسته وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني د مشورتي ناستو په لړ کې د هېواد يو شمېر سياسي، ملي او جهادي شخصيتونو سره وکتل.

په دغه ناسته کې چې په ارګ کې وشوه، پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول ګاونډيو هېوادونو سره د ملي ګټو په چوکاټ کې د اړيکو په ټينګېدو، د سيمه‌ييز ثبات پر ټينګښت او په افغانستان او سيمه کې د امنيت په پراخولو ژور بحث او خبرې وشوې.

همدارنګه په دغه ناسته کې ګډونوالو په يادو موضوعاتو د بحث پر مهال خپل هر اړخيز او ژور نظريات شريک کړل او له ګاونډيو هېوادونو سره يې د افغانستان پر اړيکو د ټينګار تر څنګ دا موضوع د ځانګړي اهميت وړ وبلله او د دغه ډول ناستو دوام يې وغوښت.

په دغه ناسته کې د جمهوري رياست دويم مرستيال محمدسرور دانش، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني جمهوررئيس حامدکرزي، د سولې د عالي شورا رئيس پيرسيداحمد ګيلاني، استاد عبدرب الرسول سياف، قاضي القضات او د سترې محکمې رئيس محمد يوسف حليم، د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهيمي، د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار، د اجرائيه رياست معاونينو انجنير محمدخان او استاد محمد محقق، محمد يونس قانوني، د سولې عالي شورا ستر مرستيال استاد محمدکريم خليلي، د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر، هدايت‌امين ارسلا، محمداسماعيل خان، په عامه اړيکو او سټراټيژيکو چارو کې د جمهوررئيس ستر سلاکار  احمدنادر نادري او په سياسي چارو کې د جمهوررئيس ځانګړي استازي ډاکټر محمداکرم خپلواک هم حضور درلود.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha